• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳۰ تله ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

فاسده اداره او بې انګېزې مامور

ليکنه: سادات، ژباړه: م. ع. پ

 ليکنه: سادات، ژباړه: م. ع. پ ليکنه: سادات، ژباړه: م. ع. پ
۲ وری/حمل ۱۴۰۰ - ۲۲ مارچ ۲۰۲۱ [t_time:1616397526]

انګېزه یا د موخې لرل او کاري خوځښت د دولتي او يا نادولتي مامور د ورځنيو مسؤليتونو د مخکې تګ له مهمو عواملو څخه دي او د مديريت په بحثونو کې هم د ادارې د برياليتوب لپاره انګېزه مهم رول لري. د کارکوونکي لپاره د انګېزې او موخې نه لرل، د هڅونې نشتون او ناڅرګند راتلونکی يوه اداره له ناکامۍ سره مخ کولی شي. په يوه اداره کې غيرمسلکي، غيرقانوني او سليقه ‌يي ګمارنې د سلهاوو موخه لرونکو، زړه‌ سواندو او پروګرام لرونکو مامورينو انګېزه له منځه وړلی شي. د رهبرۍ له اړخه يوه کمزورې او ناکاره اداره يوې ماتې بېړۍ ته ورته ده چې هره شېبه له خطر او ګواښ سره مخامخ وي.
محمد اشرف غني په خپل «د ناکامو دولتونو جوړول» کتاب کې بنسټ جوړونه او د بنسټونو اغېزناکتوب د دولتونو د بريالي کېدو لار ګڼلې ده، دا په داسې حال کې ده چې د حکومتولۍ کارنامه يې ښيي چې نوموړي پر ادارې او بنسټ جوړونې هېڅ ډول باور نه دی لرلی.
بنسټ جوړونه د تېرو شلو کلونو يوه لاسته ‌راوړنه ګڼل کېږي، خو بنسټ يا اداره په اساسي او معنی لرونکې بڼه جوړه نه شوه؛ ځکه چې د حکومتي مشرانو په بنسټ او بروکراسۍ باور یې باور نه درلود او ترټولو لويې ادارې او بنسټونه ترټولو ناکامه او کمزورو وګړو ته وسپارل شول. په تېرو ۷ کلونو کې او د ملي یووالي حکومت په رامنځته کېدو سره د ادارو او وزارتونو مسؤلیتونه ترټولو کمزورو او غير مسلکي کسانو ته وسپارل شول چې پايله يې په ادارو کې په منځنۍ او ټيټه کچه د انګېزې نشتون او د بنستونو نه کارندوالی دی.
په ادارو کې غيرشفافې ګمارنې او په دې برخه کې سليقوي او سیاسي چلند تقريبا د ټولو ادارو مامورين بې انګېزې او بې موخې کړي دي. په دې وروستيو کې په پوهنې او ماليې وزارتونو کې اړو دوړ له هغه حقيقته پرده پورته کوي چې ولسمشر د وړتیا او تخصص پرځای وفادارۍ او سياسي ژمنتيا ته ارزښت ورکوي.
ډېری وزيران، سفيران او واليان د يوه ټيټ بست لرونکي مامور د چارو د مخته وړلو وړتيا نه لري او په سلهاوو انګېزه او تجربه لرونکي کارکوونکي داسې وضعيت ته په کتو سره بې انګېزې شوي او ظرفيت يې ورځ په ورځ ضايع کېږي.
اوسمهال وزارتونه او ادارې په سیاسي لاملونو، سليقوي چلندونو او بې ډوله ګمارنو د اغېزناکتوب او کاري پايلو له اړخه په ترټولو ټيته کچه کې دي او مامورين د کدري عدالت نشتون او د معاشونو په ورکړه کې د برابرۍ د نشتوالي او د ناڅرګند کاري راتلونکې له امله د خپلو مسؤليتو د ادا کولو پرځای پر ټولنيزو رسنيو بوخت دي او په يوټيوب کې فلمونه ګوري او د ادارو اړتياو ته په سمه توګه پاملرنه نه کوي.
وزيران او مرستيالان یې هم خپل فعاليتونه د ناڅرګندو او بې محتوا ليدنو له لارې نندارې ته وړاندې کوي. د غوړه مالۍ چاپېريال پر ټولو ادارو سیوری غوړولی او که يو څوک غواړي د يوې ادارې لوړ بست او يا هم مشري په لاس کې واخلي هڅه کوي چې د غوړه مالۍ هنر کې خپله وړتيا ثابته کړي.
پخوا د انسانانو وجدانونه ويښ ؤ او له ادارو او بنسټونو سره د ماشومانو په څېر چلند نه کېده او د شرايطو نه لرونکي وګړي به اخلاقا د لوړې څوکۍ مسؤلیت نه مانه، خو اوسمهال د مهمو او لويو بنسټونو مشري ترټولو کم لوستو کسانو ته سپارل کېږي.
حکومتي چارواکي ټول وضعيت ته په کتو سره له بده مرغه له ادارو سره سليقوي او داسې چلند کوي چې ګواکي ادارې او بنسټونه د دوی مال او پلرنی ميراث دی او هېڅوک نه شي کولی په دې هکله پوښتنه او نيوکه هم وکړي. د افغانستان حکومت د ادارو او بنسټونو جوړښت يوه لويه لاسته راوړنه ګڼي، خو مهمې څوکۍ فاسدو، نالايقه، بې ژمنو او غيرمسلکي کسانو ته سپارل کېږي. د يوه بنسټ مديريت کول يوازې د څلورو دېوالونو، څو مېزونو او دوسيې مديريت نه دی، بلکې د يوې ادارې د چارو مخته وړل مسلکيتوب، ښه چلند، د تجربې لرل او په ټول کې له کارکوونکو په ښه توګه ګټه پورته کول دي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبانو په نورستان کې ټول خصوصي ښوونیز مرکزونه وتړل
خبرونه

طالبانو په نورستان کې ټول خصوصي ښوونیز مرکزونه وتړل

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792675409]
د طالبانو تر سیوري لاندې ماشومتوب؛ له وېرې او اضطرابه د افراطي لیدلورو لرونکي راتلونکي نسل تر رامنځته کېدو پورې
راپورونه

د طالبانو تر سیوري لاندې ماشومتوب؛ له وېرې او اضطرابه د افراطي لیدلورو لرونکي راتلونکي نسل تر رامنځته کېدو پورې

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792674080]
د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د نجونو له زده‌کړو پر ملاتړ ټينګار وکړ
خبرونه

د اسلامي همکاریو سازمان په افغانستان کې د نجونو له زده‌کړو پر ملاتړ ټينګار وکړ

۳۰ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۲۲ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1792672012]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.