۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (فایو) خبرداری ورکړی چې د کیمیاوي سرې او لېږد رالېږد د لګښتونو لوړوالي د افغانستان کرنیز تولیدات د کمېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.
دغه بنسټ چهارشنبه د لړم پر ۲۰مه، په یوه راپور کې ویلي چې د هرمز تنګي کړکیچ د لېږد رالېږد لګښتونه او د کروندګرو د اړتیا وړ توکو بیې لوړې کړې دي.
د راپور له مخې، په افغانستان کې کیمیاوي سرو ته نه لاسرسی د کرنیزو تولیداتو پر وړاندې دویم لوی خنډ دی.
د یوریا سرې بیه د تېر کال پرتله ۴۹ سلنه او د ډایامونیم فاسفېټ سرې بیه ۱۷ سلنه لوړه شوې ده.
فایو زیاته کړې چې کروندګرو د سرې د کمښت او لوړو بیو له امله د هغو ځمکو مساحت کم کړی چې پکې کرنه کوي.
د فایو په وینا، د ډیزلو، غنمو، اوړو او وریجو د بیو لوړوالي هم پر کلیوالو کورنیو اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.
د دې راپور له مخې، د غنمو بیه ۱۲ سلنه او د لوړ او ټیټ کیفیته وریجو بیې په ترتیب سره ۲۶ او ۳۳ سلنه لوړې شوې دي.
فایو خبرداری ورکړی چې د دې وضعیت دوام د اکټوبر او ډسمبر میاشتو ترمنځ د غنمو پر کرنیز فصل او د افغانستان د خوړو پر خوندیتوب منفي اغېز کولای شي.
دې ادارې زیاته کړې چې د النینو پدیده عموماً د افغانستان د کرنیزو محصولاتو لپاره ګټوره ده.
خو د سرې د بیو لوړوالی او د اړتيا وړ کرنيزو توکو ته د کروندګرو د لاسرسي محدودیت دغه ګټه کمولای شي.






