۸صبح، کابل: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) پد افغانستان په سویل کې د بشري وضعیت د خرابېدو خبر ورکړی دی.
اوچا چهار شنبه د لړم پر ۱۲مه، ویلي چې د دې سیمې روغتیايي مرکزونه د ناروغانو له ګڼې ګوڼې او د سختې خوارځواکۍ له امله د بستر شویو کسانو د شمېر له زیاتوالي سره مخ دي.
دغه بنسټ زیاته کړې چې بېوزلۍ او لوږې د کورنیو ستونزې لا پسې زیاتې کړې او د ژوند چارې یې ورسره سختې کړې دي.
اوچا همداراز ویلي چې کورنۍ په هممهمالي توګه له څو ناورینونو سره مخ دي، په داسې حال کې چې له دوی سره د مرستې لپاره اړینې سرچینې هم کمې شوې دي.
افغانستان په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو بشري ناورینونو سره مخ دی چې بېوزلي، لوږه، خوارځواکي، اقلیمي بدلونونه او د وچکالۍ او سېلابونو پایلې پکې شاملې دي.
دغو ناورینونو په ځانګړې توګه زیانګالې کورنۍ له لا ډېرو ستونزو سره مخ کړې او د بشري مرستو اړتیا یې زیاته کړې ده.





