په هرات کې د انګورو بڼوال وايي چې په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات ډېر شوي؛ خو د ټيټې بیې او بهرنیو هېوادونو ته یې د نه صادرېدو لامله اندېښمن دي. دا بڼوال زیاتوي چې د انګورو ډېره برخه یې ممیز کړي؛ خو لا یې بیې ټيټې دي، صادرات یې نه شته او په کور دننه مارکېټ نه لري.
په هرات کې ځينې بڼوال وايي چې روان کال په دغه ولایت کې د انګورو حاصلات د تېر کال پرتله ۳۵ سلنه ډېر شوي؛ خو په وینا یې، بیه یې د تېر کال پرتله ۶۰ سلنه لوېدلې ده.
دا بڼوال زیاتوي چې د بازار نشتوالي لامله د انګورو ډېره برخه پر ممیزو بدلوي؛ خو بیه یې د نه صادرېدو له کبله په بېمخینې توګه ټيټه شوې ده.
د هرات په پښتون زرغون ولسوالۍ کې یو بڼوال چې عبدالاحد نومېږي، وايي چې د انګورو له حاصلاتو خوښ و؛ خو په وینا یې، په کور دننه د بازار نشتوالي او ټيټې بیې ناهیلی کړی دی.
دا بڼوال زیاتوي: «بڼوالي زموږ د ولسوالۍ خلکو کار روزګار دی او سږکال هیلهمن وو چې زموږ لپاره به ډېر ښه کال وي، ځکه د انګورو حاصلاتو ډېروالي ته خوښ وو. کله چې انګور پاخه شول، بیې یې ولوېدلې او ډېر لږ وپلورل شول.»
دا هراتی بڼوال وايي: «تېر کلونه که حاصلات کم و، بیې یې پورته وې. سږکال د حاصلاتو له ډېرېدو سره سره بیې ډېرې ټيټې دي او د ناچارۍ او مارکېټ نشتوالي لامله مو انګور ممیز کړل. اوس د ممیزو بازار هم سوړ دی.»
غلام غوث یو بل بڼوال دی. نوموړی چې د انګورو حاصلاتو ته خوښ و، اوس یې له څېرې د ناهیلۍ نښې ښکاري. هغه وايي چې دغې میوه ته په کور دننه د بازار نشتوالي او بهر ته یې د نه صادرېدو لامله بڼوال زیانمن شوي دي.
دغه باغ لرونکي له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «انګورو بازار نه لاره او ډېره برخه مو په کمه بیه وپلورل. وروسته مو انګور په جوشو اوبو په کشمشو بدل کړل، اوس د کشمشو بیه هم د تېر کال پرتله ډېره ټيټه ده. یانې د یو من ممیزو بیه له ۶۰۰ تر ۷۰۰ افغانیو پورې وه؛ خو اوس له ۲۰۰ تر ۳۰۰ افغانیو پورې ده.»
غلام غوث زیاتوي: «بڼوال یو کال ستړې وګالي چې محصول یې ښه وي او ګټه وکړي، خو اوس یې بیه ټيټه ده او دا له بڼوالو سره ظلم دی. هیله مو دا ده چې د ممیزو لپاره د صادراتو لاره چاره برابره شي او ښه بازارموندنه ورته وشي. که وضعیت همداسې وي، موږ به ډېر اغېزمن شو.»
بل پلو، هغه سوداګر چې د انګورو او ممیزو کاروبار کوي، وايي چې هند ته د دغې میوې نه صادرېدل د دې لامل شوي چې په وینا یې، د انګورو بیه په بېمخینې توګه راولوېږي. هغوی زیاتوي چې تېر کلونه له افغانستانه بهر ممیز صادرېدل او له همدې کبله یې بیه هم پورته وه.
عبدالعظیم (مستعار نوم) په هرات کې یو سوداګر دی چې انګور یې اخیستي او هغه یې ممیز کړي دي. نوموړی چې له کلونو راهیسې دا کاروبار کوي، د ممیزو د بیو د لویدو لامل له نه صادرېدو سره تړلی بولي.
دغه سوداګر له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د ممیزو په څېر محصولات چې په افغانستان کې ډېر تولیدېږي، په کور دننه ښه نه پلورل کېږي. په تېرو کلونو کې د ممیزو له اړخه د کورنیو مارکېټونو سهم د اړتیا وړ و، ځکه د نورو هېوادونو په ځانګړې توګه د هند اړتیا د افغانستان د ممیزو لپاره ښه بیه ټاکلې وه. اوس چې د صادراتو بهیر درېدلی، دا حالت بدل شوی دی.»
دا سواګر زیاتوي: «د ټيټې بیې لوی لامل دا دی چې د هند ویزې بندې دي او افغانانو ته ویزې نه ورکوي. د بیلګې په توګه، تېرو کلونو کې د یو من کشمشو بیه تر ۶۰۰ افغانیو پورې وه، خو اوس ۲۰۰ افغانیو ته راټيټه شوې ده چې یوازې افغانان زیانمن کېږي.»
نوموړی وايي چې له کلونو راهیسې پر دې سوداګرۍ بوخت دی او په خبره یې، سره له دې چې هند افغانانو ته ویزې نه ورکوي؛ خو بیا یې هم ممیز اخیستي او هیله لري چې یاد هېواد ویزه ورکړي. هغه زیاتوي، که هند افغان سوداګرو ته د ویزو ورکولو بهیر پېل کړي، د ډېرو کرنیزو توکو په ځانګړې توګه د ممیزو بیه چې هند یې ډېر خوښوي، لوړېږي.
د یادونې ده چې په هرات کې د کرنې او اوبو لګولو ریاست وايي چې سږکال په دغه ولایت کې ۲۶ زره ټنه ممیز تولید شوي دي. یاد ریاست هم بهر ته د دغې میوې د نه صادرېدو پخلی کړی دی.





