• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هېـواد کې د کورونا واکسین تطیبق پیل شو

م. ظریف صمیم

 م. ظریف صمیم م. ظریف صمیم
۱۱ كب/حوت ۱۳۹۹ - ۱ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1614582856]

د کب په پنځمه نېټه چې په هېواد کې د کورونا ویروس د لومړنۍ بېلګې یو کال پوره شوه، د کورونا ویروس تطبیق پیل شو.
د واکسین دغه بهیر په ارګ ماڼۍ کې د ولسمشر غني او یو شمېر لوړپوړو حکومتي او روغتیایي چارواکو له خوا پیل شو. په دې پړاو کې به ۵۰۰ زره دوزه واکسین چې د هند له خوا مرسته شوي ۲۵۰ زره تنو ته ورکړل شي.
د طلوع نیوز خبریاله انیسه شهید هغه لومړۍ وګړې وه چې کورونا واکسین ورکړل شول. په دغو مراسمو کې د ملي امنیت، پولیسو او ملي اردو په استازیتوب یو شمېر نورو ته د کورونا واکسین ورکړل شول.
ولسمشر محمد اشرف غني په دغو مراسمو کې کورونا ویروس یو غمیزه وبلله چې په ټوله نړۍ کې خپور شو، خو په افغانستان کې په ښه توګه مدیریت شو.
د هغه په وینا، لومړۍ ارزونه دا وه چې ددغه ویروس خطر به ډېر زیات وي، خو په تدبیر سره د ویروس په لومړۍ او دوهمه څپه کې دا خطر مدیریت شو.
ولسمشر غني ټنیګار وکړ چې د کورونا خطر نه دی لیرې شوی او نوي ډولونه یې تل راڅرګندېږي. هغه له خلکو وغوښتل چې روغتیایي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.
ولسمشر روغتیايي کارکوونکي له کورونا ویروس سره په مبارزه کې واقعي اتلان وبلل او وې ویل چې د هغو روغتیایي کارکوونکو په یاد څلی جوړېږي چې له دغه ویروس سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې مړه شوي دي.
محمد اشرف غني له هند څخه ددغه واکسین د مرستې له امله مننه وکړه. هغه زیاته کړه چې لومړی پړاو په ۵۰۰ زره دوزو سره پيلېږي او د عامې روغتیا وزارت او خلکو لپاره یوه آزموینه ده.
ولسمشر غني ووېل چې د کورونا ویروس د دوهم پړاو د پلي کولو لپاره د سرچینو د برابرولو په موخه هڅې روانې دي چې د هېواد څلوېښت سلنه وګړي به تر پوښښ لاندې راولي.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست وحید مجروح په دغو مراسمو کې ووېل چې د کورونا واکسین، په لومړي پړاو کې روغتیايي کارکوونکو، امنیتي ځواکونو او د رسنیو کارکوونکو ته ورکول کېږي.
هغه د کورونا ویروس د واکسین عادلانه تطبیق د عامې روغتیا وزارت اصلي مسوولیت وباله او له خلکو، مدني ټولنو او رسنیو یې وغوښتل چې له روغتیا وزارت سره ددې مسوولیت په ترسره کولو کې همکاري وکړي.
په افغانستان کې د هند سفیر رودرندرا تاندن په دغو مراسمو کې ووېل چې د کورونا ویروس خپرېدو پر نړۍ جدي اغیز وکړ او پر اقتصادي زیانونو سربېره یې ځاني تلفات هم واوړل. د هغه په وینا، له نړیوال یووالي او همکارۍ پرته له کورونا ویروس سره مبارزه شونې نه ده.
هغه زیاته کړه، د کورونا ویروس خپرېدو وښودله چې له دغه ویروس سره د مبارزې لپاره لازم نړیوال یووالی نه دی رامنځته شوی. د هند سفیر له افغانستان سره د خپل هېواد مرسته له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره د نړیوال وحدت د رامنځته کېدو په موخه هڅه وبلله.
د وېلو ده چې په افغانستان کې د کورونا ویروس لومړۍ بېلګه د تېر کال د کب په پنځمه نېټه ثبت شوه. د رسمي شمېرو له مخې، تراوسه په افغانستان کې څه د پاسه ۵۵ زره تنه په دغه ویروس اخته شوي او له دوه زره زیات مړه شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل
خبرونه

سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791487243]
په ملګرو ملتونو کې د اسراییلو سفیر د نتنیاهو د نیولو لپاره د ممداني غوښتنه «سیاسي ننداره» وبلله
بهرني خبرونه

ممداني: اسراییل د حماس بریدونه په غزه کې د «نسل‌وژنې» د توجیه لپاره کاروي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791484737]
یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی
خبرونه

یونیسف په افغانستان کې د ماشومانو او میندو لپاره د لومړنیو روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا خبر ورکړی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791481025]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.