۸صبح، فراه: په فراه کې د طالبانو سیمه ییز مسوولاین وایي، چې په دغه ولایت کې د اوبو رسونې یوه شبکه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په فراه کې د طالبانو د کليو پراختيا رياست د وږي په ١١مه ویلي، چې د اوبو رسونې دغه شبکه د ٦٢ ميليونه افغانيو په ارزښت د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق (يونيسف) له لوري د دغه ولايت د کډوالو په ښارګوټي کې جوړه شوې ده.
د اوبو رسونې دغه شبکه د ۶۰۰ متر مکعبه اوبو د زېرمه کولو ظرفیت لري او په فعالیت سره یې څه باندې یو زرو ۹۷ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی.
په فراه کې د اوبو رسونې د دې شبکې چارې داسې مهال پای ته رسېږي چې د دغه ولایت يو شمېر اوسېدونکي د پرلپسې وچکالۍ او د څښاک د اوبو د څاګانو د وچېدو له امله اندېښمن دي او وايي، که وضعیت همداسې دوام ولري، نو دوی اړ دي چې خپلې سيمې پرېږدي.