• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

فرهنګي میراثونه؛ د یوه ملت پېژاند

لیکنه: زبیر حکیم

لیکنه: زبیر حکیم لیکنه: زبیر حکیم
۳۰ مرغومی/جدی ۱۴۰۰ - ۲۰ جنوري ۲۰۲۲ [t_time:1642668367]

د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په بامیانو کې د بودا دوه مجسمې صلصال او شهمامه د باروتو خوراک شوې. دا مجسمې چې د ۲۰۰۱ په مارچ کې په باروتو والوځول شوې، د لرغونپېژاندو له خولې، د افغانستان د فرهنګ او تاریخ د نابودۍ هڅه بلل شوې ده. صلصال ۵۳ متره او شهمامه ۳۵ متره لوړه وه. دا یوازې د بودا دوه مجسمې نه دي، چې په افغانستان کې نابودې شوې، د دې تر څنګ په تېرو څلورو لسیزو کې له افغانستان څخه په لسګونه زره تاریخي اثار قاچاق شوي دي. د افغانستان ملي موزیم په کورني اړدوړ کې نژدې ۷۰ سلنه تخریب یا ولوټل شو. اوسمهال یوازې نژدې زر تاریخي اثار بېرته دغه موزیم ته رالېږدول شوي دي. په افغانستان کې له زردشتیزم څخه تر بودا او بیا د اسلام تر راتګ پورې ډېری داسې تاریخي ځایونه او اثار شته، چې د دغه هېواد په بېلابېلو پړاوونو کې د دیني تنوع تصویر راکوي. ځینې اثار او تاریخي ځایونه لا هم ساه باسي؛ خو په تېرو څلور لسیزو کې يې يو په بل پسې مرګ ته غاړه ورکړې ده. له دې کبله افغانستان «پرانیستی موزیم» بلل کېږي، داسې موزیم چې نه کولپ لري، نه ور.

بلخوا د هېواد په غور، هرات او سمنګان کې د وروستیو پرلپسې زلزلو له کبله په غور کې د جام څلی له نړېدو سره مخ دی. د جام څلی په دولسمه پېړۍ کې جوړ شوی دی. دا څلی‌ د هريرود سیند پر غاړه اباد او ۶۵ متره لوړ دی. په ۲۰۰۲ کې د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي ادارې یونیسکو دا څلی د نړۍ په فرهنګي میراثونو کې ثبت کړی دی‌. همداراز دوه کاله مخکې دا څلی د اسلامي نړۍ فرهنګي میراث په توګه هم ثبت شو. لرغونپېژندونکو په نړۍ کې د خښتو دویم تاریخي څلی بللی دی.

د تاریخي اثارو او ځایونو ساتنې ارزښت په دې کې دی، چې د یوې ټولنې او هېواد بشري، دیني او مذهبي تاریخ ورسره تړلی وي. هغه هېواد چې تاریخ ونه لري، بې مور و بې پلاره هېواد باله شي. د فرهنګي میراثونو ساتنې ته افغانستان اسلامي جمهوري دولت (مخکینی حکومت) «د افغانستان د تاریخي او فرهنگي اثارو د ساتنې قانون» کې راغلي، چې «د هېواد تاریخي او فرهنگي اثار د افغانستان په خلکو پورې اړه لري او د ټول بشریت د فرهنگي میراثونو د تکامل په لاره کې د دوی د برخې اخیستنې ښکارندوی دي. د تاریخي او فرهنگی اثارو ساتنه د افغانستان د دولت او خلکو دنده ده». د تاریخي ځایونو د ساتنې بل ارزښت اقتصادي ګټه وټه هم ده. هغه هېوادونه چې تاریخي ځایونه لري، سیلانیان ورمات دي. د ترکيې آیه سوفیا جومات یې غوره نمونه ده، چې هره ورځ په سلګونه سیلانیان یې لیدو ته ورځي.

په شرق او په تېره بیا اسلامي تاریخي او فرهنګي ځایونه ښيي، چې دغو هنرمنو په څه ظرافت توکي تراشلي یا یې ودانۍ جوړې کړې دي. په هند کې د افغان واکمنو تاریخي او په افغانستان کې ستوپې پر دې خاوره دیني تنوع ښيي. وروسته وروسته چې پر دې خاوره د بېلابېلو اسلامي مذهبونو پيروانو ولکه ټینګه شوه، د نرمښت پر ځای يې بنسټپالنې ته مخه کړه، د مجسمې او نورو تاریخي ځایونو ارزښت ته پام صفر شو. که څه هم مذهب په دې هکله سخت دریځ نه لري.

پر هېواد د طالبانو په دویم ځل واکمنېدو سره اوس باید طالبان د تېرې حکومتولۍ په شان له تاریخي ځایونو سره دښمني ونه کړي. د صلصال او شهمامه تاریخ بیا تکرار نه کړي. د تاریخي ځایونو نړول یوازې په دې نه ده، چې چاودېدونکې توکې یې پر سینه ور وټومبي، بلکې بې پروايي هم د تاریخي ځایونو د ورانۍ یو ډول دی. اوس باید له دې فکره واوړي، چې یو وخت د بامیانو د بوتانو د ړنګولو پر مهال يې د مشر خبره د نړیوالو رسنیو سرټکی شوی و: «که د بامیانو بوت ړنګ نه کړو، د قیامت پر ورځ به رانه پوښتنه وشي». د تاریخي ځایونو ساتنه د یوه واکمن بهیر په توګه اوس د دوی مسوولیت دی. که دې مسالې ته پام ونه شي، هېواد مو د بې تاریخۍ پر لور درومي. داسې تاریخ چې یوازې په کتابونو کې به یې یادونه کېږي او په فزیکي توګه به له شاړې ځمکې پرته بل څه ونه لرو. د طالبانو سرپرست حکومت ته پکار ده، چې د ملګرو ملتونو کلتوري او علمي اداره (یونیسکو) قانع کړي، چې د جام څلي د نړېدو د مخنیوي لپاره او د طالبانو په وینا، دغه څلي ته څېرمه سېلابونه هم راوتلي دي، لاس په کار شي. د هرې ورځې په اوښتو سره موږ د څلي نسکورېدو ته نژدې کوي. که څه هم د طالبانو سرپرست حکومت تر دې مخکې ویلي و، چې د ساتنې لپاره یې کسان ګومارلي دي؛ خو یوازې په ساتنه هم بسنه بې کفایتي ده. د لرغونپېژندنې کارپوه کسانو سره باید د څلي ساتنې او بیارغونې ته کار وشي. که د ګوتو په شمېر تاریخی ځایونه د بې پروايۍ له کبله لاسه ورکړو، د هېواد له تاریخ سره دوښمني ده؛ خو تاریخ به هم په خپله سینه کې دا پېښه ثبت کړي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

طالبان: د فرهنګي میراثونو ساتنه زموږ دنده ده
خبرونه

طالبان: د فرهنګي میراثونو ساتنه زموږ دنده ده

۲۵ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۱۵ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1726380364]
طالبان: د جام څلي ساتنه د یونسکو مسوولیت دی
خبرونه

طالبان: د جام څلي ساتنه د یونسکو مسوولیت دی

۱۹ وږی/سنبله ۱۴۰۳ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۴ [t_time:1725867557]
په غور کې ۴۰ قلمه لرغوني اثار موندل شوي
خبرونه

په غور کې ۴۰ قلمه لرغوني اثار موندل شوي

۵ غبرګولی/جوزا ۱۴۰۳ - ۲۵ مې ۲۰۲۴ [t_time:1716656729]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • پرون له زرو څخه زیاتې کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.