کندهار ولايت کې د نظام، امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ ستره ولسي غونډه ترسره شوه. د سولې د مذاکراتو پیکه وضعیت، د طالبانو له لورې په جګړه کې د عامه تاسیساتو ويجاړول او د ملکي وګړو ژوند ته نه پاملرنه هم هغه موضوعات ؤ، چې دغه غونډه کې ویناوال پرې وغږېدل.
د غونډې یوه برخه د سولې غوښتنې او دوهمه برخه کې بیا د کندهار ولایتي ادارې پر ناسم مدیرت نيوکې وشوې او دا ستونزه یې د کندهار د پوهنې، روغتیا، امنیت او نورو پرمختیايي چارو کې د پراخ فساد او وروسته والي سبب و ګڼله.
دغه غونډه چې شعار يې «د نظام ملاتړ، د سولې غوښتنه او کندهار ژغورنه» وه، زرګونه قومي او جهادي مشرانو، دیني عالمانو، سپين ږيرو او ځوانانو په کې ګډون کړی ؤ.
دوی پر طالبانو د سولې غږ او د کندهار ولایتي اداره کې د موجوده ستونزو د حل غوښتنه وکړه.
د لغمان مخکيني والي رحمت الله یارمل دې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې، طالبانو د پرديو په لارښوونه کندهار کې تر حد ډېر ظلمونه وکړل.
يارمل څرګنده کړه چې، نظام يې مقدسات دي او چاته به اجازه ورنکړي چې پر افغانانو بيا ظلم وکړي. هغه د کندهار پر ولایتي ادارې له دې امله نيوکه وکړه، چې په پوهنیز بهیر، روغتیا، امنیت او ګڼو نورو پر مختیايي برخو کې يې ناسم مدیریت او پرېکړې د فساد او جګړې سبب شوي. يارمل زياته کړه، د دغو ستونزو د حل په موخه به د «کندهار ژغورنې» په نوم د غږ پورته کولو دا لړۍ روانه ساتي.
په غونډه کې د کندهار پر امنیتي وضعیت هم خبرې وشوې او ګډونوالو دغه ولایت کې د مرکزي حکومت د نه پاملرني له امله ورځ تر بلې د وضعیت د ترینګلي کېدو په اړه اندېښنه وښوده.
د غونډې ويناوالو په خپلو ويناوو کې له وسله والو طالبانو وغوښتل چې د اوربند او سولې غوښتنې ته دې لبيک ووايي او دغه روانه جګړې دې ودروي.
د غونډې یو شمېر نورو ویناوالو بیا نیوکې لرلې، چې حکومت د لوی کندهار اوسېدونکو ته په ملکي او نظامي بستونو کې حق نه دی ورکړی او دا کړنه د دې لامل شوې، چې حکومت کمزوری او جګړې زور واخلي.
د ویناوالو په خبره، حکومت د یوې ځانګړې کړۍ د ګټو لپاره دی او هره ورځ په کې ازمایل شوي او ناکام اشخاص لوړو چوکیو او وزارتونو ته معرفي کېږي.





