۸صبح، غزني: په غزني ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د یوې ښځې او څلورو ماشومانو په ګډون اته کسان مړه شوي دي.
په غزني کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه، ویلي چې دا پېښه د یوه باروړونکي او یوه مسافر وړونکي موټر د ټکر له امله شوې ده.
طالبانو زیاته کړې چې پېښه د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل په سیمه کې شوې ده.
په افغانستان کې هر کال ترافیکي پېښې د لسګونو کسانو ژوند اخلي.
د موټرچلوونکو بېاحتیاطي، له ټاکلي حده زیات سرعت، د سړکونو خراب وضعیت او د ترافیکي مقرراتو نه مراعاتول د دغو پېښو له مهمو لاملونو ګڼل کېږي.





