یو شمېر هغه میندې چې د طالبانو د واکمنۍ په لومړۍ دوره کې د زدهکړو له حقه محرومې شوې وې، اوس د خپلو لوڼو راتلونکي ته اندېښمنې دي. دوی وايي لویه وېره یې دا ده چې لوڼې یې هم له هماغه ترخه برخلیک، محرومیت او ارمان سره ژوند وکړي چې دوی پخپله کلونه کلونه ورسره مخ وې. د دغو میندو په وینا هیڅ مور نه غواړي چې اولاد یې له زدهکړې د محرومیت قرباني شي. دوی وايي لویې هیلې نه لري؛ یوازې غواړي لوڼې یې د درس ویلو، د خپلو هیلو د پوره کولو او د ښه راتلونکي د جوړولو فرصت ولري. له دې سره هممهاله، د زدهکړو یو شمېر فعالان خبرداری ورکوي چې د نجونو پر وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو نه پرانيستل کېدل داسې زیان نه دی چې یوازې یو نسل اغېزمن کړي، بلکې پایلې به یې د کلونو لپاره د افغاني ټولنې پر پرمختګ، ښوونې او روزنې او راتلونکي سیوری وغوړوي.
ضیاګل (مستعار نوم) یوه داسې مور ده چې په ۱۳ کلنۍ کې د طالبانو د لومړۍ دورې د واکمنۍ پر مهال د زدهکړو له دوامه محرومه شوې وه. هغه وايي اوس یې لویه اندېښنه دا ده چې لوڼې یې هم د هغې تریخ برخلیک تجربه نه کړي.
دا مېرمن وايي: «هغه وخت ځینو نجونو په پټه په کورونو کې درس وایه، خو زما کورنۍ اجازه را نه کړه چې زه هم کورنیو ټولګیو ته لاړه شم. هغوی ویل نور درس ته اړتیا نشته او باید واده وکړې. زه یې په کم عمر کې داسې یو سړي ته ورکړم چې له ما ډېر مشر و. د طالبانو له نسکورېدو وروسته ښوونځي بېرته پرانیستل شول، خو زه د ژوند او خپلو اولادونو د مسوولیتونو له امله ونه توانېدم چې بېرته درس ته ستنه شم. په دغو ۲۰ کلونو کې ما تر هر څه زیات د نالوستۍ کړاو احساس کړی دی؛ تر اوسه نه شم کولای د روغتونونو یا مارکېټونو لوحې ولولم او دا راته خورا دردوونکې ده.»
دا مور وايي له همدې ترخې تجربې سره یې پوره هڅه وکړه چې لوڼې یې له زدهکړو محرومې پاتې نه شي. هغه زیاتوي: «لوڼې مې په ښوونځي کې شاملې کړې او تل مې هڅولې چې درس ووایي څو زما غوندې بېسواده پاتې نه شي. خو لا هغوی په ښوونځي کې وې چې طالبان بېرته پر افغانستان واکمن شول او د نجونو پر مخ یې د ښوونځیو دروازې وتړلې. داسې ښکاري لکه هغه برخلیک چې بېرته تکرار شوی وي.»
ضیاګل وايي اوس نږدې پنځه کاله کېږي چې درې لوڼې یې له زدهکړو محرومې دي او دا وضعیت تر بل هر څه زیات هغه ځوروي. هغه وايي: «تر لوڼو مې زه پخپله ډېر درد ګالم. نه شو کولای ایران یا پاکستان ته لاړ شو، ځکه هلته هم د افغانانو لپاره ژوند اسانه ندی او نه د بل هېواد ته د تګ مالي وړتیا لرو. تل د خپلو لوڼو د راتلونکي په تړاو اندېښمنه یم. زما یوې لور د خپل پلار په ټینګار په کم عمر کې واده وکړ. د دوو نورو لوڼو په اړه مې هم تل له مېړه سره جنجال وي. هغه وايي کله چې نه ښوونځی شته، نه پوهنتون او نه د کار او پرمختګ زمینه، نو نجونې بې له واده کولو بل څه وکړي؟»
عزیزه (مستعار نوم) بله هغه مور ده چې د طالبانو د لومړۍ دورې د واکمنۍ پر مهال د زدهکړو له دوامه محرومه شوې وه. هغه وايي هیڅ مور نه غواړي اولاد یې هغه کړاو او ارمان تجربه کړي چې دې پخپله کلونه ورسره ژوند کړی دی.
دا مور وايي: «هر ځل چې د نجونو پر زدهکړو د بندیزونو د دوام خبر اورم، زړه مې لړزېږي. د دې لپاره نه چې زه خپل تېر وخت بدلولای شم، بلکې د دې لپاره چې زما د اولادونو راتلونکی لا ندی لیکل شوی.»
عزیزه د هغو ورځو یادونه کوي چې په لویو هیلو سره به ښوونځي ته تله، خو دا هیلې د ښوونځیو په تړل کېدو سره نیمګړې پاتې شوې. هغه وايي: «کله چې نجلۍ وم، هره سهار مې په شوق سره کتابونه په غېږ کې نیول او ښوونځي ته تلم. هیله مې درلوده چې یوه ورځ ډاکټره یا ښوونکې شم او د خپلو خلکو خدمت وکړم. خو یوه ورځ د نجونو پر وړاندې د ښوونځي دروازې وتړل شوې. ویې ویل نور په ټولګیو کې د نجونو ځای نشته. زما کورنۍ هم د وضعیت او دود او دستور له وېرې اجازه رانه کړه چې درس ته دوام ورکړم. کتابونه مې په صندوق کې پاتې شول او هیلې مې پکې خاورې شوې.»
دا مور زیاتوي: «زه له خپل تېر وخته نه وېرېږم؛ زه د خپلو اولادونو له راتلونکي وېرېږم. وېرېږم چې یوه ورځ هغوی هم زما په څېر د زدهکړې له حقه محروم نه شي. زه پوهېږم بېسوادي د انسان په ژوند کې څومره ژور ټپ جوړوي؛ هغه ټپ چې د غوراوي حق ترې اخلي، پر ځان باور له منځه وړي او انسان د عمر تر پایه د هغو فرصتونو په ارمان کې یوازې پرېږدي چې هیڅکله بېرته نه راګرځي.»
عزیزه زیاتوي: «نن مې یوازینۍ هیله دا ده چې اولادونه مې په ازاده توګه درس ووایي، ارمانونه ولري او خپل راتلونکی پخپله غوره کړي. که یوه مور د تېر وخت له تکراره وېرېږي، دا وېره د بېوسۍ له امله نه ده؛ بلکې له تجربې سرچینه اخلي. هغه مور چې د زدهکړې د محرومیت قرباني شوې وي، تر هر چا ښه پوهېږي چې زدهکړه یوازې کتاب او ټولګی نه دی؛ زدهکړه د راتلونکي، هیلې او ژوند د ترلاسه کولو لاره ده.»
له دې سره هممهاله، د زدهکړو فعاله مریم معروف آروین وايي د هغو میندو درد چې د طالبانو د لومړۍ دورې د واکمنۍ پر مهال پخپله د زدهکړو له حقه محرومې شوې وې او اوس د طالبانو په بېرته واکمنېدو سره هماغه برخلیک د خپلو لوڼو پر وړاندې ویني، خورا ژور، دردوونکی او ویجاړوونکی دی.
مېرمن آروین وايي: «ښايي ډېری خلک داسې انګیري چې یوازې لوستې میندې د خپلو لوڼو د ښوونیز راتلونکي په اړه اندېښمنې دي، خو حقیقت دا دی چې تر ټولو زیاته اندېښنه هغه میندې لري چې پخپله د سواد له نعمته بېبرخې پاتې شوې دي. ډېر ځله مې د دغو میندو له ژبې اورېدلي چې وايي: زه پخپله بېسواده یم؛ نه څه لوستلای شم او نه څه لیکلای شم، خو نه غواړم لوڼې مې زما په څېر برخلیک ولري. هیڅوک نه شي کولای د هغو میندو د کړاو ژورتیا بیان کړي چې د بېسوادۍ تريخوالی یې په خپل ټول وجود سره تجربه کړی دی. هغوی تر هر چا ښه پوهېږي چې د زدهکړې محرومیت څومره لوی درد دی.»
دا د زدهکړو فعاله زیاتوي: «طالبان به د نورو مستبدو حکومتونو په څېر تل پاتې نشي؛ خو په میلیونونو هغه نجونې چې له زدهکړو محرومې پاتې شوې دي، پېړۍ پېړۍ وخت ته اړتیا لري ترڅو د دې وروسته پاتې والي یوه برخه جبیره کړي. د دې زیانونو ډېری برخه ان د جبیرې وړ هم نه ده. په زرګونو نجونې له زدهکړو وروسته د خپلو کورنیو لهخوا واده کولو ته اړې کېږي، ځکه د هغوی لپاره د درس ویلو یا بل فعالیت کوم چانس نه دی پاتې. ځینې ان په ۱۱ کلنۍ کې د جبري ودونو قرباني کېږي او ډېرې یې له جدي روحي او رواني ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.»
مېرمن آروین ټینګار کوي چې د دغو بندیزونو د عادي کولو یا د لنډمهالو حل لارو د لټولو پر ځای باید د هغو پر وړاندې ودرېږو. هغه وايي: «ښځې باید د دغو بندیزونو پر وړاندې د یو بل تر څنګ ودرېږي او پرې نږدي دا وضعیت دوام وکړي. په بل ګام کې باید عامه پوهاوی زیات شي او کورنۍ د دغو سیاستونو له پایلو خبرې شي. نړیوالې ټولنې هم نږدې پنځه کاله کېږي چې د طالبانو لهخوا د ښځو د حقونو د نقض او بندیزونو پر وړاندې کوم اغېزناک او عملي ګام نه دی پورته کړی. له همدې امله اعتراضونه او مدني مقاومت باید د افغانستان له دننه پیاوړی شي. تر هغې چې د طالبانو ځان غوښتونکی حکومت په واک کې وي، د زدهکړې او ازادۍ راتلونکی به له جدي ګواښ سره مخ وي. که نارینه وي او که ښځه د طالبانو تر کنټرول لاندې ښوونځیو کې طالب جوړېږي. په افغانستان کې باید یو د خلکو د رایو پر بنسټ یو ژمن اومشروع حکومت رامنځته شي.»
د ښځو د حقونو فعاله مریم احمدي چې پخپله هم د طالبانو د لومړۍ دورې واکمنۍ پر مهال له زدهکړو محرومه شوې وه، وايي له همدې امله د هغو میندو اندېښنه په ښه توګه درک کوي چې نن د خپلو لوڼو لپاره د هماغه برخلیک د تکرار شاهدې دي. هغه وايي: «له ډېرو ښځو سره په اړیکه کې یم او ډېری یې د ښوونځیو د دروازو نه پرانیستل کېدو له امله سختې اندېښمنې دي. هیڅ مور نه غواړي لور یې هغه درد، ناهیلي او بندیزونه تجربه کړي چې دې پخپله تجربه کړي دي. د زدهکړو محرومیت یوازې د درس له لاسه ورکول نه دي؛ بلکې د راتلونکي د جوړولو، خپلواکۍ او د استعدادونو د غوړېدو د فرصت له لاسه ورکول دي.»
د احمدي په وینا د دغو بندیزونو دوام د یو نسل راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي. هغه وايي له زدهکړو د نجونو محرومیت هغوی د تحصیل له دوام، کار، اقتصادي خپلواکۍ او د ټولنې په پرمختګ کې له ونډې اخیستلو محروموي او په پایله کې به بېوزلي، انحصار او نابرابري د ډېرو کلونو لپاره دوام ومومي.
د ښځو د حقونو دا فعاله وايي: «نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې له زدهکړو عملي ملاتړ وکړي، د حضوري او انلاین زدهکړو فرصتونه پراخ کړي، د زدهکوونکو او ښوونکو ملاتړ وکړي او د زدهکړې د ارزښت په اړه پوهاوي ته دوام ورکړي. باید پرې نښودل شي چې بل نسل هم هغه برخلیک تجربه کړي چې ما او زما د نسل ډېرو ښځو د طالبانو په لومړۍ دوره کې تجربه کړ. زدهکړه د هر انسان بنسټیز حق او د افغانستان د راتلونکي تضمین کوونکې ده.»
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې ښځې پر هېواد د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په بېساري ډول له خپلو بنسټیزو حقونو او مدني ازادیو محرومې شوې دي.
په تر ټولو وروستي مورد کې طالبانو په هرات ولایت کې یو شمېر ښځې د دغې ډلې د خوښې وړ حجاب د لرلو له امله نیولې دي؛ هغه اقدام چې د ښځو د حقونو د فعالانو، د بشري حقونو د بنسټونو او د ټولنیزو شبکو د کاروونکو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی.





