هندوستان له امريکا وروسته هغه دويم هېواد دی چې د کرونا ويروس ډېرې پېښې په کې ثبت کېږي، خو اوس ښکاري چې دغه هېواد کې د نړۍ بلې هرې سيمې څخه ډېر د دغه وژونکي ويروس پېښې ډېرې ثبت کېږي.
د هندي چارواکو په وينا، د دغه هېواد روغتيايي مرکزونه نور د روغتيايي خدمتونو په وړاندې کولو کې پاتې راغلي دي. د دوی په وينا، د روغتونونو مخې ته د ناروغانو ليکې جوړې شوي خو موږ خالي چپرکټونه نه لرو او بسترونه مو له ناروغانو ډک دي.
د راپورونو پر بنسټ يوازې تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هند کې د کرونا شاوخوا ۳۳۲ زره او ۷۳۰ نوې پېښې ثبت شوي دي، په داسې حال کې چې د تېرې پنجشنبې په ورځ ۳۱۳ زره کسان په دغه هېواد کې په کرونا اخته شوي ؤ.
د هند د روغتیا برخې مسؤلين وايي، تر دې دمه په هند کې ۱۶ ميليونه کسان په کرونا ککړ شوي او د مړو شمېره اوسمهال ۱۹۰ زرو ته رسېږي.
د روغتيا پوهانو په وينا، په هند کې ځکه د کرونا دويمې څپې وضعيت ترينګلی کړی چې دغه هېواد د کرونا پر وړاندې د خونديتوب کچه ټيټه کړې او د محدوديتونو په لرې کولو يې لويو ناستو ته هم اجازه ورکړې ده.





