۸صبح، ننګرهار: په ننګرهار کې ځايي سرچینې وايي چې د ماشومانو پرسر د دوو کورنیو په شخړه کې یو ځوان وژل شوی او پنځه نور ټپيان دي.
سرچینو یکشنبه د لړم پر ۳مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا پېښه د جلالاباد ښار د اتمې حوزې اړوند په «دامان» سیمه کې شوې ده.
د سرچینو په خبره، په شخړه کې د یوې کورنۍ غړي د بلې کورنۍ پر غړي ډزې وکړې چې له کبله یې یو ځوان ووژل شو.
د سرچینو په خبره، د یوه ټپي وضعیت ښه نه دی.
د یادونې ده چې له دې مخکې هم د هېواد په ځينو نورو سیمو کې د ورته پېښو په پایله کې مرګ ژوبله اوښتې ده.





