۸صبح، غور: د غور سیمهییزې سرچينې وايي چې ناپېژاندو وسلهوالو په دغه ولايت کې درې کسان په ډزو وژل شوي دي.
سرچینو ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې دا درې کسان شنبه د تلې پر ۲۱مه د چهارسدې-فیروزکوه ولسوالۍ پر لاره د «شهتیغ بند» سیمه کې په ډزو وژل شوي دي.
د سرچينو په وینا، په وژل شویو کې یو د مدرسې زدهکوونکی هم شامل دی.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، د پېښې قربانيان د دغه ولايت د چهارسدې او مرغاب ولسواليو اوسېدونکي دي.
تر اوسه د دې پېښې انګېزه او عاملان نه دي په ډاګه شوي.
د غور طالب سیمهییزو مسوولانو هم تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې شاوخوا یوه میاشت مخکې داعش وسلهوالو د دایکندي-غور ترمنځ د لارې په اوږدو کې د دایکندي ۱۴ اوسېدونکي وژلي وو.
د دې پېښې ټول قربانیان هزارهګان وو.





