۸صبح، کابل: د ټولیز امنیت تړون سازمان اعلان کړی چې د منځنۍ اسیا او افغانستان د امنیت په اړه د دغه سازمان ګډه غونډه د اکتوبر پر ۱۵مه او ۱۶مه په مسکو کې جوړېږي.
دغه سازمان چهارشنبه د تلې پر ۱۵مه، په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه سازمان، د همګټو هېوادونو او د شانګهای همکاریو سازمان ګډه غونډه د امنیتي همکاریو د پراختیا په موخه جوړېږي.
په همدې حال کې، ټاکل شوې د دغه سازمان د ټولیز امنیت شورا غونډه چې د نومبر پر ۱۰مه او ۱۱مه په مسکو کې جوړه شي.
د اعلامیې له مخې، تمه ده چې د نومبر په غونډه کې د ټولیز امنیت تړون سازمان د ټولیز امنیت د نظام د پیاوړتیا لپاره پرېکړې تصویب او لاسلیک شي.
د ټولیز امنیت تړون سازمان د روسیې په مشرۍ یو سیمه ییز امنیتي ائتلاف دی چې د غړو هېوادونو ترمنځ د دفاعي او امنیتي همکاریو پیاوړتیا یې موخه بلل شوې ده.
دغه سازمان په وروستیو کلونو کې د منځنۍ اسیا د امنیت او د افغانستان د وضعیت اړوند موضوعات هم په خپلو غونډو کې څېړلي دي.





