• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

سوړ ژمی او بې رحمه بېوزلي؛ هېوادوال د هرې ورځې په تېرېدو سره لا زیات لاسنیوي ته اړ کیږي

۸صبح ۸صبح
۷ ليندۍ/قوس ۱۴۰۱ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۲ [t_time:1669623267]

داسې حال کې چې په هېواد کې بېوزلي خورا زیاته شوې او د هرې ورځې په تېرېدو سره د اقتصادي ناورین لمن پراخېږي، مرستندوی بنسټونه په افغانستان کې د بودبجې د کموالي خبر ورکوي. په دې وروستیو کې سیګار ادارې ویلي، چې مرستندویه ادارې په افغانستان کې له اړمنو سره د مرستې لپاره کافي پیسې نه لري. دې ته په پام سره چې سخت ژمی په مخ کې دی، د مرستندویو بنسټونو د بودیجې کموالی د هېواد اقتصادي وضعیت لا خرابولای شي. د اقتصادي چارو شنونکي له افغانستان سره د بهرنیو مرستو د کموالي د ناوړه پایلو خبره کوي او وايي، چې د دغو مرستو په کمېدو سره، ښايي په هېواد کې اقتصادي غمیزه رامنځته شي. هغوی له طالبانو غواړي چې خپله تګلاره بدله کړي او هېواد ته د مرستندویو بنسټونو پام راواړوي.

د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) د یکشنبه د لیندۍ پر ۶ په دغه هېواد کې د مرستندویه موسسو له قوله خبر ورکړ، چې دغه سازمانونه له اړمنو سره د مرستې لپاره کافي بودیجه نه لري. سیګار ادارې د ملګروملتونو د سرمنشي د مرستیال مارټين ګریفیټس له خولې ویلي، چې په راروان کال کې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د د بشري مرستو لپاره ۴.۴ میلیارده ډالرو ته اړتیا ده، خو ملګري ملتونه یوازې ۱.۲۶ میلیارده ډالر لري. په دې توګه، ملګري ملتونه په راتلونکي کال کې د ۳.۱۴ میلیارد ډالرو له کموالي سره مخ دي.

د سیګار د معلوماتو له مخې، د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د روان لمریز کال په تله میاشت کې په راتلونکو شپږو میاشتو کې د مرستې رسوونې د عملیاتو لپاره د ۱.۱۴ ملیارد ډالرو غوښتنه کړې وه. دغه بودیجه په راروان ژمي او د راتلونکي کال په پسرلي کې په افغانستان کې پر اړمنو د مرستو د وېش لپاره په پام کې نیول شوې وه. پر دې سربیره ، د خوړو نړیوال پروګرام غرنیو او د سختو لارو لرونکو سیمو ته د خوراکي توکو د لېږد لپاره شاوخوا ۱۷۲ ملیون ډالرو ته اړتیا لري.

سیګار د ملګروملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق په ۷۵ میلیون ډالري بودیجه کې هم د کموالي خبر ورکړی دی. ټاکل شوې وه چې دغه بودیجه په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ په برخه کې ولګول شي. پر دې سربیره، د کډوالۍ نړیوال سازمان د افغانستان په برخه کې د راتلونکي کال لپاره ۳.۶ میلیون ډالرو ته اړتیا لرله، خو اوس د بودجې له ۶۶ سلنه کموالي سره مخ دی.

د سیګار د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر سږ کال له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره له ټولټال ۱۱۰ میلیونو ډالرو یوازې ۴۴ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي.

سیګار په داسې حال کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه څانګو د بودیجې د کموالي په تړاو خبرداری ورکړی، چې د دغه سازمان د بشري چارو څانګو له دې مخکې ویلي وو، چې سوړ او سخت ژمی افغانان ګواښي.

د چارو شنونکي د مرستندویو بنسټونو د مرستو کمېدل د افغانستان په زیان بولي او د ناوړه پایلو په تړاو یې خبرداری ورکوي. د پوهنتون استاد او د چارو شنونکی مجیب الرحمن عثماني له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وايي: «افغانستان په تېرو څو حکومتونو کې مالي مرستو ته اړتیا لرله او دغو بشري مرستو دا هېواد له یوه ستر اقتصادي ناورینه ژغورلی و، او ښايي د سلګونه کسانو ژوند یې ژغورلی وي. د مرستو د وېش بهیر ښايي روڼ نه وي، خو د افغان حکومت په ګټه تمام شوی او هېواد یې له نقدي ناورینه ژغورلی او په بازار کې یې مالي ثبات مدیریت کړی دی.»

ښاغلی عثماني زیاتوي: «د ژمي په نږدې کېدو او د بهرنیو مرستو په کمېدو سره، افغانستان د یوه ستر ناورین پر لور روان دی. بېوزلي د کډوالۍ سیلاب د زیاتېدو لامل کیږي. له افغانستان سره د بهرنیو مرستو کمېدل د بېوزلۍ د زیاتوالي لامل ګرځي او بېوزلي د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو سبب کېږي. په راتلونکو کلونو کې به د بهرنیو مرستو د کمېدو منفي پایلې خورا ناوړه او د کنټرول وړ نه وي.»

په دې سره د اقتصادي چارو شنونکي له طالبانو غواړي چې د هغو بهرنیو مرستو د بندېدو د مخنیوي لپاره چې په افغانستان د بېوزلۍ د زیاتېدو لامل کیږي، خپله تګلاره بدله کړي او افغانستان ته د مرستندیو بنسټونو پام راواړوي. مجیب الرحمن عثماني وايي: «د نورو مرستو پر جذب باید تمرکز وشي، د هغې غمیزې تصویر باید مرستندویو بنسټونو ته وړاندې شي چې په مخکې ده، څو د خپلو مرستو زیاتېدو ته وهڅول شي.» د اقتصادي چارو دغه شنونکی دغه‌راز سپارښتنه کوي، چې هېوادوال دې د بېوزلۍ د له منځه وړو لپاره کليوالي اقتصاد ته مخه کړي.

له دې ټولو سره سره، سیګار د ۲۲۹ میلیون ډالرو اضافي بودیجې ته د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ د اړتیا خبر ورکوي. په پام کې ده چې دا پیسې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د خلکو پر وضعیت د غور لپاره ولګول شي.

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې مخ پر خرابېدو دی. څه موده وړاندې د ملګروملتونو د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) په افغانستان کې د خوراکي ناورین په تړاو تازه شمېرې وړاندې کړې. د دې ادارې د شمېرو له مخې، له هرو لسو افغانانو نهه ځانته کافي خواړه نه شي برابرولای.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

د هېواد په ختیځ کې زرګونه زلزله‌ځپلې کورنۍ سرپناه نه لري
خبرونه

یونیسف: د کونړ، ننګرهار او لغمان زلزله‌ځپلي د ژمي په را رسېدو بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760385153]
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ د ډنمارک په ملاتړ پر زلزله‌ځپلو مرستې وېشلې دي
خبرونه

ملګري ملتونه: افغان زلزله‌ځپلي د ژمي په نږدې کېدو له سخت وضعیت سره مخ دي

۲۰ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۱۲ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1760273371]
ای‌اراو: لا هم د افغانستان په ختیځ کې ۹۰ سلنه زلزله‌ځپلي سرپناه نه لري
خبرونه

ای‌اراو: لا هم د افغانستان په ختیځ کې ۹۰ سلنه زلزله‌ځپلي سرپناه نه لري

۱۵ تله/میزان ۱۴۰۴ - ۷ اکتوبر ۲۰۲۵ [t_time:1759859405]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.