د کابل یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دې ښار په کوڅو او واټونو کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو شمېر زیات شوی دی. د دوی په وینا، پر هغو کسانو سربېره چې تازه یې د نشهيي توکو کارول پیل کړي، یو شمېر هغه کسان هم، د پاکستان له هوايي بریدونو وروسته د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې له مرکزه ایستل شوي او بېرته واټونو ته راستانه شوي چې په دغه مرکز کې تر درملنې لاندې وو. د دوی په خبره، د ښار کوڅو او واټونو ته پر نشهيي توکو د روږدو کسان بېرته راستنېدو د غلا او جیب وهنې په ګډون د جرمونو د زیاتوالي زمینه برابره کړې ده.
د کابل اوسېدونکي په دغه ښار کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو د شمېر پر زیاتوالي اندېښمن دي او وايي، د دې وضعیت دوام په پلازمېنه کې د روږدتیا له امله رامنځته کېدونکي ټولنیز زیانونه او ستونزې لا پراخولای شي.
د کابل اوسېدونکې ستوده وايي، د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز له برید وروسته، د نشهيي توکو روږدي کسان یو ځل بیا د ښار په بېلابېلو برخو او د سړکونو پر غاړو لیدل کېږي. نوموړې زیاتوي، د درملنې بهیر نیمګړی پاتې کېدل او له درملنې وروسته د ملاتړ نشتوالی هغه لاملونه دي چې دغه کسان بېرته د نشهيي توکو کارولو ته اړ باسي. د هغې په وینا، نشهيي توکو ته اسانه لاسرسي او د هغو د پېر او پلور دوام هم دا ستونزه لا پسې زیاته کړې ده.
ستوده وايي: «په دې ورځو کې د ښار په هر ګوټ کې پر نشهيي توکو روږدي کسان وینو. څو ورځې مخکې مې یو سړی ولید چې د سړک پر غاړه یې په یوې بړستن کې پروت و او څو ګامه لېرې یو بل کس د یوه دوکان مخې ته ویده و. تر هغې چې د نشهيي توکو د پلور مخه ونه نیول شي او د روږدو کسانو د درملنې او ملاتړ لپاره اغېزناک پروګرامونه جوړ نه شي، ټولنه به له دې ستونزې خلاصون ونه مومي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی سلیم (مستعار نوم) وايي، د ښار په بېلابېلو برخو کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو حضور زیات شوی دی. د هغه په وینا، چرسو او نورو نشهيي توکو ته اسانه لاسرسي او د ځینو ټکسي چلوونکو او نورو کسانو له خوا د هغو پلورلو د دې زمینه برابره کړې چې هغه کسان چې نشه یي توکي یې پرېښي، بېرته د هغو کارولو ته مخه کړي.
سلیم وايي: «تر دې وړاندې هم په کابل کې چرس پیدا کېدل؛ خو اوس ورته لاسرسی ډېر اسانه شوی دی. د ښار په بېلابېلو برخو کې خلک چرس څکوي. ځینې ټکسي چلوونکي پېژنم چې نشهيي توکي پلوري او که پېرېدونکي یې وغواړي، ورته یې برابروي. ان په کورونو کې هم چرس کرل کېږي؛ د بېلګې په توګه، زما تره په خپل کور کې چرس کري او کله چې حاصل ته ورسېږي، خپله یې کاروي.»
د کابل یو بل اوسېدونکی آرمان وايي، د ښار کوڅو ته پر نشهيي توکو د روږدو کسانو بېرته ستنېدو د جرمونو د زیاتوالي په اړه اندېښنې ډېرې کړې دي. هغه زیاتوي، ځینې کسان ښوونځیو او استوګنیزو سیمو ته نږدې په فرعي کوڅو کې پر ځوانانو نشهيي توکي او نشهيي ګولۍ پلوري.
آرمان وايي: «د امید په نوم د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د پاکستان له برید وروسته، په ښار کې پر نشهيي توکو د روږدو کسانو حضور زیات شوی او بېنظمي هم ډېره شوې ده. دا وضعیت هره ورځ لا ډېر اندېښمنوونکی کېږی؛ ځکه د روږدو کسانو د درملنې مرکز لا هم خپل فعالیت بېرته نه دی پیل کړی او یو شمېر روږدي کسان د ښار په بېلابېلو برخو کې تیت شوي دي. زما په باور، د کابل په بېلابېلو سیمو کې د غلاوو، جیبوهنو او ځینو نورو کوچنیو جرمونو زیاتوالی هم له دې وضعیت سره تړاو لري. په ځینو سیمو لکه خیرخانې او ۳۱۵ سیمه کې ځینې کسان ښوونځیو ته نږدې په فرعي کوڅو او ګوښه ځایونو کې پر ځوانانو نشهيي توکي او نشهيي ګولۍ پلوري. دوی په پیل کې دغه توکي ځوانانو ته وړیا ورکوي او کله چې هغوی پرې روږدي شي، بیا یې په بدل کې پیسې ترې اخلي. موږ اندېښنه لرو چې د دې وضعیت په دوام او د روږدو کسانو د درملنې د فعالو مرکزونو په نشتوالي کې به د روږدو کسانو شمېر او له دې وضعیته رامنځته کېدونکې ستونزې زیاتې شي.»
د کابل دوه نور اوسېدونکي سخي او شاهدالله د روږدو کسانو وضعیت ته پر بېړنۍ پاملرنې او د هغوی د درملنې لپاره د فعالو مرکزونو پر برابرولو ټینګار کوي. دوی وايي، دې وضعیت ته نه پاملرنه کولای شي لا ډېرې ټولنیزې او امنیتي ستونزې رامنځته کړي.
سخي وايي: «په کابل کې غلاوې ډېرې شوې دي. د شپې هېڅ ارام نه لرو؛ غلاوې د شپې په لومړیو ساعتونو او د شپې په بېلابېلو وختونو کې کېږي. خلک پر دې وضعیته اندېښمن دي؛ خو د نشهيي توکو د روږدو کسانو د شمېر په اړه باید ووایم چې د پخوا په څېر ډېر نه دي. د پخوا پرتله یې شمېر کم شوی، خو لا هم د ښار په بېلابېلو برخو کې لیدل کېږي.»
شاهدالله وايي: «کله چې یو روږدی کس نه کار ولري او نه عاید، خو نشهيي توکو ته لاسرسی ولري، ښايي د خپلو نشهيي توکو د لګښت برابرولو لپاره غلا او نورو کارونو ته مخه کړي.»
په کابل کې د «امید» په نوم د روږدو کسانو د درملنې مرکز د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې پر ۲۵مه د پاکستان په هوايي بریدونو کې په نښه شوی و. د طالبانو د ادعا له مخې، د برید پر مهال په دغه مرکز کې شاوخوا درې زره روږدي کسان تر درملنې لاندې وو. د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې په دغه برید کې ۴۰۸ کسان وژل شوي او ۲۶۵ نور ټپیان شوي دي.
پاکستان د روږدو کسانو د درملنې پر مرکز د برید کولو ادعا رد کړې او ویلي یې دي چې په خپلو هوايي بریدونو کې یې د د تحریک طالبان پاکستان پټنځایونه او د دې ډلې د وسلو زېرمتونونه په نښه کړي دي.





