• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۷ تله ۱۴۰۵ - ۹ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د کـورونا مدیـریت؛ د ولسمشر لومړیتوب

د ۸صبح پښتو مجله، ژباړه: م. ظریف صمیم

 د ۸صبح پښتو مجله، ژباړه: م. ظریف صمیم  د ۸صبح پښتو مجله، ژباړه: م. ظریف صمیم
۲۴ ليندۍ/قوس ۱۳۹۹ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۰ [t_time:1607927945]

په افغانستان او سیمه کې د کورونا ویروس د پراختیا په اړه د رپوټونو او له دې امله د تلفاتو له زیاتوالي وروسته، ولسمشر غني ددغه ویروس د دوهمې څپې د مدیریت لپاره چمتووالي ته ډېر پام کړی دی.
له کورونا ویروس سره مبارزه او د ناوړه پایلو مخنیوی د افغان حکومت لومړیتوب ګڼل کېږي.
ولسمشر محمد اشرف غني د لیندۍ د ۱۴مه تر ماښانه د کورونا ویروس له دوهمې څپې سره د مبارزې او د پایلو د مخنیوي د لاروچارو د ارزولو په موخه، اته ناستې لرلې او له کورونا ویروس سره د مبارزې په اړه یې د ملګروملتونو د عمومي اسمبلې له ناستې سره خپل نظریات شریک کړل.
ولسمشر باوري دی چې ستونزې باید په هغو اصلي برخو کې چې خلکو ته خدمات رسوي، ولټول شي. له همدې امله نوموړی په خپله کله کله د عامه خدماتو له کارکوونکو او امنیتي ځواکونو سره خبرې کوي او یا یې د کار له ځایونو لیدنه کوي.
په دې لړ کې ولسمشر له افغان جاپان روغتون څخه لیدنه وکړه چې په کابل کې د کووېد نولس ناروغانو د درملنې اصلي مرکز دی. د ولسمشر غني موخه دا وه چې په مستقیمه توګه ستونزې وویني او د اوارولو لپاره یې عملي ګامونه پورته شي.
ولسمشر تېره اونۍ د ولایتونو د روغتیا له رئیسانو، او د مرکزي او حوزوي روغتونونو له چارواکو سره آنلاین او حضوري ناستې لرلې. همداراز ولسمشر په دې اړه د ستونزو، وړاندیزونو او نظریاتو په سلګونه پاڼې وارزولې.
د ولسمشر ارزونو وښودله چې هېوادوالو ته د وړیا خدماتو وړاندې کول چې په اساسي قانون کې لیکل شوي ډیری روغتونونه یې جدي بودیجوي ستونزو سره مخ کړي دي. یو شمېر روغتونونه د مالي لګښتونو د نشتوالي له امله آن د تړل کېدو له خطر سره مخامخ شوي دي.
ددې ترڅنګ ډېری روغتونونه د ګمارنو او د مالي لګښتونو په برخو کې د صلاحیتونو له محدودیت سره مخامخ دي.
د ولسمشر د ارزونې له مخې، د ډېری روغتونونو د بودیجې وړاندیزونه د عامې روغتیا وزارت له خوا نه دي منل شوي.
څېړنې ښيي چې د اکسیجن د تولید او کورونا د دوهمې څپې د مدیریت لپاره د ډېری دولتي روغتونونو د چمتووالي اقدامات ډېر کمزوري دي.
که څه هم د کورونا ویروس دوهمه څپه په خپرېدو ده؛ خو د تېرو لسو میاشتو ستونزې باید اوارې شوې وای چې په روغتونونو کې د اکسیجن نشتوالی ستونزه یې یوه بیلګه ده.
څېړنو ښودلې چې د کورونا ویروس د لومړۍ څپې پرمهال مرستندویه موسسې د افغانستان د روغتونونو لپاره د اړتیا وړ اکسیجن په برابرولو نه دي بریالۍ شوې.
په ولایتونو کې روغتونونه د بودیجې په مصرف کې له پراخو ستونزو سره مخامخ دي. د روغتيايي خدماتو لپاره په بیړنۍ حالت کې په بیړه تصمیم نشي نیولی. د ولایتونو روغتیايي چارواکي د واک له نشتوالي شکایت لري.
د ستونزو د حل لپاره اقدامات
ولسمشر غني د قضایيه قوې او لویې څارنوالۍ له چارواکو سره کتلي چې په بیړنيو حالاتو کې چارواکو ته د واکونو د ورکولو قانوني معیارونه روښانه کړي. عدلي او قضايي کمیټې ته یوه اونۍ وخت ورکړ شوی چې په بیړنيو حالاتو کې د ستونزو د اواري لپاره قانوني حل لارې ولټوي.
له دې سره په یو وخت په دغه مقرره کې د ولایتونو روغتیايي چاروکو ته واک ورکړل شي چې په ولایتونو کې د روغتونونو چارواکي د مسوولیت ترڅنګ د تدارکاتو عمومي واک هم ولري.
په مرکز او ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو د فعالیتونو د همغږۍ سیستم د جوړولو حکم ورکړ شو او له هېواده بهر د روغتیایي متخصصینو د همکارۍ د میکانیزم برابرولو لپاره طبي عالي شورا ته دنده وسپارل شوه.
په همدې توګه په هغه ناسته کې چې ولسمشر د یونیسف، نړیوال بانک او د آسیا د پراختیايي بانک له چاروکو سره لرله ددغو بنسټونو له خوا له افغانستان سره نوې ژمنې اعلان شوې.
د نړیوال بانک او د آسیا د پراختیایي بانک چاروکو د کورونا د دوهمې څپې د مدیریت په اړه د کورونا ویروس د واکسین په برخه کې د مالي ملاتړ لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنې خبر ورکړ.
ټاکل شوې د کورونا ویروس له دوهمې څپې سره د مبارزې په لومړي پړاو کې به په افغانستان کې د واکسینو له ۲۰ تر ۴۰ سلنه لومړني پروګرامونه عملي شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.