په افغانستان کې د طالبانو له خوا له بشري حقونو پراخې سرغړونې د لویدیځ په ځانګړي ډول د اروپايي ټولنې په مهمو سیاسي او قانون جوړونو بنسټونو کې توده او کلیدي موضوع ګرځېدلې ده. تازه اروپايي پارلمان یو پرېکړهلیک تصویب کړی چې پکې یې له طالبانو غوښتي سمدلاسه په عام محضر کې د اعدام سزا او د ښځو، اېلجيبيټيکيو ټولنې، قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې «وحشیانه او تبعیضي» سزاګانو ته د پای ټکی کېږدي. بلخوا، طالبانو بیا ویلي چې په تېرو دوه نیم کالو کې یي ۴۵۰ کسانو ته په عام محضر کې سزا ورکړې ده.
اروپايي پارلمان تېره پنجشنبه د افغانستان په اړه یو پرېکړهلیک تصویب کړی دی. په دې پرېکړهلیک کې په عام محضر کې د اعدام له سزا، نورو «وحشیانه» سزاوو او له ښځو سره پر تاوتریخجن چلن اندېښنه څرګنده شوې ده. دا پرېکړهلیک د ۵۱۳ موافقو، ۹ مخالفو او ۲۴ ممتنع رایو سره تصویب شوی چې پکې د اعدام سزا په ګډون د ښځو پر وړاندې د تبعیضي احکامو د ځنډولو غوښتنه شوې ده.
په دې پرېکړهلیک کې له طالبانو غوښتل شوي چې په عام محضر کې د اعدام سزا او د ښځو، اېلجيبيټيکيو ټولنې، قومي او مذهبي لږکیو پر وړاندې «وحشیانه او تبعیضي» سزاګانو ته سمدلاسه د پای ټکی کېږدي. اروپايي پارلمان ویلي چې د افغان مدني ټولنې د هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو له خوا د یوه خپلواک تحقیقاتي میکانیزم په رامنځته کولو سره د جرمونو نړیوالې محکمې د څېړنو له لارې طالبان د خپلو کړو کړنو په اړه حساب کتاب ته راوکاږي. په پرېکړهلیک کې د افغان مدني ټولنې غوښتنې په اړه راغلي: «اروپايي ټولنه د مدني ټولنې د هغې غوښتنې ملاتړ کوي چې د ملګرو ملتونو له خوا د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم په رامنځته کولو سره د جرمونو د نړیوالې محکمې څېړنو له لارې [طالبان] د خپلو جرمونو په اړه حساب کتاب ورکړي.»
د اروپايي ټولنې پارلمان له طالبانو غوښتي چې د جنسیت له کبله د ښځو له څارنې لاس واخلي او د زدهکړو او کار په ګډون په ټولنیز ژوند کې د ښځو او نجونو بشپړ حقونه او ونډه بېرته ورکړي.
د اروپايي پارلمان استازو ټينګار کړی چې له طالبانو سره د دې ټولنې هر ډول تعامل يوازې د شورا له خوا ټاکل شويو سختو شرايطو او د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي له سپارښتنو سره سم دوام لري. د اروپايي پارلمان استازو په افغانستان کې د بشردوستانه ناورین او بشري حقونو له ناوړه وضعیته په اندېښنې ویلي چې طالبانو قضايي سیسټم له منځه وړی او ښځې او نجونې یې له ټولییز ژوندانه څنډې ته کړې دي.
بلخوا، د اروپايي پارلمان غړې کرن ملکیور په بروکسل کې د دغه سازمان په مرکزي دفتر کې ویلي، که اروپا په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید په عادي کولو کې برخه واخلي؛ په خبره یې، تاریخ به یې ونه بښي.
دا په داسې حال کې ده چې د سویس په جینوا کې د افغانستان سفیر نصیراحمد اندېشه په یوې ویناپاڼه کې چې ۴۰ هېوادونو یې ملاتړ کړی، په افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید مسالې په تړاو د نړیوالو د همغږي غبرګون غوښتنه کړې ده. د ښاغلي اندېشه په ویناپاڼه کې راغلي چې «طالبانو خپلې ژمنې لکه بشري حقونو ته درناوی پر ځای کړې نه دي او ښايي د طالبانو د کړنو او فرامینو ټولګه جنسیتي اپارتاید وګڼل شي.»
اروپايي پارلمان داسې مهال په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت او طالبانو د پالیسیو په تړاو اندېښنه څرګنده کړې چې طالبانو د افغانانو او نړیوالو غوښتنو ته له پام پرته په «غیرانساني» ډول خلکو ته د سزا ورکول جاري ساتلي دي.
طالبانو دوه ورځې وړاندې د هرات د پنځمې ناحیې اړوند په «ګلها څلورلارې» کې د غلا په تور یو کس په ډزو وواژه. طالبانو څه موده وړاندې هم د پروان مرکز چاریکار ښار کې دوه «فوټبالران» د انسان تښتونې په تور ووژل.
پر افغانستان د طالبانو له بیاواکمنېدو وروسته، له ۴۵۰ ډېر کسان په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي. د طالبانو د سترې محکمې د مطبوعاتو او بهرنیو اړیکو رییس عبدالرحیم راشد ویلي چې پر څه باندې ۴۵۰ کسانو «تعزیري حکم» صادر شوی او دا احکام په عام محضر کې پلي شوي دي.
له دې وړاندې د طالبانو سترې محکمې اعلان کړی و چې په غزني کې یې دوه کسان د ملا هبتالله له تایید وروسته د لسګونه کسانو په شتون کې «پنځه مرمۍ» وویشتل؛ داسې اقدام چې ځينو حقوقي کارپوهانو ظالمانه او د بشري حقونو له ارزښتونو سره په ټکر کې بللی.
له دې وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د څارنې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي و: «ښځې او نجونې له ټولییز ژوندانه حذفېږي، سولهییز مخالفتونه نه زغمل کېږي، د ټولنې د کنټرول لپاره ګواښنه او تاوتریخوالی کارېږي.»
اروپايي پارلمان داسې مهال د یو پرېکړهلیک په صادرولو د افغانستان د بشري حقونو له وضعیته اندېښنه ښودلې چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو بنسټونو د بشري حقونو وضعیت په اړه د ګڼو راپورونو په وړاندې کولو د طالبانو له لوري له بشري حقونو پراخې سرغړونې مستندې کړې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په خپل درې میاشتني راپور کې د طالبانو له خوا له ښځو، پخوانیو پوځيانو او توکمیزو ډلو سره چلن ته تفصیلي کتنه کړې ده.
تازه د ملګرو ملتونو امنیت شورا یو کال نور هم په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) ماموریت وغځاوه. د امنیت شورا په ۲۷۲۷ (۲۰۲۴) پرېکړهلیک کې راغلي چې په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۵ کال د اپرېل تر ۱۷مې غځېدلی دی.
د امنیت شورا ډېریو غړو د یوناما ماموریت د غځولو پرېکړهلیک د تصویب پر مهال په افغانستان کې بېړنیو بشردوستانه په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو اړتیاوو ته په رسیدګۍ ټينګار کړی دی. د دې شورا غړو په نږدې راتلونکې کې په افغانستان کې د تعلیمي کال پېلېدو ته په اشارې ویلي چې بیا به هم له شپږم ټولګي پورته ۱.۴ میلیونه نجونې له زدهکړو بېبرخې کېږي. د امنیت شورا ځينو غړو په خبره، په افغانستان کې ښځې او نجونې سمبال شوی ظلم زغمي. هغوی ټينګار کړی: «موږ هېڅکله هم باید له دې چارې سره روږدي نه شو. نړیواله ټولنه په دې ټولنه کې د افغانستان د بېرته مدغمېدو په یو حساس پړاو کې ده. د دغه هېواد د خلکو اړتیاوې او هیلې باید زموږ په لومړیتوبونو کې وي.»
بلخوا، د ښځو لسګونه اعتراضي خوځښتونه له میاشتو راهیسې د بېلابېلو کمپاینونو له لارې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې د جنسیتي اپارتاید د رسمیت پېژندلو غوښتنه کوي. ځينو معترضو نجونو او ښځو د جرمني په بېلابېلو ښارونو کې دا ډول کمپاینونه پېل کړي و.
دمګړۍ له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تګ اجازه نه لري او دغه راز د پوهنتونونو دروازې یې هم پر مخ تړلي دي؛ چې دا چاره د دې لامل شوی په هېواد کې د جبري او ټيټ عمر ودونو په کچه کې لوړوالی راشي.