• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۲ تله ۱۴۰۵ - ۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په غزني کې د کروندګرو اندېښنه؛ کرنیزو اپتونو د غنمو پر کروندو اغېز کړی

۸صبح، غزني ۸صبح، غزني
۸ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1722266667]
Exclusive

Exclusive

په غزني کې ځینې کروندګر وايي چې د «سرخي» په نوم یو کرنیز اپت یې د غنمو کروندې اغېزمنې کړې دي. هغوی ټینګار کوي چې د دغه اپت لامله د غنمو حاصلات کم شوې دي.

په غزني کې ځینې کروندګر وايي چې د دغه کرنیز اپت د خپرېدو مخنیوي په پار یې څو وارې د طالبانو تر کنټرول لاندې له کرنې ریاست او په دې برخې کې له فعالو موسسو سره خبرې کړې دي.

دا کروندګر زیاتوي چې د دغه اپت لامله د غنمو حاصلات ډېر کم شوي او په وینا یې، د تېرو کلونو پرتله یې کیفیت او کمیت تر ۵۰ سلنې لوېدلی دی.

میراحمد چې په غزني یو کروندګر دی، وايي چې پر څو جریبه ځمکه یې غنم کرلي وو. نوموړي ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې د غنمو کرونده یې اپت وځپله. د هغه په وینا، د تېرو دوو میاشتو په لړ کې څو وارې کرنې ریاست ته تللی؛ خو کومه مرسته ورسره شوې نه ده.

دا کروندګر زیاتوي: «د غنمو ټولې کروندې مرض ووهلې؛ دا مرض سرخي نومېږي. نه چا راسره د درملو مرسته وکړه او نه یې هم مشوره راکړه چې څه وکړو. د ثور میاشتې له لومړیو بیا تر څو ورځو وړاندې، څو وارې کرنې ریاست ته لاړم، ژمنه یې وکړه چې د موسسو له لارې درمل دروړو، خو تر ننه چې غنم مې ټول کړل، نه چا دوا راوړه او نه کوم پلاوی راغی.»

په غزني کې یو بل کروندګر وايي چې په دغه ولایت کې د سرخي په نوم اپت د غنمو حاصلات تر ۵۰ سلنې کم کړي او کیفیت یې هم ټيټ شوی دی. دا کروندګر چې نه غواړي نوم یې یاد شي، وايي چې سرخي د غنم وږی کوچنی کوي. نوموړی زیاتوي: «سرخي داسې یو مرض دی چې د غنم وږي کوچني کوي. وږي خالي کېږي او د غنم وزن کمېږي. کله چې غنم اوړه کړو، کیفیت یې ښه نه وي او په یوازې سر نه پخېږي. له هغې ځمکې چې باید ۱۰۰ منه حاصل مو ترلاسه کولای، اوس ۵۰ سلنه کم شوی دی.»

په دغه ولایت کې کروندګر ټينګار کوي چې له خپلو کرنیزو ځمکو د ښې ګټې د نه ترلاسي لامله نه شي کولای له اپتونو د خپلو کروندو د ژغورلو لپاره اړین درمل واخلي. د هغوی په وینا، د طالبانو تر کنټرول لاندې کرنې ریاست د نه پاملرنې او په کرنې برخې کې د موسسو ترمنځ د نه همغږۍ لامله، په دغه ولایت کې د غنمو حاصلاتو د کمېدو لامل شوی دی.

اخوا، کرنیز کارپوهان بیا په هېواد کې د کرنیزو اپتونو لامل اقلیمي بدلون او بې‌وخته بارانونه بولي. هغوی ټينګار کوي چې کروندګرو ته دې پرلپسې پوهاوی او د اړتیا پر مهال اړین درمل ورکړل شي.

د یادونې ده چې دا کرنیز اپت داسې مهال په دغه ولایت کې د غنمو حاصلات اغېزمن کړي چې د شمېرو په حواله، د غزني ۷۰ سلنه وګړي پر کرنې بوخت دي او له همدې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي.

په غزني کې کروندګر داسې مهال د غنمو په حاصلاتو کې د ۵۰ سلنې کمښت خبره کوي چې خوړو نړیوال پروګرام (WFP) تېر کال ویلي و چې په افغانستان کې د غنمو حاصلات له ۳۰ څخه تر ۳۵ سلنې پورې کم شوې دي. د دغه بنسټ په وینا، پرلپسې وچکالي او د ملخانو او نباتاتو اپتونه په افغانستان کې د غنمو حاصلاتو د کمښت تر ټولو مهم لاملونه دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

پکتیا او لوګر کې د رومي بانجانو پریمانه حاصلات؛ بزګران: د سړو خونو نشتوالی جدي ننګونه ده
ځانګړي

پکتیا او لوګر کې د رومي بانجانو پریمانه حاصلات؛ بزګران: د سړو خونو نشتوالی جدي ننګونه ده

۲۹ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۲۰ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1729416753]
په ننګرهار کې د اېنجې بوټي کروندګر: حاصلات مو بازار نه لري
ځانګړي

په ننګرهار کې د اېنجې بوټي کروندګر: حاصلات مو بازار نه لري

۱۰ تله/میزان ۱۴۰۳ - ۱ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1727773768]
په غور، غزني او پکتیا کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان مړه او ۳۵ نور ټپيان شوي
خبرونه

په غور، غزني او پکتیا کې د ترافیکي پېښو له امله شپږ کسان مړه او ۳۵ نور ټپيان شوي

۲۹ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۱۹ اګست ۲۰۲۴ [t_time:1724088551]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    په هلمند کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې ۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پاکستان پر افغانستان په هوايي بریدونو کې د ۲۲ «ترهګرو» د وژل کېدو خبر ورکړ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د کابل فاطمة‌الزهرا روغتون د طالبانو له لوري وتړل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.