د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچوونکی پراوین جایاوېکرما هم د کرېکټ نړیوالې شورا د «فساد ضد قانون» څخه د سرغړونې په درېیو تورونو تورن شوی دی.
ایسيسي پنجشنبه د اګسټ پر ۸مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نوموړي د فساد په اړه یې راپورونه موندلي او تر څېړنې لاندې دي.
د خبرپاڼې لهمخې، د ۲۰۲۱ کال لنکا پریمیر لیګ او نړیوالو لوبو د فېکسېنګ لپاره جایاوېکرما سره اړیکه نیول شوې وه؛ خو نوموړي د کرېکټ نړیوالې شورا «فساد ضد څانګې» ته پر وخت راپور نه دی ورکړی.
هغه دا منلې چې پر وخت راپور ورکولو کې پاتې راغلی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي د فاسدو کړنو په تړاو پیغامونه ړنګ کړي دي.
د راتلونکو نړیوالو لوبو فېکس کول، د ۲۰۲۱ملنکا پریمیر لیګ کې فساد ته د بل ملګري رابلل او د فساد ترسره کولو لپاره د شویو پیغامونو ړنګول هغه درې تورونو دي چې نوموړی پرې تورن شوی دی.
دغه ۲۵ کلن لوبغاړي ته یوه اوونۍ وخت ورکړل شوی، ترڅو د یادو تورونو په اړه خپل سپیناوی وکړي او که پاتې راغی، نو سزا به یې اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د افغانستان کورني کرېکټ پر لوبغاړي احسانالله جنت هم د فساد له امله پنځه کلن بندیز ولګېد او په هر ډول لوبو کې له لوبېدو منع شو.





