• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۳ لړم ۱۴۰۵ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

پروان کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ ۱۰۰ سلنه زیاتوالی؛ د اومیکرون د تشخیص کیټونه نشته

۸صبح ۸صبح
۴ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۱ - ۲۵ مې ۲۰۲۲ [t_time:1653460938]

د پروان د کوویډ – ۱۹ د درملنې روغتون مسوولان په دغه ولایت کې پر کورونا ویروس د اخته کسانو د ۱۰۰ سلنه زیاتوالي خبر ورکوي. د هغوی په وینا، په تېره یوه میاشت کې په دغه روغتون کې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ کابو ۸۰ کسان بستر شوي دي. مسوولان زیاتوي، چې ښايي دا کسان پر کورونا اخته وي؛ خو تر اوسه په افغانستان کې د کورونا د اومیکرون بڼې د تشخیص کیټونه نشته.

پروان کې د کوویډ – ۱۹ روغتون مسوول عبدالحمید عالمي ژکفر په دغه ولایت کې په وروستیو اوونیو کې پر کورونا د اخته کسانو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي. د ژکفر په وینا، په تېرو ۲۵ ورځو کې، پروان کې پر کورونا د اخته کسانو په ۹۰۰ شکمنو بېلګو کې ۷۵ تر ۸۰ پېښې مثبتې دي. هغه زیاته کړه: «ښایي دا کسان به د کورونا پر نوې بڼه اخته وي؛ خو تر اوسه په افغانستان کې د اومیکرون د تشخیص کیټونه نشته. د عامې روغتیا چارواکو څو ځله د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د کیټونه غوښتنه وکړه؛ خو د دغې بڼې له خپرېدو د څو میاشتو په تېرېدو سره، تر اوسه موږ ته د اومیکرون د تشیخص کیټونه نه دي راکړل شوي او دغه سازمان افغانستان ته پاملرنه نه کوي.»

هغه همداراز د کوویډ – ۱۹ روغتونونو ته د روغتیا نړیوال سازمان د اختصاصي بودیجې په درېدو اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې له همدې امله د دې روغتون روغتیایي کارکوونکي کم شوي دي.

د پروان د کوویډ – ۱۹ روغتون مسوولان د روغتیا له نړیوال سازمانه غواړي، چې ژر تر ژره د افغانستان روغتیایي سیسټم ستونزو ته پاملرنه وکړي.

د ویلو ده چې د «اومیکرون» په نامه د کورونا ویروس نوې بڼه په لومړي ځل د تېر زېږدیز کال د نومبر میاشتې په وروستیو کې په سویلي افریقا کې وپېژندل شوه.

په همدې حال کې، پروان کې یو شمېر ډاکتران وایي، چې پر دې بڼې د اخته کېدو نښې د مخکینو ډولونو په پرتله کمې دي؛ خو دغه ډول ناروغي ډېره چټکه او د اخته کسانو د شمېر د ډېرېدو لامل شوې ده. د پروان د کوویډ – ۱۹ روغتون یو ډاکتر انصارالله میرزایي له هېوادوالو غواړي، چې د کوویډ – ۱۹ ناروغۍ له نوي ډول څخه د مخنیوي لپاره دې د ګڼې ګوڼې ځایونو ته نه ورځي.

په دې لړ کې، یو شمېر هغه ناروغان چې په دې روغتون کې بستر دي، د ډاکترانو له ښه چلن او امکاناتو خوښ برېښي.

پر کورونا ویروس دوې اخته ښځې کفتر بېګم او سردار بي بي وایي، چې درې ورځې کېږي په دغه روغتون کې بستر دي. هغوی زیاتوي چې امکانات ورته برابر دي او تر څو چې روغتون ته نه وې راغلې، وضعیت یې ښه نه و.

د مسوولانو د شمېر له مخې، د کورونا ویروس د لومړۍ څپې له خپرېدو راهیسې درې زره او ۸۰۰ تنه پر دغه ویروس اخته شوي او په دوی کې ۹۲ تنه مړه او پاتې نور بېرته روغ شوي دي.

د پروان روغتیایي مسوولان د کیټونو له نشتوالي او د روغتیا له نړیوال سازمان څخه د کوویډ –۱۹ روغتون د بودیجې له درولو په داسې حال کې اندېښنه څرګندوي، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته، د هېواد روغتیایي سیسټم له سقوط سره مخ دی. د ژغورنې نړیوالې کمېټې څو میاشتې مخکې په یوه راپور کې ویلي و، چې ښایي د هېواد څه باندې ۹۰ سلنه روغتیایي کلینیکونه وتړل او میلیونونه تنه له لومړنیو روغتیايي خدماتو بې برخې شي.

د اومیکرون څپه په داسې حال کې افغانستان ګواښي، چې هېواد له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ دی. د مرستندویه بنسټونو په وینا، په هېواد کې تر ۲۰ میلیونه زیات کسان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري. دغه بنسټونه پر چټکې مرستې رسونې په ټینګار، د ناورین د رامنځته کېدو په هکله خبرداری ورکوي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

افغان کرېکت ملي لوبډله له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې کوي
خبرونه

افغان کرېکت ملي لوبډله له سوېلي افریقا سره درې یو ورځنۍ لوبې کوي

۱۰ زمری/اسد ۱۴۰۳ - ۳۱ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1722446057]
په پروان کې د ناچاوده ماین چاودنې دوه کسان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي
خبرونه

په پروان کې د ناچاوده ماین چاودنې دوه کسان وژلي او شپږ نور يې ټپيان کړي

۳۰ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۲۰ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1721477823]
د طالبانو کورنیو چارو وزارت: په پروان کې امنیتي کامرې ولګول شوې
خبرونه

د طالبانو کورنیو چارو وزارت: په پروان کې امنیتي کامرې ولګول شوې

۲۰ چنګاښ/سرطان ۱۴۰۳ - ۱۰ جولای ۲۰۲۴ [t_time:1720614023]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د طالبانو ایډیولوژیکه تصفیه؛ د مخکیني حکومت څارنوالان څنګه له دندو ګوښه کېږي؟

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • په بادغیس کې نښته؛ سرچینې د دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • داعش خراسان؛ په تېرو ۹ کلونو کې د رهبرۍ جوړښت او لړۍ

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سمرقند ته تللی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
سخن زن/61: روایتی از پشت میله‌ها؛ در زندان‌های طالبان چه بر زنان می‌گذرد؟
۲۹ تله ۱۴۰۵ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.