• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۴ لړم ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

شکنجه، نیونې، خپل‌سري محکومیتونه او د رسنیو تړل کېدل؛ طالبان د خبریالانو د غږ چوپولو ته دوام ورکوي

بې‌پولې خبریالان بې‌پولې خبریالان
۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793864852]
RSF

RSF

د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، دغه ډله لا هم د خبریالانو د چوپولو تګلاره پر مخ وړي. شکنجه، نیول، په خپل‌سري ډول محکومول او د رسنیو تړل هغه اقدامات دي چې د دې موخې لپاره ترې کار اخیستل کېږي. د رسنیو د څارنې او ځپنې د دغه نظام په مرکز کې د طالبانو د استخباراتو بدنام ۰۱۵ دفتر دی؛ هغه دفتر چې په مجازي فضا کې د تبلیغاتي جګړې د پر مخ وړلو او د عامه افکارو د اغېزمنولو مسوولیت هم لري.

یو شمېر افغان خبریالانو حاضر شوي چې خپلې تجربې د بې‌پولې خبریالانو له سازمان (RSF) سره شریکې کړي. ځینو یې په لومړي ځل د امنیتي اندېښنو له امله د خپل هویت په پټ ساتلو سره د خپلو تجربو په اړه خبرې کړې دي.

د بې‌پولې خبریالانو د سازمان د سویلي اسیا د څانګې مسووله سلیا مرسیه وايي: «طالبانو د افغانستان د رسنیو د چوپولو لپاره د څارنې، ګواښلو او ځپلو یو بشپړ نظام رامنځته کړی دی. د ۰۱۵ دفتر د دغه نظام په مرکز کې دی؛ په داسې نظام کې چې خبریالان یوازې د خپلې مسلکي دندې د ترسره کولو له امله د رژیم د دښمنانو په توګه پېژندل کېږي. خپل‌سري نیول، ګواښونه، پوښتنې ګروېږنې او شکنجې… هغه روایتونه چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان راټول کړي، د ډېرو جدي او اندېښمنوونکو اقداماتو ښکارندويي کوي؛ هغه اقدامات چې د سانسور او وېرې فضا د رامنځته کولو او د خبریالانو د چوپولو لپاره ترسره کېږي. دغه اقدامات د خبریالۍ د بشپړې ځپنې د تګلارې یوه برخه ده او د ۲۰۲۶ کال لپاره د مطبوعاتو د ازادۍ د یوه دښمن په توګه د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده پېژندل کېدل تاییدوي.»

خبریال فرهاد* چې څو ساعته مخکې نیول شوی و، په داسې حال کې چې سر یې په یوې تورې ټوکرینې کڅوړې پوښلی و، په کابل کې په موټر کې د طالبانو د استخباراتو ریاست یوې څانګې ته لېږدول کېږي.

یو مامور ورته وايي: «ته جاسوس یې.»

د هغه ګرځنده ټیلیفون او کمپیوټر په دقت پلټل کېږي. پوښتنې ګروېږنې ترې پیلېږي او وهل ټکول هم دوام لري. پر هغه تور دا دی چې د خلکو د ورځني ژوند په اړه یې د راپور چمتو کولو جرئت کړی او له همدې امله د «افغانستان اسلامي امارت» پر ضد په تبلیغ تورن شوی دی.

هغه یو له هغو ۷۷ خبریالانو دی چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د رسنیزو فعالانو په منځ کې د وېرې خپرولو په موخه د پراخو نیونو په لړ کې، یوه دوره  تر یوې اوونۍ  او بله دوره تر دوو کلونو پورې نیول شوي او زنداني شوي دي.

د ځپنې په دې لړۍ کې یو بنسټ مهم رول لري: د ۰۱۵ دفتر؛ هغه ځای چې فرهاد له نیول کېدو څو ورځې وروسته ورلېږدول شو.

دغه خبریال وايي: «۰۱۵ دفتر یوازې د خبریالانو چارو ته رسېده‌ګي کوي او ټولې رسنۍ تر څارنې لاندې لري.» هغه په دغه دفتر کې دوه اوونۍ په یوه ډېره کوچنۍ خونه کې بندي و.

نوموړی وايي: «یوازې وم او کله ناکله به مې غږونه اورېدل، خو نور بندیان مې نه لیدل.»

بېلابېلو کسانو په وار سره له هغه پوښتنې ګروېږنې کولې.

فرهاد وايي: «تر ټولو ډېره شکنجه مې همدلته وګالله. هر وخت به یې چې غوښتل، شپه او ورځ به یې له ما پوښتنې ګروېږنې کولې. غوښتل یې نور خبریالان ور وپېژنم، خو ما مقاومت وکړ. پر شا او پښو یې ډېر سخت ګوزارونه راکړل او برېښنايي ټوپک یې هم راباندې وکاراوه. لا هم د دغو شکنجو له امله کړېږم.»

۰۱۵ دفتر؛ د افغان خبریالانو د څارنې او ځپنې بنسټ

۰۱۵ دفتر په افغان خبریالانو کې ډېر بدنام او وېروونکی نوم لري. دغه دفتر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو راهیسې د دې ډلې د استخباراتو ریاست تر څارنې لاندې فعالیت کوي.

دغه دفتر په کابل کې په خپل مرکزي دفتر او دغه راز په ولایتونو کې ماموران لري. دغه ماموران د راډیوګانو او ټلوېزیونونو په ګډون د افغانستان د رسنیو خپرونې څاري او د هغو مواردو راپور ورکوي چې د دوی په اند ستونزې جوړوي.

دوی هغه خبریالان احضاروي او ګواښي چې راپورونه یې انتقادي تشخیص شي.

د دغه دفتر ماموران د خپلې عملیاتي څانګې له لارې چې ډېری وخت د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر له وزارت سره اړیکه لري، د افغانستان د رسنیو پر دفترونو چاپې وهي، خبریالان نیسي او د رسنیو وسایل ضبطوي.

د دغو اقداماتو بېلګې د ۲۰۲۶ کال په مې میاشت کې د طلوع‌نیوز ټلوېزیون پر شبکې چاپه او دغه راز د ۲۰۲۵ کال په جولای کې د افغان خبریالانو فدراسیون او رسنیزو بنسټونو پر دفترونو بریدونه دي.

«هر چېرې چې یې او هر ځای چې پټ شې، پیدا به دې کړو.»

طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې پر رسنیو سخت سانسور لګولی دی.

یو بل خبریال احمد* چې د بې‌پولې خبریالانو له سازمان سره یې خبرې کړې دي، وايي: «په حقیقت کې، د خبریالۍ دنده ترسره کول د طالبانو د مخالفت په مانا وو.»

هغه زیاتوي: «په لومړیو کلونو کې مو هڅه کوله چې خپلې دندې ته دوام ورکړو، خو ژوند مو له خطر سره مخ و.»

احمد بالاخره اړ شو چې افغانستان پرېږدي.

د احمد په وینا، چې په یوه ټلوېزیوني شبکه کې یې کار کاوه، فشارونه په پیل کې د ځینو خپرونو په بندولو او د ښځینه خبریالانو په تدریجي لرې کولو سره پیل شول.

طالبانو له واکمنېدو لږ وروسته، دغه رسنۍ اړه کړه چې د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره ژمنه وکړي چې «ګډ پروګرامونه» به نه خپروي او له هغو کسانو سره به مرکې نه کوي چې د رژیم مخالف نظرونه لري.

ورو ورو فشارونه زیات شول او احمد د هغو راپورونو د خپرولو له امله چې د طالبانو نه خوښېدل، څو ځله ۰۱۵ دفتر ته احضار شو.

یو بل خبریال عبدول* چې اوس په جلاوطنۍ کې ژوند کوي، وايي: «دوی غواړي رسنۍ په داسې تبلیغاتي بنسټونو بدلې کړي چې د واک په خدمت کې وي؛ داسې بنسټونه چې یوازې د دوی د خوښې وړ محتوا خپره کړي.»

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د مطبوعاتو د ازادۍ د له منځه وړلو په موخه د طالبانو له خوا د څه باندې ۲۰ سراسري لارښوونو او د ولایتونو په کچه د مخ پر زیاتېدونکو فرمانونو په اړه اسناد راټول کړي دي.

عبدول چې په غږیزو او تصویري رسنیو کې یې کار کاوه، وايي، هغه هم ۰۱۵ دفتر ته د احضار پر مهال څو ځله ګواښل شوی دی.

دغه خبریال وايي: «راته ویل کېدل: ته اړتیا نه لرې چې د ښځو د حقونو، امنیتي پېښو یا بېوزلۍ په اړه راپورونه چمتو کړې. باید داسې کسان راوبولې چې زموږ پلویان وي، نه هغه کسان چې د ملي ګټو مخالفت کوي.»

په هغو غږیزو پیغامونو کې چې د بې‌پولې خبریالانو سازمان ترلاسه کړي، د ۰۱۵ دفتر غړو څو ځله خبریالانو ته ګواښونه کوي.

هغوی له خبریالانو غواړي چې هغو کسانو ته د خبرو فرصت ورنه کړي چې د دوی په وینا «پارونکي» دي او «د اسلامي امارت سیاستونه تر پوښتنې لاندې راولي»؛ پر ځای یې باید هغه «شنونکي» راوبولي چې نومونه یې د طالبانو په چمتو کړي نوملړ کې شامل دي.

د یوه خبریال په وینا، په دغه نوملړ کې څه باندې ۵۰ زیات کسان شامل دي.

د دغه دفتر یو مامور وايي: «زموږ همکاري باید دوه اړخیزه وي.» هغه وروسته له رسنیو غواړي چې د طالبانو د خوښې وړ موضوعاتو په اړه راپورونه او مرکې چمتو او خپرې کړي.

د خبریالانو د جلاوطنۍ له پیلېدو وروسته هم ګواښونه دوام لري. په یوه ګواښونکي پیغام کې راغلي: «هر چېرې چې یې او هر ځای چې پټ شې، پیدا به دې کړو.»

شکنجه او د اعدام د صحنې جوړول

یوه ورځ احمد په زور ۰۱۵ دفتر ته لېږدول کېږي. د پوښتنو ګروېږنو پر مهال، د یو شمېر نورو خبریالانو په څېر په جاسوسۍ تورنېږي.

هغه وايي: «شکنجه یې کړم. ګوزارونه دومره سخت وو چې بالاخره بې‌هوښه شوم.»

دغه خبریال وروسته د طالبانو د استخباراتو ریاست یوې بلې څانګې ته لېږدول کېږي.

دا چې ۰۱۵ دفتر خپله زندان نه لري، ډېری نیول شوي کسان تر پوښتنو ګروېږنو وروسته د استخباراتو ریاست ۴۰مې یا ۹۰مې څانګې ته لېږدول کېږي.

احمد د خپل اوږده بند پر مهال یوازې دوه ځله له خپلې کورنۍ سره د لیدو فرصت وموند. هغه د اعدام د صحنې په جوړولو سره تر رواني شکنجې لاندې هم ونیول شو.

دغه خبریال وايي: «د شپې دوه بجې یې د یوې غونډۍ سر ته بوتلم. ټوپک یې زما پر سر کېښود او راته ویې ویل چې دلته مو ستا په څېر څو کسان وژلي دي.»

بالاخره هغه په یوه محکمه کې محاکمه او د «رژیم پر ضد تبلیغ» په تور په بند محکومېږي.

څو میاشتې وروسته احمد د کابل په شاوخوا ۶۰ کیلومترۍ شمال کې د بګرام بدنام زندان ته لېږدول کېږي؛ هغه ځای چې د ده په وینا، «له خبریالانو سره د مجرمانو په څېر چلند کېږي.»

احمد وايي، لاسونه او پښې یې تل تړلي وو، ان هغه مهال چې تشناب ته به یې اړتیا لرله. هغه په سړو اوبو د مجازاتو یادونه هم کوي.

دغه خبریال له زندانه تر خوشې کېدو وروسته افغانستان پرېږدي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۰۱۵ دفتر له خوا د خبریالانو د ځپلو په اړه د طالبانو د ویاند له مرستیال حمدالله فطرت سره اړیکه نیولې ده.

هغه په ځواب کې ویلي چې د استخباراتو ریاست د ۰۱۵ څانګې په ګډون «مسوول بنسټونه خپل فعالیتونه د قانون له مخې ترسره کوي.»

نوموړي ادعا کړې ده: «له هېچا سره خپل‌سری چلند نه کېږي او هېڅوک په خپل‌سري ډول نه نیول کېږي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د رسنیو د فضا ښکاره ځپنه او د مطبوعاتو د ازادۍ پراخې سرغړونې د بې‌پولې خبریالانو سازمان او د بشري حقونو د څار سازمان په ګډون د بېلابېلو بنسټونو له خوا مستندې شوې دي.

په ټولنیزو شبکو کې د طالبانو پلوي مشکوک حسابونه

په تاوتریخجن ډول د خبریالانو ځپل د اطلاعاتو د کنټرول لپاره د طالبانو د هڅو یوازې یوه برخه ده؛ دغه ډله په مجازي فضا کې هم د اطلاعاتو پر بهیر د  برلاسۍ لپاره فعالیت کوي.

په دې برخه کې هم ۰۱۵ دفتر مهم رول لري. د بې‌پولې خبریالانو د سازمان د معلوماتو له مخې، په دغه دفتر کې یوه ځانګړې څانګه د ټولنیزو شبکو د څارنې مسوولیت لري.

د دغې څانګې ماموران هغه محتوا په ګوته کوي چې د دوی په اند ستونزه جوړوي او په راپور کې یې ثبتوي.

د دغه دفتر یوه بله څانګه د تبلیغاتو، په مجازي فضا کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو د کمپاینونو د جوړولو او په عامه افکارو کې د لاسوهنې مسوولیت هم لري.

۰۱۵ دفتر خپله ځانګړې سټوډیو هم لري چې ویډیوګانې پکې جوړېږي او د نیول شویو کسانو جبري اعترافونه پکې ثبتېږي.

د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې  د «۸صبح میډیا» په ګډون څو رسنیو چې په جلاوطنۍ کې فعالیت کوي، هغه اسناد خپاره کړل چې ویل کېږي د طالبانو د استخباراتو له ریاسته ترلاسه شوي دي.

یو له دغو اسنادو د تبلیغاتي او د عامه افکارو د اغېزمنولو د یوه پروګرام جزییات افشا کوي چې اټکلي بودیجه یې ۷۰.۷ میلیونه افغانۍ، یعنې تر ۹۰۰ زره یورو زیاته ښودل شوې ده.

دغه اسناد په ټولنیزو شبکو کې د نږدې ۱۵۰۰ حسابونو د شتوالي په اړه هم معلومات لري چې د رژیم د تبلیغ، د مخالفانو د بدنامولو او د «افغانستان اسلامي امارت» د ملاتړ وړ روایتونو د خپرولو لپاره کارول کېږي.

په دغو حسابونو کې د طالبانو د پلوي رسنیو حسابونه او  دغه راز شخصي پروفایلونه هم لیدل کېږي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان له خوا د ۲۰۲۶ کال په اګست کې پر اېکس ټولنیزه شبکه کې د هغو حسابونو د خپرو کړو مطالبو څېړنه، چې په دغو اسنادو کې ورته اشاره شوې، د طالبانو په ګټه د دغو حسابونو تمایل تاییدوي.

په دغو پیغامونو کې په منظم ډول د طالبانو د چارواکو لاسته راوړنې ښودل کېږي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د دې ډلې بریا نمانځل کېږي او د مخالفو خوځښتونو پر ضد نیوکې او تخریبي تبلیغات کېږي.

دغه راز، یو شان یا ډېر ورته پیغامونه د څو حسابونو له خوا خپرېږي؛ کله ناکله دغه پیغامونه یوازې د څو دقیقو په واټن خپاره شوي وي.

د دغو حسابونو یوه برخه د ښځو له هویتونو کار اخلي. ځینې یې ځانونه د پنجشېر ولایت اوسېدونکي معرفي کوي؛ هغه ولایت چې په تېرو وختونو کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت له تاریخي مرکزونو و.

دغه موندنې د هغې څېړنې له پایلو سره همغږې دي چې خپلواکې رسنۍ «۸صبح میډیا» د ۲۰۲۵ کال په مې میاشت کې خپره کړې وه. په هغې څېړنه کې هم د پیغامونو همغږي خپرول او د طالبانو په ګټه د محتوا د خپرولو لپاره د ښځینه جعلي هویتونو کارول په ډاګه شوي وو؛ په داسې شرایطو چې طالبانو د ښځو بنسټیز حقونه ترې اخیستي دي.

*د خبریالانو نومونه د امنیتي لاملونو له مخې بدل شوي دي

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

له پولیو پاک افغانستان بنسټ د ماشومانو پر واکسینولو ټینګار وکړ
خبرونه

له پولیو پاک افغانستان بنسټ د ماشومانو پر واکسینولو ټینګار وکړ

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793858715]
د جمهوري‌پال ګوند یوه استازي د امریکا د دفاع وزیر د استعفا غوښتنه کړې
بهرني خبرونه

د جمهوري‌پال ګوند یوه استازي د امریکا د دفاع وزیر د استعفا غوښتنه کړې

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793858295]
د امریکا په فلوریډا کې ډزې؛ يوه ښځه ووژل شوه او پنځه کسان ټپيان شول
بهرني خبرونه

د امریکا په فلوریډا کې ډزې؛ يوه ښځه ووژل شوه او پنځه کسان ټپيان شول

۱۴ لړم/عقرب ۱۴۰۵ - ۵ نومبر ۲۰۲۶ [t_time:1793857764]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    «پیسې راکړه، یا د مرګ په تمه اوسه»؛ د بشر نورزي د وراره د باج اخیستنې په اړه ټکان ورکوونکي روایتونه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • له جنګي غنیمتونو د انډېوالۍ تر مرکزه؛ په پروان کې د طالبانو د والي د زوم د ګومارنې پر سر شخړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیه: اوکرایین په تېرو ۲۴ ساعتونو کې خپل څه باندې زر سرتېري له لاسه ورکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په هلمند او کندهار کې ترافیکي پېښې؛ شپږ کسان مړه شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
سخن زن/62: پنج سال مبارزه؛ راهی که خودم ساختم
۹ لړم ۱۴۰۵ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.