۸صبح، هرات: د هرات سیمهییزې سرچینې وايي، طالبانو په دغه ولایت کې سپارښتنه کړې چې ښځینه ویاندویانې دې «زمونږ او د نورو نارینهوو د تحریک» له امله د ټلوېزیون پر پرده خبرونه نه لولي.
سرچینو سهشنبه د مرغومې پر ۲۵مه ۸صبح ورځپاڼې ته منلې چې دا امر د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر له خوا رسنیو ته صادر شوی دی.
د سرچینو په وینا، د طالبانو نوموړي بنسټ ټینګار کړی چې ښځینه ویاندویانې په ټولنه کې «زمونږ او د نارینهوو د تحریک» لامل کېږي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهی عنالمنکر خبرداری ورکړی چې رسنۍ باید له دې امر څخه سرغړونه ونه کړي.
طالبانو په رسمي ډول په دې هکله څه ویلي نه دي.
پر هېواد د طالبانو له واکمنېدو وروسته دغې ډلې پر ښځینه خبریالانو پراخ محدودیتونه لګولي دي.
همداراز له شپږم ټولګې پورته نجونې او ښځې د د زدهکړې، مطالعې، کار، ورزش، سفر او تفریح له حقونو څخه محرومې شوې دي.





