ما مخکې له دې د اګست د ۱۵مې په اړه څه نه دي لیکلي؛ ځکه کله چې جمهوریت ړنګ شو، زه ۱۲ کلنه وم او د شاوخوا پر حالاتو او سیاسي مسایلو چندان نه پوهېدم. اوس هم نه شم کولی د ځان په اړه ډېر څه ولیکم. دا وار نه دا چې د ځان په اړه لیکلو ته څه نه لرم، بلکې دومره ډېر څه مې په دننه کې راټول کړي چې اوس یې له ځانه بهر ایستل راته سخت شوي دي.
کله چې د اګست پر پنځلسمې فکر کوم، لومړی انځور چې ذهن ته مې راځي، د هماغې ورځې د خلکو انځور دی؛ په ځانګړې توګه هغوی چې په کابل کې و او هغوی چې هوايي ډګر ته لاړل؛ هغوی چې له لاسه لاړل او هغوی چې له هېواده ووتل. ما ته، که څه هم هغه مهال ماشومه وم، له الوتکې د خلکو د لوېدو انځور ډېر دردونکی و او لا هم چې کله رایاد شي، زړه مې تیاره شي.
په هغو ورځو کې به خلک ډېر لږ له کوره بهر وتل او ټول وېرېدل؛ ځکه ګومان یې کاوه چې طالبان انسان خوړونکي دي. خو تېروتلي و؛ هغوی له انسان خوړونکو هم بدتر دي. هغوی تر هغه څه هم بد و چې ګومان مو کاوه. هغوی داسې حالت رامنځته کړ چې خلک هره ورځ په ژوندي وجود کې مړه شي او بېرته ژوندي شي. هغوی داسې شرایط رامنځته کړل چې د خلکو ژوند ورځ تر بلې تنګ شي؛ ډوډۍ یې له دسترخوانه پورته شي، تر ټولو لومړني حقونه یې ترې واخیستل شي، ګڼ ماشومان کار او سوال کولو ته اړ کړل شي او ځینې ماشومان د لوږې له امله ژوند له لاسه ورکړي. البته، هغوی هم کم نه دي چې د بېوزلۍ له امله یې پر ځان وژنې لاس پورې کړی.
کله چې نجونو ته ګورم، داسې انګېرم لکه خپل ځان چې وینم چې نور ښوونځي ته نه شي تللی او غوسه راځي. کله چې هغو کسانو ته ګورم چې د خوړلو لپاره ډوډۍ نه لري، خپه کېږم. کله چې ګورم چې په دغه رژیم کې هر څوک ځان قاضي او د حکمونو پلي کوونکی بولي، او هلک او نجلۍ د «فساد» یا «زنا» په تور زنداني کوي، ډېر په همدغو پلمو نیسي او ان په زور یې ودونو ته اړ کوي، زړه مې بدېږي.
دوی په دغو پنځو کالو کې ساختګي دین رامنځته کړی. ځانونه یې په زور او وېرې پر خلکو تپلي؛ البته خلک هم اړ دي چې ظاهراً یې ومني او دا یوازې د ژوند د خوندي کولو لپاره کوي. موږ هم هېڅ نه شو کولی. څه مو له لاسه پوره دي؟
پنځه کاله کېږي چې افغانان راتلونکی نه لري. کله چې د خپل هېواد نوم اخلم، په زړه کې ورته «تسلیت» وایم؛ خپل هېواد ته تسلیت، هغه هېواد ته چې دومره تیاره شوی چې نور پکې د رڼا تصور هم سخت دی.





