۸صبح، کابل: د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا په یوه اعلامیه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان کې د یوه نوي سیاسي نظام د جوړېدو زمینه برابره کړي.
د افغانستان د ژغورنې لپاره د مقاومت شورا یکشنبه د مرغومي پر یوولسمه نېټه په یوه اعلامیه کې د ښځو په اړه د طالبانو وروستۍ پرېکړې غندلې دي او له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې پر طالبانو او د هغوی پر مالي ملاتړو په فشار راوستو سره د نوي سیاسي نظام د رامنځته کېدو لار هواره کړي.
دغه شورا باوري ده، چې د نوي نظام رامنځته کېدل افغانستان کې د افراطپالنې، د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو، ځپلو او د زرګونه نورو بشري جنایتونو د زیاتېدو مخه نیسي.
د دغې شورا په اعلامیه کې راغلي: «پر افغانانو په ځانګړې توګه پر نجونو او ښځو د طالبانو له خوا د بشري حقونو د محدودیت لګول د ښکاره تبعیض، جنسیتي اپارتاید، د افراطیت زیاتېدو، له نړیوالې کړۍ د افغانستان څنډې ته کولو او په سیمه کې د ترهګرۍ لپاره د زمینه برابرولو په مانا ده.»
د دغې شورا د اعلامیې له مخې د طالبانو په شتون کې مشروع حاکمیت او بنسټیزو حقونو ته د وګړو په تېره بیا د ښځو لاسرسی، د ثبات ټینګښت او د ترهګرۍ له ودې مخنیوی ناشونی دی.
دغې شورا ویلي: «ښځې د طالب له لیدلوري جنسي غلام ګڼل کېږي او دا د طالبانو د تفکر د اصلاح لپاره د نړیوالې ټولنې د خوشباورۍ لپاره ښکاره بېلګه ده.»
طالبانو په تېرو دوو اونیو کې ښځې له زدهکړو او په کورنیو او بهرنیو موسسو کې له کار کولو منع کړې.