۸صبح، خوست: سرچینې وايي چې په خوست ولایت کې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عنالمنکر ادارې محتسبانو د موسیقۍ سلګونه هغه الې سوځولې دي چې د واده له مراسمو یې راټولې کړې وې.
په خوست کې د طالبانو د والي ویاند مستعفر ګربز چهارشنبه د لړم پر ۱۳مه، د دې ادارې د محتسبانو له خوا د موسیقۍ د ۶۵۰ الو سوځول تایید کړي دي.
دغه الې د بېلابېلو عملیاتو په لړ کې د خوست ولایت له مرکز او ولسوالیو ضبط شوي وو.
د ګربز په وینا، د موسیقۍ د وسایلو ترڅنګ، د اورلوبو او پټاقیو ډېر مواد هم سوځول شوي دي.
طالبانو پر افغانستان له بیا واکمنېدو وروسته، پر کلتوري او هنري فعالیتونو، په ځانګړې توګه پر موسیقۍ پراخ محدودیتونه لګولي دي.
دې ډلې په رسنیو کې د موسیقۍ خپرول او په عامه مراسمو کې د هغې کارول محدود کړي او په ځلونو یې په بېلابېلو ولایتونو کې د موسیقۍ الې راټولې او له منځه وړې دي.





