۸صبح، کابل: د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال، عتیقالله عزیزي غور ته د خپل سفر پرمهال ویلي چې د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان (یونسکو) د جام څلي په هکله خپلو مسوولیتونو ته پام نه دی کړی.
په غور کې د طالبانو اطلاعات او کلتور ریاست یکشنبه د وږي پر ۱۸مه د عزیزي په حواله لیکلي چې یونسکو باید د دغه تاریخي څلي د ساتنې لپاره هڅې وکړي.
نوموړي طالب مسوول یونسکو په بې غورۍ تورن کړی او په وینا یې، د جام څلی د دغه نړیوال سازمان له خوا هېر شوی دی.
که څه هم وروستيو سېلابونو د جام څلي ځينې برخې ويجاړې کړي؛ خو عزيزي ویلي چې دغه تاريخي ځاى ته زيان نه دى رسېدلى.
د هغه په وينا، د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مشرۍ د څو وزارتونو ګډ تخنيکي ټيم د جام څلي د پياوړتيا لپاره پلان جوړوي.
د جام څلی د غور شهرک ولسوالۍ په «جام» دره کې موقعیت لري.
دا تاریخي ځای په کال ۲۰۰۲ کې د یونسکو د نړیوال میراث نړملړ کې شامل شوی و.





