د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) وايي چې په نړۍ کې د خبریالانو ۸۶ سلنه وژنې له قضايي څار پرته پاتې دي او د دغو وژنو عاملانو ته سزا نه ده ورکړل شوې.
نوموړي بنسټ دوشنبه د نومبر پر ۲مه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د مصونیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت ویلي چې د خبریالانو په مخکې ګواښونه په بدلېدو دي، خو په ډېرو مواردو کې د هغوی د وژنې عاملانو ته سزا نه ورکول کېږي.
یونیسکو ټینګار کړی چې د هر خبریال د غږ غلي کول، ټولې ټولنې ته زیان دی.
یاد سازمان د سزا نهورکولو دود د پای ته رسولو، د خبریالانو د خوندیتوب او د رسنیو د ازادۍ د دفاع لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده.
یونیسکو د خبریالانو د وژنې قضیو د قضايي څار او د دغو جرمونو د عاملانو پر مجازاتو هم ټینګار کړی دی.





