د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د پاکستان پلازمېنې اسلاماباد په یوه جومات کې مرګونی برید چې پکې د شپږو ماشومانو په ګډون ګڼ کسان وژل شوي، غندلی دی.
یونیسف شنبه د فبرورۍ پر ۷مه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښودلې او ټينګار یې کړی چې هېڅ ماشوم دې د تاوتریخوالي موخه نه ګرځي.
نوموړي بنسټ د ماشومانو وژنه د نه منلو وړ بللې او دا یې د ماشومانو له حقونو سرغړاوی ګڼلی دی.
یونیسف ویلي: «هېڅ ماشوم دې موخه نه ګرځي او نه دې پرې تاوتریخوالی کېږي. ماشومان دې په هره بیه خوندي اوسي.»
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پرون د شیعه ګانو پر یوه جومات برید کې ۳۱ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
د دغه ځانمرګي برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی.
یونیسف داسې مهال دا بیان خپور کړی چې د نړۍ په ګڼو سیمو کې د ماشومانو پر وړاندې له تاوتریخوالي اندېښنې ډېرې شوې دي.





