۸صبح، کندهار: څايي سرچینې وايي چې د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده د دې ډلې تر واک لاندې دولتي ادارو کې د «بوديجې» او «سیسټم» د کلمو د بدلولو غوښتنه کړې ده.
سرچینو چهارشنبه د لړم پر ۲۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته وويل چې د طالبانو مشر دا امر د دې ډلې تر کنټرول لاندې ټولو ادارو ته صادر کړی دی.
د دغه امر له مخې، د «بوديجې» پر ځای باید د «میزانیې» او د «سیسټم» پر ځای د «نظام» کلمې وکارول شي.
د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر یوه ورځ مخکې دا امر د یوه رسمي مکتوب له لارې د کندهار پوهنتون ته لېږلی دی.
په دې مکتوب کې پر دې ټینګار شوی چې په ادارو کې دې د «بهرنیو» کلمو له کارولو ډډه وشي.
دغه راز، له ادارو غوښتل شوي چې د طالبانو له خوا ټاکل شوې اصطلاحات وکاروي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو تر دې مخکې هم د دولتي ادارو په نومونو او عامو اداري اصطلاحاتو کې بدلونونه راوستي دي.
دې ډلې د «پولیس» پر ځای د «شرطې» او د «ترافیک» پر ځای د «مرور» اصطلاحات کارولي دي.






