۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام دفتر (UNDP) وايي چې د دغه سازمان په ملاتړ له ایرانه راستنو شویو ښځو ته د کاروبار د جوړولو او پراختیا زمینه برابره شوې، څو عاید ترلاسه او د کار فرصتونه رامنځته کړي.
دغه سازمان يکشنبه د لړم پر درېیمه، په یوه راپور کې ویلي چې په کندوز ولایت کې ښځینه متشبثینو د مالي مرستو، وسایلو او د کاروبار او بازارموندنې په برخه کې د روزنې په ترلاسه کولو سره خپل اقتصادي فعالیتونه پراخ کړي دي.
د راپور له مخې، په کندوز کې د لبنیاتو د تولید یو کاروبار اوس هره ورځ له ۴۰۰ تر ۵۰۰ کیلوګرامه مستې تولیدوي او ۱۲ کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده، چې اووه تنه یې له ایرانه راستانه شوي کډوال دي.
دغه مرستې د یوې داسې پروژې په چوکاټ کې برابرې شوې دي چې مالي لګښت یې جاپان ورکوي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یې پلي کوي او د آغا خان بنسټ ورسره همکاري کوي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو پنځو کلونو کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، ښځې د کار او اقتصادي فعالیتونو په برخه کې له پراخو محدودیتونو سره مخ شوې دي او د کار فرصتونه یې سخت محدود شوي دي.





