۸صبح، کابل: د طالبانو له لوري د لویې جرګې د جوړېدو په اړه د خبرونو له خپرېدو وروسته، د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت ملي جبهې هغه تېرایستنه او د طالبانو له لوري د «ناوړه دسیسو» د توجیه کولو لپاره هڅه بللې ده.
دغې شورا پنجشنبه د غبرګولي پر ۵ یوې ویناپاڼه کې ویلي، چې د دغې نمایشي ناستې جوړونه د طالبانو په غوښتنه له وړاندې پلان شوې ده.
نوموړې شورا د طالبانو له لوري د سیاسي شخصیتونو د راستنولو کمېسیون جوړول او د جرګې د رابللو پرېکړه د خلکو ټولیز شعور او سیاسي څېرو ته سپکاوی بللی دی.
شورا زیاته کړې: «طالبان باید پوه شي، چې په هېواد کې دننه له سیاستوالو سره یې چلن، د ښځو او د پخواني حکومت د کارکوونکو پر وړاندې د هغوی تاوتریخوالی له نورو سره د هغوی د چلن ښکارونديي کوي.»
د یادې شورا په اعلامیه کې راغلي، چې طالبان دې د دې «تېرایستنو او لوبو» پرځای، د انتقالي حکومت د جوړولو او په هېواد کې د امنیت او سوکالۍ د راوستلو لپاره د ټولټاکنو د ترسره کولو هڅه وکړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې څه موده وړاندې طالبانو د سیاسي څېرو د بېرته راستنولو لپاره یو کمېسیون جوړ کړ. دغه راز هغوی غواړي، د کورني مشروعیت ترلاسي لپاره لویه جرګه جوړه کړي.