د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونیسکو) خبر ورکړی چې د ۲۰۰۶ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ په نړۍ کې څه باندې یو زرو ۶۰۰ خبریالان وژل شوي دي.
نوموړي سازمان دوشنبه د نومبر پر ۲مه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د مصونیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې له مجازاتو مصونیت، د وژنو ډېرېدو ته لاره برابروي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې له بشري حقونو جدي سرغړونې، فساد او جرمونو د پېښو پټ ساتل ټولې ټولنې ته زیان رسوي.
یونیسکو له حکومتونو، مدني ټولنې، رسنیو او د قانون د حاکمیت له نورو ملاتړو بنسټونو غوښتي چې د مجازاتو د نهورکولو دود د پای ته رسولو او د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د عاملانو د راکاږلو لپاره هڅې وکړي.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۳ کال کې د یوه پرېکړه لیک په تصویب سره د نومبر دویمه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د مصونیت د پای ته رسولو نړیوالې ورځې په نوم ونوموله.





