په کندوز کې ځینې بڼوال وايي چې د تېرو کلونو پرتله یې د انګورو حاصلات څو برابره ډېر شوي دي. د هغوی په خبره، د خرڅلاو د بازار او سړو خونو نشتوالی یې پر وړاندې جدي ننګونې رامنځته کړې دي. دا بڼوال د کیمیاوي سرې، درملو او اصلاح شویو تخمونو په وېش کې د طالبانو له نه همکارۍ شکایت کوي او وايي چې دغه ډله پرته له دې چې کوم خدمات وړاندې کړي، یوازې د عشر او زکات راټولولو لپاره راځي او یوازې ځان پورې تړلو کسانو سره مرسته کوي. په دې ورستيو کې په کندوز کې ډېرو خلکو د انګورو باغونو ته مخه کړې او وايي چې خاوره یې د دې مېوې لپاره مناسبه ده.
په کندوز کې ځينې بڼوال د انګورو حاصلاتو له ډېرېدو خوښ دي؛ خو وايي چې دا مهال یو من انګور له ۱۳۰ تر ۱۵۰ افغانیو پورې پلورل کېږي، داسې چې په خبره یې، تېرو کلونو کې بیه تر ۳۰۰ افغانیو پورې وه.

دا بڼوال ټینګار کوي چې د کال په اوږدو کې ډېر زحمتونه باسي او د حاصلاتو د ډېرېدو لپاره لګښتونه کوي؛ خو د پلور مارکېټ یې پيکه دی او لګښتونه یې نه شي پوره کولای. هغوی زیاتوي چې د ناچارۍ لامله خپل محصولات په کمه بیه پلوري؛ ځکه د دوی په ټکو، که داسې ونه کړي حاصلات یې خرابېږي.
ګلمحمد د کندوز په چله مزار سیمه کې یو بڼوال دی. نوموړی وايي چې پر ۱۵ جریبه ځمکه یې د انګورو تاکونه ایښي او بېلابېل ډول انګور پکې شته. د هغه په خبره، سږکال یې د انګورو حاصلات پام وړ ډېر شوي؛ خو پېرېدونکی نه شته او ډېر کم محصولات یې په څنګلورو ولایتونو کې پلورل کېږي.
دا بڼوال زیاتوي: «هېڅ ګټه مې ونه کړه او ان نه یم توانېدلی چې لګېدلي لګښتونه پوره کړم. حاصلات ډېر دي؛ خو مارکېټ ورته نه شته او انګور په کمه بیه پلورل کېږي. که خرڅ یې نه کړو، خرابېږي؛ ځکه د ساتلو لپاره یې سړې خونې نه شته.»
قلندر د کندوز په انګور باغ سیمه کې د انګورو ۲۰ جریبه باغ اجاره کړی دی. نوموړی وايي چې حاصلات یې ښه دي؛ خو د پلورل مزه یې نه شته. دا بڼوال زیاتوي: «خپل محصولات په نیمه بیه پلورو، خو لاهم خریدار نه شته. سړې خونې نه شته او کوډ او درمل په جګه بیه اخلو، هغه هم بې کیفیته دي. موږ غوښتنه کوو چې باکیفیته کوډ راکړل شي.»

ورته مهال، په کندوز کې ځینې بڼوال بیا په دغه ولایت کې د کرنې او مالدارۍ له ریاست څخه شکایت کوي. هغوی وايي چې د طالبانو دا اداره یوازې د عشر او زکات ټولولو په فکر ده او هېڅ ډول همکاري نه کوي او بڼوالو او کروندګرو ته خدمات نه وړاندې کوي. د دغو بڼوالو په خبره، د طالبانو د کرنې ریاست یوازې هغو کسانو ته چې له دغې ډلې سره تړاو او شناخت لري، چوپړونه وړاندې کوي.
بل پلو، ځينې سوداګر او پلورونکي وايي چې د کندوز انګور ښه خواږه دي او د شیرخان بندر له لارې دې د صادراتو لپاره اسانتیاوې برابرې شي، څو په خبره یې، هر کال د کروندګرو او بڼوالو زحمتونه په اوبو لاهو نه شي. د هغوی په باور، که سړې خونې جوړې شي، اړتیا نه شته چې هېواد ته په ژمي او پسرلي کې له بهرنیو هېوادونو تازه میوې واردې شي.
ورته مهال، د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست ځايي چارواکي ادعا کوي چې سږکال په دغه ولایت کې د انګورو په حاصلاتو کې ۹۰ سلنه ډېروالی راغلی دی. د هغوی په خبره، له یو زر او ۴۹۳ هکتار انګورو له باغونو څخه څه باندې دوه زره او ۶۰۰ مټریک ټنه انګور ترلاسه شوي دي.
د یادولو ده چې د کندوز ډېری اوسېدونکي پر بڼوالۍ او کرنې بوخت دي او له دې لارې د ژوند اړتیاوې پوره کوي. دغه راز، په دغه ولایت کې یوازې انګور نه دي چې بیه یې لوېدلې؛ بلکې نور کرنیز محصولات یې هم په ټيټه بیه پلورل کېږي.
اخوا د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست د عشر او زکات ټولولو لپاره باغونو او کروندو ته ورځي؛ خو کروندګرو ته د کیمیاوي کوډ، درملو او اصلاح شویو تخمونو په برخه کې همکاري نه کوي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت په وېبپاڼه کې په ۱۳۹۹ کال کې د «۲۱۸ کرنیزو محصولاتو د مدیریت پروژې د کندوز ټولې ولسوالۍ تر پوښښ لاندې راوستې» تر سرلیک لاندې مطلب خپور شوی دی. ويل کيږي چې په کندوز کې څه باندې ٢٨٢زره هکتاره کرنيزه ځمکه شته چې له دې ډلې ٢٣٣زره هکتاره يې اوبییزه او پاتې نوره يې للمي ځمکه ده. د مطلب له مخې، د دغه ولايت ٨٨ سلنه خاوره هواره او ١٢ سلنه يې غرنۍ او نيمه غرنۍ ده.





