له هغې وروسته چې طالبان د ۱۴۰۰ کال د زمري پر ۲۴مه یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شول، د نجونو او ښځو پر وړاندې یې د فرمانونه صادرولو لړۍ پېل کړه. دغو فرمانونو ښځې او نجونې د ټولنیز ژوند څخه څنډې ته او له ګواښ سره مخ کړې دي. د دې لګول شویو بندیزونو پر بنسټ، ښځې له تعلیم، تحصیل، کار او په عامه ځایونو او سیاست کې له ګډون کولو بې برخې شوې دي. وروسته ۸صبح ورځپاڼې ومونده چې نجونو دیني مدرسو ته مخه کړې او په ځينو سیمو کې یې جبري ودونو ته غاړه ايښې او د ډېرو جبري ودونو لامل طالبان ښوول شوې دي. په دې راپور کې د طالبانو د درې کلنې واکمنۍ پرمهال د نجونو او ښځو پر زدهکړو لګول شویو بندیزونو او محدودیتونو ته کتنه شوې ده.
د زدهکړو له دوامه د نجونو او ښځو راګرځول
طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو وروسته، په تعلیمي بنسټونو کې پړاو په پړاو د نجونو او ښځو ګډون محدود او وروسته یې د بشپړ بندیز امر صادر کړ. دمګړۍ هېڅ نجلۍ په خصوصي او دولتي پوهنتونونو کې اجازه نه لري چې خپلو لوړو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت مخکېني سرپرست عبدالباقي حقاني د ۱۴۰۰ کال د سنبلې پر ۷مه د دولتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او کارکوونکو سره په یوې ناسته کې ویلي و چې نجونې نه شي کولای په ګډه له هلکانو سره په یوه ټولګي کې زدهکړې وکړي.
طالبانو وروسته امر وکړ چې د پوهنتونونو په ټولګیو کې دې د نجونو او هلکانو ترمنځ پارتېشن وشي؛ خو څه موده وروسته یې درسي ټولګي بېل کړل او ویې ویل چې نجونې او هلکان دې پوهنتونونو ته په بېلو ورځو کې ورشي. د دې پرېکړې له مخې، پوهنتون ته به په اوونۍ کې درې ورځې نجونې او درې نورې ورځې هلکان تلل او نارینه استادان نجونو ته او دغه راز ښځینه استادانې نارینه محصلینو ته له تدریس منع شوې وې.
په کانکور ازموینه کې له نجونو د ځینو پوهنځیو انتخاب اخېستل
د نجونو او ښځو پر زدهکړو لګېدلو محدودیتونو په دوام، طالبانو د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر میاشتې په لومړۍ اوونۍ کې د کانکور ازموینې لړۍ پېل کړه. په دې ازموینه کې یې د نجونو لپاره د پوهنځيو غوره کول محدود کړل. د دغه محدودیت له مخې، نجونو حق نه درلود چې په کانکور ازموینه کې د کرنې، وترنرۍ، انجنیرۍ (ساختمان او کان)، اقتصاد او په ځينو ولایتونو کې ژورنالیزم پوهنځی غوره کړي. دوه اوونۍ وروسته، طالبانو په کابل پوهنتون کې اعلامیې خپرې کړې چې له مخې یې، محصلانې نجونې د کرنې، سوداګرۍ، کمپیوټر ساینس او انجنیرۍ پوهنځیو کې د ماسترۍ له زدهکړو راوګرځول شوې.
طالبانو د محدودیتونو لګولو او پلمو په دوام، هغه مهال چې نجونو په پوهنتونونو کې د زدهکړو اجازه لرله، د امر بالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت مامورینو اجازه نه ورکوله چې په رخصتیو کې خپلو کورونو ته لاړې شي. دې ډلې محصلینو نجونو ته چې په لیلیو کې اوسېدې، د اختر په رخصتیو کې خپلو ولایتونو ته د تګ اجازه نه ورکوله او استدلال یې کاوه چې دا نجونې شرعي محرم نه دي.
نجونې او ښځې د طالبانو له لګول شویو محدودیتونو سربېره، د لوړو زدهکړو له دوام سره خوشاله وې او هېڅ محدودیت ونه شوای کړی له پوهنتونونو یې راوګرځوي؛ خو طالبانو د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر پر ۲۱مه نجونې له لوړو زدهکړو راوګرځولې او تر «امرثاني» پورې یې د نجونو پرمخ د دولتي او خصوصي پوهنتونونو دروازې وتړلې.
هغه مکتوب چې د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته استولی، لیکلي یې و چې د ۱۴۰۱کال د لیندۍ پر ۲۸مه کابینې پرېکړه کړې چې د نجونو زدهکړې تر «امرثاني» پورې ځنډول شوې دي. پر دې لیک د طالبانو لوړو زدهکړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم لاسلیک کړی او د دغې پرېکړې پر ژر عملي کېدو ټينګار شوی دی.
دا ډله د نجونو پر زدهکړو د بندیز ترڅنګ، نجونې په لیلیو کې ځورولې او هغوی یې جبري کډه کولو ته اړې کړې دي. د بېلګې په توګه، طالبانو د ننګرهار پوهنتون له لیلیې محصلینې نجونې د ستونزو له په پام کې نیولو پرته بهر کړې دي.
د فراغت جشن پر نمانځلو بندیز
په پوهنتونونو کې د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو په دوام، طالبانو د ۱۴۰۱ کال په لیندۍ میاشت کې له پوهنتون څخه بهر له هلکانو سره په ګډه د نجونو پر فراغت غونډو بندیز ولګاوه. دې ډلې ان نارینه استادان او د محصلینو نجونو د کورنۍ نارینه غړي د نجونو په فراغت غونډه کې له ګډون کولو راوګرځول.
د طالبانو د پرېکړې له مخې، هغه نارینه استادان چې له پوهنتون څخه د نجونو په فراغت غونډه کې ګډون وکړي، له کاره به وشړل شي.
د تخصص «اګزیت» په ازموینه کې پر ګډون بندیز
طالبانو د نجونو او ښځو پر وړاندې د بندیزونو په دوام، د ۱۴۰۲ کال د غويي پر ۱۳مه پرېکړه وکړه چې یوازې نارینه په «اګزیت» ازموینه کې د ګډون اجازه لري. هغه فورم چې د طالبانو عامې روغتیا وزارت له خوا وړاندی شوی، لیدل کېږي چې له طبي برخو فارغې نجونې په «اګزیت» ازموینه کې د ګډون او دغه راز، په تخصصي برخه کې د زدهکړو اجازه نه لري.
د محصلینو نجونو پر سفرکولو محدودیت
طالبان د ۱۴۰۲ کال په وږي میاشت کې ۱۰۰ محصلینې نجونې پرېنښودې چې دوبۍ ته لاړې شي. ټاکلې وه چې دا نجونې د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته د زدهکړو لپاره لاړې شي چې طالبانو په کابل هوايي ډګر کې له سفر کولو راوګرځولې.
د حبتور شرکت رییس خلف بناحمد حبتور ویلي و چې نوموړي په دوبۍ پوهنتون کې د ۱۰۰ نجونو لپاره د زدهکړو اسانتیا برابره کړې ده. طالبانو هغه مهال ۷۰ نجونې له سفر کولو راوګرځولې چې دوبۍ ته د تګ لپاره تیارې وې. طالبانو ان هغو ۱۲ نجونو ته چې د سفر لپاره یې شرعي محرم هم لاره، د تګ اجازه ورنه کړه.
د نجونو پر زدهکړو بندیز
پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته، د نجونو او هلکانو پرمخ د ښوونځيو دروازې بندې شوې. د دغې ډلې تر کنټرول لاندې پوهنې وزارت د ۱۴۰۰ کال د سنبلې پر ۲۶مه په یوې خپرې کړې خبرپاڼه کې له هلکانو او ښوونکو وغوښتل چې ښوونځيو ته لاړ شي؛ خو له شپږم ټولګي پورته نجونو په اړه یې څه ونه ویل.
په خبرپاڼه کې راغلي و: «د نارینهوو ټولو لومړنیو ښوونځيو، لیسو او رسمي مدرسو ته خبر ورکول کېږي چې د زدهکړو بهیر د [۱۴۰۰] کال د سنبلې پر ۲۷مې پېل کړي. ټول ذکور استادان او زدهکوونکې دې خپلو ښوونځيو ته حاضر شي.»
دغه راز، طالبانو د ۱۴۰۱ کال د غبرګولي پر ۱۱مه له څلورم تر شپږم ټولګيو پورې له زدهکوونکو نجونو وغوښتل چې د تګ راتګ پرمهال خپل مخونه پټ کړي او هغه نجونې چې قدونه یې لوړ دي، که هغه ان له شپږم ټولګي ښکته وي، ښوونځيو ته له تګه دې ډډه وکړي.
ورته مهال، طالبانو د نجونو پر زدهکړو د محدودیتونو په دوام، ډېرې زدهکوونکې نجونې او ښوونکې اړ ایستلې وې چې ملاتړ ترې وکړي. هغه مهال په کندهار کې د پوهنې ریاست طالب رییس ښځينه ښوونکې ګواښلې او اړ کړې وې چې په رسمي ډول له دغې ډلې خپل ملاتړ اعلان کړي.
ښوونیزو مرکزونو ته د نجونو پر تګ بندیز
طالبانو د ۱۴۰۱ کال د وږي پر لومړۍ، ښوونیز مرکزونو ته د نجونو پر تګ بندیز ولګاوه. وروسته، د طالبانو پوهنې وزارت سرپرست د ۱۴۰۲ کال د وري پر ۲۹مه په کندهار او هلمند کې د ټولو ښوونیزو مرکزونو پر فعالیت بندیز ولګاوه.
د ښوونځيو پرانېستلو او تړلو په اړه د طالبانو پلمې
د طالبانو پوهنې وزارت له خوا په ښوونځيو کې د نجونو پر زدهکړو له لګول شوي بندیز وروسته، دغې پرېکړې ته په کور دننه او بهر پراخ غبرګونونه وښودل شول؛ خو نوموړي وزارت بېلابېلې پلمې وړاندې کړې. هغه مهال، طالبانو د نجونو ښوونځیو تړل په هېواد کې د نجونو او ښوونکو د جامو اصلاح کولو پورې تړلي و.
د طالبانو د پوهنې وزارت مخکېني سرپرست نورالله منیر ادعا کړې وه چې د افغانستان اوسېدونکي له کوره د خپلو لوڼو له وتلو سره حساسیت لري. نوموړي ادعا کړې وه: «خلک د نجونو له تعلیم سره نه؛ بلکې له کوره د نجونو له وتلو سره حساسیت لري او په دې برخه کې د افغانانو کلتور ډېر حساس دی.»
بل پلو، هغه مهال د طالبانو پوهنې وزارت د بشري سرچینو رییس سیداحمد شهیدخېل ویلي و چې د زدهکوونکو نجونو د ښوونځيو د تړلو لامل په ښوونیز نصاب کې ستونزې دي. نوموړي ادعا کړې وه چې پر تعلیمي نصاب کار کوي او په نصاب کې له بدلونونو وروسته به د نجونو ښوونځي پرانېستل شي.
پر زدهکړو له بندیز وروسته، طالبانو ټولو خلکو ته امر وکړ چې د دغې ډلې پر کړنو نیوکې ونه کړي.
طالبانو په کابل او ولایتونو کې معترضې نجونې او ښځې شکنجه کړې او ډېری یې ونیولې او له جبري اعتراف او ژمنې وروسته یې بېرته خوشې کړې. دغې ډلې د ښوونکو او ښځینه زده کوونکو پر وړاندې ډېر جنایتونه کړې دي.
په ښوونځيو کې د نجونو پر زدهکړو لګېدلي بندیز ته نړیوال غبرګونونه
د طالبانو له خوا د نجونو پر زدهکړو د بندیز له اعلان څو ساعته وروسته، د بشري حقونو څار سازمان په یوې اعلامیې کې دا پرېکړه «شرمونکې» او د زدهکړو لپاره د افغان نجونو له حق څخه سرغړونه وبلله. «طالبان هره ورځ په ډاګوي چې د افغانانو بنسټيزو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوی نه لري.»
دغه راز، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نېد پراېس په خواله شبکې ټویټر کې د طالبانو دا پرېکړه غندلې وه. نوموړي ویلي و: «متحده ایالات د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د نورو محدودیتونو ترڅنګ د ښځو پر وړاندې د پوهنتونونو بندولو او د نجونو پر مخ د ښوونځیو تړلو په اړه د طالبانو بېبنسټه پرېکړه غندي؛ هغه ښځې چې غواړي له خپلو اساسي حقونو څخه برخمنې شي.»
د افغانستان لپاره د بریتانیا سفارت شارژدافیر هوګو شورتر هم ویلي چې هېواد یې په کلکه د طالبانو دا پرېکړه غندي او باوري دی چې دا ډول کړنې د افغانستان ټيکاو او اقتصادي راتلونکی له جدي ننګونو سره مخ کوي.
دغه راز، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ هم په ټویټر کې د دغې پرېکړې د غندنې ترڅنګ له طالبانو غوښتي و چې سملاسي خپله دا پرېکړه بېرته واخلي.
د ملګرو ملتونو په عمومي مجمع کې ځينو ښځینه مشرانو هم په افغانستان کې د ښځو پر وضعیت اندېښنه وښوده او پر نړیوالې ټولنې یې غږ وکړ چې طالبان پرېنږدي په هېواد کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړي.
پر دې سربېره، د ۱۶ هېوادونو ښځینه بهرنیو چارو وزیرانو پر طالبانو غږ کړی چې د نجونو د ښوونځیو تړلو پرېکړه بېرته واخلي. د نجونو د ښوونځیو تړل د دې لامل شول چې امریکا هغه مهال له طالبانو سره خپل رسمي مذاکرات ودروي.
د ماشومانو خوندیتوب سازمان (Save the Children) په یوه خپاره کړي راپور کې ویلي و چې نجونې لا ډېرې ګوښه، وږې او غمجنې شوې دي.
ښوونه او روزنه یو بنسټيز بشري حق دی چې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ۲۶مه ماده، د ماشومانو د حقونو کنوانسیون په ۲۸ او ۲۹ مادو او د اقتصاد د نړیوال میثاق په ۱۳مه ماده او دغه راز، د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض له منځه وړلو د کنوانسیون په ۱۰مه ماده او نورو عامو اسنادو کې پرې ټينګار شوی دی.
په تېرو درېیو کلونو کې له پراخو کورنیو او نړیوالو فشارونو سره سره، طالبان د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازو پرانېستلو په تړاو له پرېکنډه ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
څه موده وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د طالبانو له خوا د بشري حقونو پراخو سرغړونو په تړاو یو ۳۰ مخیز راپور خپور کړ. دا راپور «د واکمنو له خوا اخلاقي څارنه او پر بشري حقونو یې اغېزې» تر سرلیک لاندې د یوناما بشري حقونو څانګې چمتو کړی دی. په راپور کې راغلي چې د طالبانو امر باالمعروف او نهی عنی المنکر وزارت، د نارینهوو او ښځو له شخصي حریم څخه سرغړونه کړې او یو زر او ۳۳ وارې یې په خپلسرو مجازاتو لاس پورې کړی دی. د یوناما په راپور کې له ښځو سره د ناوړه چلن ۲۰۵ پېښې او له نارینهوو سره بیا ۸۲۸ پېښې ثبت شوې دي.





