۸صبح، کابل: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي خبر ورکړی چې د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) په راتلونکې ناسته کې ګډون کوي.
جلالي یکشنبه د لړم پر ۲۴مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د دغه سازمان راتلونکې ناسته په تهران کې جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې طالبان د اسلاماباد په کوربتوب د اقتصادي همکاریو سازمان دېرشمې ناستې ته نه و بلل شوي.
ټاکل شوې چې د دغه سازمان راتلونکې ناسته په ډسمبر میاشت کې جوړه شي.






