• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۱۶ تله ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

په هېواد کې د کورونا ویروس پراختیا؛ روغتونونه د اکسیجن له کمښت سره مخ شوي

م. ظ. صمیم

 م. ظ. صمیم م. ظ. صمیم
۱ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۰ - ۲۲ جون ۲۰۲۱ [t_time:1624352873]

که څه هم د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د کورونا د درېيمې څپې د لاپراختیا په اړه اندېښنې زیاتېږي، روغتیا وزارت په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت خبره کوي. له بلې خوا، دغه وزارت په کورونا ویروس د لازیاتو وګړو د اخته کېدو لامل ددغه ویروس په وړاندې د خلکو د بې پامي ګڼي. که څه هم د روغتیايي چارو مسوولینو په ځلونو له خلکو غوښتي چې روغتیايي سپارښتنو ته پام وکړي، خو داسې ښکاري چې دغو غوښتنو ته دومره پاملرنه نه کېږي. د عامې روغتیا وزارت مسوولین خبرداری ورکوي، په هغه صورت کې چې خلک همکاري ونه کړي او روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه کړي د کورونا مثبتې پېښې به لازیاتې شي. ددغه وزارت مسوولین یو ځل بیا له کورنیو او هېوادوالو غواړي کورونا ویروس جدي وګڼي او صحي تدابیر په پام کې ونیسي.
که څه هم د کورونا د درېيمې څپې د لاخپرېدو د مخنیوي په موخه ځینې تدابیر غوره شوي، خو لیدل کېږي چې دا تابیاوې دومره کارنده نه وې. د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، اوس هم د ورځې کابو دوه زره تنه په دغه ویروس اخته کېږي او له اویا زیات ژوند له لاسه ورکوي. اخوا، د کورونا ویروس خپرېدل او د اکسیجن کمښت ددې لامل شو، چې ولسي جرګې د غبرګولي په ۲۴مه نېټه د عامې روغتیا وزارت سرپرست په عمومي ناسته کې استجواب کړي. د ولسي جرګې غړي د روغتیا وزارت له سرپرست څخه د کابل او ولایتونو په روغتونونو کې د اکسیجن د کمښت د ستونزې د اواري او د لازیات محدودیت لګولو غوښتونکي شول. وکیلان همداراز، نیوکه کوي چې روغتیا وزارت د کورونا واکسین د تطبیق په اړه لازم پوهاوی نه دی کړی او خلک په دې اړه د منفي تبلیغاتو تر اغېز لاندې دي چې باید دې مسلې ته جدي پام وشي.
اخوا، د عامې روغتیا وزارت په هېواد کې د اکسیجن د کمښت ستونزه تاییدوي خو وايي چې د کورونا ویروس د خپرېدو لامل د خلکو بې پامي ده. وحید مجروح زیاتوي چې هېوادوال د دوی خبرداریو ته پام نه کوي او په ګڼه ګوڼه کې له ماسکونو پرته تګ راتګ کوي. نوموړي خبرداری ورکړ که خلک روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه کړي انساني ناورین به رامنځته شي.
د روغتیا وزارت سرپرست ویلي چې د کورونا ویروس په لاخپرېدو سره یې د هېواد په مرکز او ولایتونو کې د کووېډ نولس ناروغانو د درملنې روغتونونه زیات کړي او د امکاناتو او وسایلو په برخه کې تراوسه ډېرې ستونزې نشته.
د عامې روغتیا وزارت سرپرست د ولسي جرګې استجوابیه غونډې ته وویل چې ۳۲۰ میلیون ډالر د کورونا د واکسین لپاره بیل شوي چې له یوه معتبر بنسټ څخه به وپېرل شي. وحید مجروح زیاته کړه چې په دغو پیسو به تر ۴۲ میلیون دوزه واکسین هېواد ته وارد شي چې د ملي تدارکاتو ادارې په همکارۍ په دې اړه هڅې روانې دي. تراوسه په هېواد کې ۶۰۰ زره تنو ته د کورونا واکسین ورکړل شوي دي.
د روغتیا وزارت د سرپرست په وینا، د کورونا ویروس په درېيمه څپه کې اکسیجن ته د ناروغانو اړتیا زیاته ده، ځکه هغه دستګاوې چې له دې مخکې د ۲۵۰ تنو لپاره اکسیجن برابراوه اوس یوازې ۳۵ تنو ته بسنه کوي.
وحید مجروح ویلي چې په کابل کې د کووېډ نولس څلور روغتونونه له کورنیو سرچینو اکسیجن تولیدوي او د اکسیجن هغه لس دستګاوې چې یونیسف ورسره مرسته کړې اوس ولایتونو ته لېږدول کېږي. وحید مجروح زیاته کړې چې دغه وزارت د اکسیجن د کمښت په اړه یو لړ اقدامات کړي دي، د هغه په وینا له ایرانه هم اکسیجن پېردول شوی چې مرکزي او شمالي ولایتونو ته به ولېږدول شي. هغه وايي د هرات او د ایران د مشهد د روغتیا ریاستونو ترمنځ د یوه تړون له مخې، ټاکل شوې په اونۍ کې دوه ټانکرونه اکسیجن هرات او د هېواد لوېدیځې حوزې ته راورسېږي. همداراز، ازبکستان د ورځې ۳۰۰ او تاجکستان د ورځې ۵۰۰ بالونونه اکسیجن افغانستان ته ورکوي چې تر ډېره به په هېواد کې د اکسیجن د کمښت ستونزه پرې اواره شي.
روغتیا وزارت خبرداری ورکوي که تر راتلونکو څلورو اونیو پورې روغتیايي سپارښتنو ته پام ونه شي، د هېواد روغتیايي نظام به له سختو ستونزو سره مخامخ شي. مجروح ټینګار کړی چې مصیبت هر کور ته رسېدلی او خلک باید د روغتیا وزارت سپارښتنې جدي وګڼي او پارلمان هم باید د دوو اونیو لپاره رخصت شي.
د کورونا ویروس لومړنۍ بېلګه د ۱۳۹۸ کال د کب په پينځمه نېټه ثبت شوه. د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې، له هغه وخت راهیسې په هېواد کې ۹۳ زره او ۲۷۲ تنه په دغه ویروس اخته شوي چې له دې ډلې ۶۱ زره تنه روغ شوي او درې زره او ۶۸۳ نور مړه شوي دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازولۍ د پاکستان د هوايي بریدونو په تړاو امنیت شورا ته شکایت وکړ
خبرونه

فایق په افغانستان کې د خپلسرو نیولو، شکنجې او وژلو د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791475224]
فیدان: په اوکراین کې سوله د سیمې د امنیت او ټيکاو لپاره مهمه ده
بهرني خبرونه

فیدان: پارلمان ته د مکې د دفاعي هوکړې د وړاندې کولو لپاره چمتووالی بشپړ شوی

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791474867]
فایق: د افغانستان د وضعیت او راتلونکي په اړه په نظرپوښتنه کې د خلکو د ګډون غوښتنه وکړه
خبرونه

نصیراحمد فایق: طالبان دې جنسیتي اپارتاید ختم کړي

۱۶ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۸ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791468713]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    په غور کې په بوږنوونکې بڼه د نوریې وژنه؛ هغه چې د خپلو ماشومانو په مخکې شکنجه او ووژل شوه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینې: طالبانو د امید سبز ښارګوټي د اوسېدونکو کورونو ته کرایه ټاکلې ده

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د ارغند ورور: د طالبانو ښاروالۍ د «ارغند واټ» لیکدړه لرې کړه

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.