۸صبح، ننګرهار: پر رسنیو د طالبانو د محدودیتو په دوام د ننګرهار سیمهییزې سرچینې وايي چې د دغې ډلې د امر بالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت سرپرست، خالد حنفي ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال خبریالانو ته د انځورونو اخیستو او د دغه سفر د خبري پوښښ اجازه نه ده ورکړې.
سرچینو دوشنبه د تلې پر ۳۰مه، ۸صبح ورځپاڼې ته ویلي چې حنفي تېره ورځ د ننګرهار له سیمهییزو طالب مسوولانو سره د لیدنې په موخه دغه ولایت ته سفر کړی و.
د سرچینو په وینا، خالد حنفي ان د ننګرهار ولایت مقام لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر کارکوونکو ته هم د دغې ناستې د خبري پوښښ او انځورونو اخیستو اجازه نه ده ورکړې.
که څه هم طالبانو له تېرو درېيو کلونو راهيسې پر رسنيو او خبريالانو محدودیتونه لګولي، خو په تېرو څو ورځو کې دا محدودیتونه ډېر سخت شوي دي.
درې ورځې مخکې د طالبانو د لوړو زدهکړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم خوست ته د خپل سفر پرمهال د دغه ولایت خبریالانو ته د انځورونو اخیستو اجازه نه وه ورکړې.





