• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۸ تله ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

د افغانستان په اړه د بشري حقونو شورا په غونډه کې د هېوادونو لیدلوری؛ د طالبانو ځپنه «سیستماتیکه» ده

نیما نیما
۱۷ وږی/سنبله ۱۴۰۵ - ۸ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1788815731]
AFP

AFP

په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په درې شپېتمه غونډه کې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د طالبانو له لوري پر ښځو، نجونو او ماشومانو لګېدلي پراخ محدودیتونه، د افغان استازي، د ملګرو ملتونو د بنسټونو، د بشري حقونو د فعالانو او د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د استازو د نیوکو اصلي محور و. ویناوالو له زده‌کړو د نجونو محرومیت، د ښځو پر کار او په عام ژوند کې د هغوی پر ګډون د محدودیتونو، سیستماتیک تبعیض، جبري ودونو، د ماشومانو او لږکیو له حقونو د سرغړونې، د مدني ازادۍ د محدودېدو او له ماشومانو د ملاتړو میکانیزمونو د کمزوري کېدو په اړه اندېښنه څرګنده او د دغه وضعیت د بدلون غوښتنه یې کړې ده. ځینو هېوادونو او بنسټونو حساب کتاب ته د طالبانو د راکاږلو په موخه د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم د رامنځته کولو پر اړتیا ټینګار او ځینو نورو بیا د «جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده. په دې ناسته کې د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلي بندیز د لغوه کولو، د افغانستان نړیوالو ژمنو ته پاملرنه، بشري مرستو ته د بې‌خنډه لاسرسي او په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره له نړیوالې ټولنې د عملي اقداماتو غوښتنه شوې ده.

په جنیوا کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه د بشریت پر ضد د«جنسیتي اپارتاید» د رسمیت پېژندلو او د بشریت پر وړاندې د راتلونکي جرمونو په اړه کنوانسیون کې یې د شاملولو بهیر د پیل غوښتنه کړې ده. نوموړي د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو پراخو محدودیتونو ته په اشارې ویلي چې دا محدودیتونه د فرمانونو او لارښوونو له لارې بنسټیز شوي او هغه ښځې چې د تاوتریخوالي قرباني کېږي، عدالت او قانوني ملاتړ ته د لاسرسي پر مهال له جدي خنډونو سره مخ دي.

ښاغلي اندیشه د ماشومانو د وضعیت په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د ماشومانو او ځوانانو ملاتړي میکانیزمونه او د عدالت له منځه وړل، بدني سزاوې او د ماشومانو د استخدام او ترې د ګټې اخیستنې اړوند راپورونه د اندېښنې وړ دي. د نوموړي په خبره، د بیان او سوله‌ییزو راټولېدونو محدودول، خپلسري نیول او د قانوني بهیر د رعایت په اړه اندېښنو، د افغانستان مدني چاپېریال نور هم محدود کړی دی.

افغان استازي د شیعه‌ګانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتېدو ته په اشارې، حساب کتاب ته د عاملانو د راکاږولو غوښتنه کړې او د افغانستان لپاره یې د خپلواک څېړنیز میکانیزم پر سملاسي عملي کېدو ټینګار کړی دی. نوموړي ټینګار کړی چې د بشري حقونو شورا دې د بشري حقونو د سرغړونو له ثبت او غندنې هاخوا، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د راپور پر بنسټ، د عملي اقداماتو او د اجرایي ضمانتونو د رامنځته کولو پړاو ته ننوځي.

د ملګرو ملتونو د بنسټونو لیدلوری

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بېنېټ د بشري حقونو شورا په غونډه کې ویلي چې طالبان د نویو قوانینو او محدودیتونو په لګولو د ښځو، قومي او مذهبي لږکیو، خبریالانو او د بشري حقونو د مدافعانو ځپنه بنسټیزه کړې او د دغو محدودیتونو لمن په پراخېدو ده. هغه د نجونو د ځان‌وژنې، د ماشومانو د کار، بې‌وزلۍ او د شاوخوا نهو میلیونو ماشومانو د لوږې په اړه له زیاتېدونکو راپورونو اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې په ځینو مواردو کې کورنۍ اړې شوې خپل ماشومان وپلوري. بېنېټ همدارنګه د نجونو او ځوانانو د پټو زده‌کړو د دوام خبر ورکړی او پر شیعه‌ګانو، اسماعیلیانو، هزاره‌ګانو، اوزبکانو، تاجکانو، ال‌جي‌بي‌ټي او معلولیت لرونکو وګړو یې د فشار په اړه خبرداری ورکړی دی. نوموړي د خبریالانو، د بشري حقونو د مدافعانو او د مرستندویه بنسټونو د کارکوونکو پر نیولو نیوکه کړې ده. بېنېټ له ایران، پاکستان او اروپايي هېوادونو هم غوښتي چې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي او د بشري حقونو شورا پر غړو یې بیا غږ کړی چې له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې استازې د طالبانو پر پراخو محدودیتونو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دغو محدودیتونو د افغان ښځو او نجونو پر ژوند او راتلونکي سخت منفي اغېز کړی دی. نوموړې د ملګرو ملتونو د راپورونو او شمېرو پر بنسټ زیاته کړې چې په افغانستان کې دوه پر درېیمه برخه میندې د خپلو لوڼو د راتلونکي په اړه اندېښمنې دي. هغې ټینګار کړی چې افغانان دې وکړای شي د خپل هېواد راتلونکی خپله جوړ کړي او ترې ملاتړ د نړیوالې ټولنې مسوولیت دی. د ملګرو ملتونو دغې چارواکې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان د خپل کاري لومړیتوبونو په سر کې ځای کړي او د افغان ښځو او نجونو تر څنګ ودرېږي.

یونیسف ویلي چې ملګرو ملتونو په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د ماشومانو له حقونو د جدي سرغړونو څه باندې زر پېښې تایید کړې دي. دغه بنسټ خبرداری ورکړی چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د کورني تاوتریخوالي اړوند مقرراتو بدلون، ماشومان د تاوتریخوالي پر وړاندې له قانوني ملاتړه بې‌برخې کړي دي. یاد بنسټ اټکل کړی چې په ۲۰۲۶ کال کې به نږدې ۲.۷ میلیونه کسان له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته راستانه شي چې له ۶۰ سلنې ډېر به یې ماشومان وي او بېړني ملاتړ ته به اړتیا ولري. د دغه بنسټ په وینا، ماینونه، ناچاوده مهمات او لاسي جوړ شوي چاودېدونکي توکي لا هم په افغانستان کې د ماشومانو د مرګ‌ژوبلې اصلي لاملونه دي.

یونیسف له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي بندیزونه لغوه کړي، د هغو مقرراتو له پلي کولو لاس واخلي چې د ماشومانو ودونه او کورنی تاوتریخوالی عادي کوي او بشري مرستو ته د ښځو او ماشومانو د لاسرسي زمینه ډاډمنه کړي. دغه بنسټ همدارنګه په ملګرو ملتونو کې د افغان ښځو پر کار د لګېدلي بندیز د لرې کولو غوښتنه کړې او له ټولو خواوو یې غوښتي چې ماشومان د حقونو له جدي سرغړونو خوندي کړي.

د بشري حقونو د فعالانو لیدلوری

د بشري حقونو فعالې حمیرا رضايي د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په غونډه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د هزاره‌ګانو مخکېنۍ او اوسنۍ ځورونه او ځپنه د «هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې» په توګه په رسمیت وپېژني. نوموړې ویلي چې هزاره‌ګان لا هم له هدفي بریدونو، مذهبي تبعیض، ځورونې، جبري کډوالۍ او د خپلو ځمکو له غصب سره مخ دي او دغه وضعیت ځینې اړ کړي چې پر خطرناکو لارو کډوالي غوره کړي.

رضايي د کابل په لویدیځ کې د «شمع هدایت» ښوونځي چاودنې او د ۴۲ ماشومانو د ټپي کېدو او په هرات کې د ۳۰ ښځو نیول کېدو ته اشاره کړې او د افغانستان لپاره یې د ملګرو ملتونو له ځانګړي راپور ورکوونکي غوښتي چې د هزاره‌ګانو د وضعیت په اړه ځانګړی راپور چمتو کړي. نوموړې ټینګار کړی چې د افغانستان خپلواک څېړنیز میکانیزم دې د هزاره‌ګانو د نسل‌وژنې او پر هغوی د شویو جنایتونو څېړنه او حساب کتاب ته د عاملانو راکاږل خپل لومړیتوب وګرځوي.

د رپ موسیقۍ هنرمندې سونیتا علي‌زاده د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا غونډې ته په ویډیويي پیغام کې ویلي چې په تېرو پنځو کالو کې د ښځو او نجونو ځپل پراخ شوي دي. نوموړې د ماشومانو د ودونو په اړه د طالبانو وروستی حکم د اندېښنې وړ بللی او د خپلې شخصي تجربې په یادولو یې ویلي چې په ماشومتوب کې دوه وارې جبري واده ته اړه شوې، خو توانېدلې چې ترې وتښتي.

علي‌زاده ټینګار کړی چې د طالبانو تګلارې په تېرو څو لسیزو کې د ښځو لاسته راوړنې له منځه وړي او د نجونو یو نسل یې له برابر ژوند، انساني کرامت او فردي خپلواکۍ محروم کړی دی. د نوموړې په خبره، د طالبانو په نظام کې ښځې او نجونې په ټیټ ځای کې راغلې او د هغوی د ټولو حقونو له بشپړ ډاډمنېدو پرته، برابري ناشونې ده. هغې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې طالبان د بشري حقونو او نړیوالو ژمنو د سرغړونو له امله ځواب ‌ویونکي وګرځوي او د دې لپاره دې له نړیوالو حقوقي میکانیزمونو کار واخیستل شي.

د سیمې او ګاونډیو هېوادونو لیدلوری

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازي په افغانستان کې د ټولنیز او اقتصادي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر زده‌کړو لګېدلي محدودیتونه لغوه کړي او د ټولو ته د برابرو حقونو او فرصتونو درناوی وکړي. نوموړي ټینګار کړی چې طالبان دې د ملګرو ملتونو منشور، د اسلامي همکاریو سازمان منشور او د افغانستان نړیوالو ژمنو، په ځانګړې توګه بشري او د ماشومانو حقونو ته ژمن پاتې شي.

د پاکستان استازي له اړمنو ماشومانو او عمر خوړلو څخه د ملاتړ پر اړتیا ټینګار کړی او ویلې یې دي چې د ښځو، ماشومانو او لږکیو د حقونو په ملاتړ کې د پاکستان دریځ «روښانه او بې ابهامه» دی او ټینګار یې کړی چې ترهګرو ډلو ته په پناه ورکولو کې د طالبانو رول دې هم د افغانستان اړوندو بحثونو کې په پام کې ونیول شي. نوموړي له طالبانو غوښتي چې په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې ګام پورته او له خپلو وګړو او ګاونډیو هېوادونو سره د سوله‌ییز او باثباته ژوند زمینه برابره کړي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازي په افغانستان کې د زده‌کړو د محرومیت پایلو ته په اشارې ویلي چې دغه وضعیت د ټولنیزې او پراختیايي وروسته ‌پاتې والې کړۍ ژوره کړې او پایلې یې ښايي ټوله سیمه اغېزمنه کړي. نوموړي د بشري حقونو له شورا غوښتي چې د افغان ماشومانو، په ځانګړې توګه د نجونو غږ ته پاملرنه وکړي.

د ایران استازي ویلي چې د کډوالو کوربه‌توب پر ایران پام وړ اقتصادي او ټولنیز فشار راوستی او نړیوالې ټولنې د دې بار په وېش کې اړینه ونډه نه ده اخیستې. نوموړي په پای کې د نړیوالو مرستو د زیاتېدو او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونواو ایران څخه د ملاتړ لپاره د مسوولیت د وېش غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د ترکیې استازي ویلي چې زده‌کړه یو بشري حق دی او ټول باید له هر ډول تبعیض پرته ترې برخمن شي. نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان راتلونکی د ټولو په ځانګړې توګه زده‌کړو ته د نجونو له لاسرسي سره تړلی دی او د ښځو له حضور او ګډون او د هغوی له زده‌کړو پرته د دغه هېواد پرمختګ ناشونی دی. هغه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت د ښه کېدو لپاره «عملي اقدامات» په پام کې ونیسي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي ویلي چې هېواد یې د افغانانو له حقونو خبر دی او له طالبانو یې غوښتي چې د خپلو وګړو حقونو ته درناوی او له ترهګرۍ او نشه‌یي توکو سره مبارزه وکړي. نوموړي لویدیځ تورن کړي چې د افغانستان په اړه «دوه‌ګونی معیار» غوره کوي او ویلي یې دي چې لویدیځ له یوې خوا د افغانستان شتمنۍ محدودوي او بل پلو د دغه هېواد د اوسېدونکو د ژوند د شرایطو د ښه کېدو غوښتنه کوي.

د روسیې استازي ټینګار کړی چې بشري مرستې دې له بېلابېلو مسایلو او شرطونو سره نه تړل کېږي. نوموړي ویلي چې په افغانستان کې د لویدیځو هېوادونو کلونو کلونو حضور ناوړه پایلې لرلې دي. د هغه په خبره، طالبان د سرچینو د کمښت له امله له ستونزمن وضعیت سره مخ دي او نړیواله ټولنه دې افغانانو ته د بشري مرستو د وړاندې کولو پر مهال سیاسي ملاحظات په پام کې نه نیسي.

په ملګرو ملتونو کې د جاپان استازي ویلي چې هېواد یې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د «سمبال شوي تبعیض»، په اړه ژوره اندېښنه لري. د نوموړي په خبره، د طالبانو له واکمنېدو وروسته ښځې او نجونې د زده‌کړو، کار او په عام ژوند کې د ګډون په برخو کې له جدي محدودیتونو سره مخ شوې دي. هغه پر ځوان نسل د دغو محدودیتونو له ناوړو پایلو اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې افغان نجونې د فرصتونو د ترلاسه کولو په برخه کې له مخ پر زیاتېدونکو محدودیتونو سره مخ دي. د نوموړي په وینا، دا محدودیتونه نه یوازې د نننیو نجونو پر ژوند اغېز کوي، بلکې د افغانستان راتلونکی هم له ګواښ سره مخ کوي.

په ملګرو ملتونو کې د مالیزیا استازي ویلي چې د ښځو د زده‌کړو، کار او ټولنیز مشارکت په برخو کې د طالبانو لګېدلي محدودیتونه د افغانستان په راتلونکي کې د هغوی رول له ګواښ سره مخ کړی دی. نوموړي له طالبانو غوښتي چې د ښځو او نجونو حقونه ډاډمن او پر هغوی لګېدلي بندیزونه لغوه کړي. د هغه په خبره، له هېڅ ماشوم دې په پوځي عملیاتو کې ګټه نه اخیستل کېږي. د مالیزیا استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې د ظرفیت لوړونې او بشردوستانه مرستو د وړاندې کولو له هڅو ملاتړ ته ژمن دی.

د لویدیځو او اروپايي هېوادونو لیدلوری

په ملګرو ملتونو کې د فرانسې استازي ویلي چې په زور واک ته د طالبانو له رسېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په خرابېدو دی. د نوموړي په خبره، فرانسه د ملګرو ملتونو او د مدني ټولنې له بنسټونو سره په ګډه د افغانانو د وضعیت د ښه کولو لپاره له ټولو شته امکاناتو او لارو چارو کار اخلي. هغه زیاته کړې چې ښځې او نجونې، په ځانګړې توګه، د طالبانو د «تفکیک او تبعیض» د تګلارې قرباني دي او له عام، سیاسي او اقتصادي ژونده څنډې ته شوې دي.

د فرانسې استازي ټینګار کړی چې «جنسیتي تبعیض د بشریت پر وړاندې جنایت دی» او د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو دوو حکمونو ته په اشارې یې له طالبانو غوښتي چې پر ښځو او نجونو لګېدلي ټول بندیزونه لغوه کړي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۲۵۹۳ پرېکړه‌لیک له مخې ژمنو باندې عمل وکړي. نوموړي د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي فعالیتونه ستایلي او د هغه د ماموریت له دوامه یې د پاریس پر ملاتړ ټینګار کړی دی. د فرانسې استازي د طالبانو له لوري اعدامونه هم په کلکه غندلي او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې په هر ډول شرایطو کې د اعدام له سزا سره مخالف دی.

په ملګرو ملتونو کې د هسپانیې استازي ویلي چې طالبانو په افغانستان کې له بشري حقونو سرغړونې «سیستماتیکې» کړې دي. نوموړي ټینګار کړی چې هسپانیه د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د څېړنیزو میکانیزمونو ملاتړ کوي او نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې جنسیتي ځپنه له پامه نه غورځوي.

دغه هسپانوي چارواکي له طالبانو غوښتي چې د بشري حقونو او د ښځو حقونو درناوی وکړي او د قومي او مذهبي تبعیض ټولې بڼې پای ته ورسوي. نوموړي ویلي چې د ماشومانو کار او جبري ودونه د ماشومانو د حقونو د کنوانسیون په چوکاټ کې د افغانستان له ژمنو سره په ټکر کې دي.

په ملګرو ملتونو کې د ایټالیا استازي ویلي چې د طالبانو قوانین او تګلارې افغان ښځې لا څنډې ته کوي. نوموړي زیاته کړې چې له ماشومانو د ملاتړو د سیستمونو له منځه وړل، ښځې د لا زیات تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ کړې او د هغوی د اغېزمنتیا کچه یې لوړه کړې ده. هغه له طالبانو غوښتي چې نړیوالو تعهداتو او قوانینو ته ژمن پاتې شي او د ښځو او نجونو پر وړاندې «سیستماتیک تبعیض» لغوه کړي.

په ملګرو ملتونو کې د اتریش استازي ویلي چې په افغانستان کې له ماشومانو د ملاتړي حقوقي نظام له منځه تګ، ګڼ شمېر ماشومان د زیان او ناوړې ګټې اخیستنې له ګواښ سره مخ کړي دي. د نوموړي په خبره، میلیونونه افغانې نجونې ښوونځي او پوهنتون ته له تګه محرومې دي. هغه زیاته کړې چې ټولنیز نوښتونه او انلاین زده‌کړې ښيي چې افغانې نجونې لا هم غواړي خپلو زده‌کړو دوام ورکړي، خو دا پروګرامونه د رسمي زده‌کړو ځای نه شي نیولی.

په ملګرو ملتونو کې د سویس استازي ویلي چې د طالبانو له واکمنېدو پنځه کاله وروسته، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د خرابېدو پر لور روان دی او د دغه وضعیت عادي ګڼل او د ښځو د حقونو په اړه د لیدلوري بدلون «سخت اندېښمنونکی» دی. نوموړي زیاته کړې چې د زده‌کړو، کار او په عام ژوند کې د ګډون په برخو کې د ښځو پر وړاندې سیستماتیک تبعیض لا دوام لري او هغه بنسټونه چې مخکې یې د بشري حقونو د سرغړونو موارد مستندول، منحل شوي دي. د هغه په خبره، جبري ودونه هم داسې مهال پراخ شوي چې عاملان یې له حساب‌ کتاب سره نه مخ کېږي.

دغه سویسي چارواکي د اعدام سزا غندلې او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک میکانیزم رامنځته کول، د دغو سرغړونو د درولو او حساب کتاب ته د عاملانو د راکاږلو لپاره مهم ګام دی.

په ملګرو ملتونو کې د بلجیم استازي ویلي چې طالبانو افغانستان ته د خپل ایډیولوژیک لیدلوري پر بنسټ لوری ورکړی دی. نوموړي زیاته کړې چې د افغانانو حقونه او ازادۍ پرلپسې محدودې شوې او وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، «تیاره او ناوړه» دی. هغه ټینګار کړی چې ښځې او نجونې له سیستماتیک تبعیض سره مخ دي او طالبانو د فرمانونو په صادرولو او د نویو مقرراتو په وضع کولو پرې لا ډېر محدودیتونه لګولي دي. د نوموړي په خبره، د طالبانو د «د زوجینو د تفریق» اصولنامه له خپلو مېړونو د ښځو جلا کېدل نږدې ناممکنوي او په عمل کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د دوام لامل ګرځي.

په ملګرو ملتونو کې د بلغاریا استازي ویلي چې طالبانو د فرمانونو، حکمونو او کړنلارو د شمېر په زیاتولو، د افغانانو پر حقونو او ازادیو لګېدلي محدودیتونه بنسټيز کړي دي. د نوموړي په وینا، دغو محدودیتونو په ځانګړې توګه پر ښځو، نجونو، هلکانو او قومي او مذهبي لږکیو اغېز کړی دی. هغه زیاته کړې چې په افغانستان کې واکمن نظام د تبعیض، تفکیک او د ښځو او نجونو د حذف له لارې هغوی له بنسټیزو حقونو لکه زده‌کړو، د بیان او تګ راتګ له ازادۍ، کار او عدالت ته له لاسرسي محرومې کړې دي.

د بلغاریا استازي د ماشومانو له حقونو د ملاتړ لپاره د ۲۰۱۹ کال قانون پر ځنډولو اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دغه ګام ماشومانو ته قانوني ملاتړ او د ناوړه ګټې اخیستنې او استثمار پر وړاندې د خوندیتوب میکانیزمونه کمزوري کړي دي. نوموړي د بیان پر ازادۍ او د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه هم «د جدي اندېښنې وړ» بللي او له طالبانو یې غوښتي چې د بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو حقونو په برخو کې د افغانستان نړیوالو تعهداتو ته ژمن پاتې شي.

په ملګرو ملتونو کې د استرالیا استازي ویلي چې هېواد یې د طالبانو له خوا د «بشري حقونو له سیستماتیکې ځپنې» اندېښمن دی. نوموړي زیاته کړې چې طالبانو پرلپسې ښودلې چې بشري حقونو او بنسټیزو ازادیو ته ارزښت نه ورکوي او بېلابېلې ټولنې، په ځانګړې توګه قومي او مذهبي لږکي، ال‌جي‌بي‌ټي کسان، ښځې او نجونې یې په نښه کړې دي. د هغه په خبره، طالبانو د سلګونو فرمانونو او حکمونو په صادرولو هڅه کړې چې ښځې له عام ژونده بې برخې کړي او د زده‌کړو او کار حق ترې واخلي.

د استرالیا استازي اړمنو کسانو ته د بشردوستانه مرستو د رسولو په بهیر کې د طالبانو پر لاسوهنې هم اندېښنه څرګنده کړې ده. نوموړي ویلي چې هېواد یې طالبان تحریم کړي او حساب کتاب ته یې د راکاږلو لپاره د نړیوالو فشارونو د زیاتېدو غوښتنه کړې ده.

په ملګرو ملتونو کې د کاناډا استازي په افغانستان کې د بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې غندلې او ویلي یې دي چې ښځې، ماشومان او لږکي د دغو سرغړونو قربانیان دي. نوموړي زیاته کړې چې طالبانو یو «نه منل کېدونکی، تبعیضي او ایډیولوژیک» نظام رامنځته کړی او ښځې د زده‌کړو او په عام ژوند کې د ګډون لپاره له پراخو خنډونو سره مخ دي. د هغه په خبره، دغو بندیزونو د کم‌عمره او جبري ودونو د زیاتېدو زمینه برابره کړې ده. نوموړي ټینګار کړی چې افغانان د عدالت وړ دي او طالبان دې ځواب ‌ویونکي وبلل شي. د هغه په وینا، کاناډا به له نورو هېوادونو سره په ګډه حساب کتاب ته د طالبانو د راکاږلو هڅو ته دوام ورکړي.

په ملګرو ملتونو کې د رومانیا استازي ویلي چې په افغانستان کې د «ښځو د سیستماتیک حذف» د سیاست اوږدمهاله پایلې به ډېرې ناوړه وي. د نوموړي په خبره، په افغانستان کې له دوو میلیونو ډېرې نجونې له زده‌کړو محرومې شوې او دغه وضعیت به یې راتلونکی او افغان ټولنه له جدي پایلو سره مخ کړي. هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي له ماموریت او خپلواک څېړنیز میکانیزم څخه د خپل هېواد پر ملاتړ ټینګار کړی دی.

د افریقايي هېوادونو لیدلوری

په ملګرو ملتونو کې د سویلي افریقا استازي ویلي چې افغان ماشومان په داسې شرایطو کې لویېږي چې «ماشومتوب او راتلونکی» ترې تروړل شوی او دا په ځانګړې توګه د نجونو په اړه صدق کوي. د نوموړي په خبره، په افغانستان کې ماشومان له فزیکي او رواني تاوتریخوالي او ناامنۍ سره مخ دي؛ داسې شرایط چې د هغه په باور، د لسیزو جګړو او د تبعیضي احکامو د لګولو پایله ده.

د سویلي افریقا استازي د نېلسون منډېلا وینا ته په اشارې ویلي چې د یوې ټولنې ریښتینی شخصیت هغه مهال څرګندېږي چې معلومه شي له خپلو ماشومانو سره څنګه چلند کوي. نوموړي په افغانستان کې د ماشومانو او لویانو لپاره رامنځته شوی وضعیت «ناوړه» بللی او د افغانستان په اړه یې له خپلواک څېړنیز میکانیزم ملاتړ کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د چیلي استازي په افغانستان کې د جبري او د ماشومانو د ودونو له زیاتېدو د اندېښنې په څرګندولو ویلي چې ګڼې نجونې په کورونو کې پاتې شوې او اجازه نه لري چې له محرم پرته له کوره ووځي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

عراقچي پر ایران د امریکا تازه بندیزونه د اسلام‌اباد له هوکړه‌لیکه سرغړونه وبلله
بهرني خبرونه

عراقچي د ایران د اووه ورځنۍ طرحې په اړه د امریکا ځواب ترلاسه کړ

۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790768790]
د ټاپی د ګازو نل لیکه د هرات ښار دروازو ته رسېدلې
خبرونه

د ټاپی د ګازو نل لیکه د هرات ښار دروازو ته رسېدلې

۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790768234]
د روغتیا نړیوال سازمان: په زیانمنو سیمو کې د بوتولیزم د خپرېدو د مخنیوي لپاره پوهاوی ورکوي
خبرونه

د روغتیا نړیوال سازمان: په زیانمنو سیمو کې د بوتولیزم د خپرېدو د مخنیوي لپاره پوهاوی ورکوي

۸ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۶ [t_time:1790767587]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • پنجشېر کې جګړه؛ د ۲۰ طالبانو مړي کندهار ته لېږدول شوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بدخشان کې واورې ورېدنې او شدید ساړه د درېیو ماشومانو ژوند اخیستی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د غزې د اوربند هوکړه؛ اسراییل په لومړي پړاو کې ۱۷۰۰ فلسطینیان خوشې کوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د مرموزو وژنو زیاتېدل؛ په غزني کې یو صراف ووژل شو

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
سخن زن/57: سوگ رویاهایی که به کانکور نرسیدند
۱ زمری ۱۴۰۵ - ۲۳ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.