۸صبح، کابل: د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د طالبانو ښاروالۍ د کراچیو او غرفو مالکانو ته ویلي چې د سړک له غاړې، پلې لارو او زرغونو سیمو خپلې غرفې ټولې کړي.
طالبانو په یوې خبرتیا کې خبر ورکړی چې دا پرېکړه د لړم ۱۸مې نېټې ناسته کې په ښار کې د ګڼې ګوڼې او بېنظمۍ د مخنیوي په موخه شوې ده.
دا خبرتیا د لسمې ناحیې ریاست له خوا خپره شوې ده.
د خبرتیا له مخې، غرفه لرونکي او کراچیوانان د لړم تر ۲۱مې وخت لري چې له یادو سیمو خپلې غرفې او کراچۍ ټولې کړي.
په خبرتیا کې خبرداری ورکړل شوی چې که دغې خبرتیا ته پام ونه شي، د ښاري نظم کمېټه به غرفې او کراچۍ ټولې کړي.
له دې مخکې ځينو کراچیوانانو ویلي و چې ښاروالۍ بایومتریک او د کراچۍ او غرفو اخیستلو ته یې اړ کړي دي.
دغه راز له هغوی میاشتنی کرایه هم اخیستل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په ښار کې د ځينو کورنیو د عاید سرچینه کراچۍ او غرفې دي.
که د هغوی کراچۍ او غرفې ټولې شي ښايي معیشت یې له ستونزو سره مخ شي.






