د پولنډ پولیسو د وروستیو معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په کراکوف ښار کې د ډزو په پېښه کې څلور ښځې او دوه نارینه وژل شوي دي.
د پولنډ پولیسو شنبه د نومبر پر ۷مه خبر ورکړی چې بریدګر پولنډی دی او پېښه د کراکوف ښار په اصلي میدان کې شوې ده.
د راپور له مخې، په دغه برید کې د دوو پولیسو په ګډون ۱۵ کسان ټپيان شوي هم دي.
له دې مخکې خبر ورکړل شوی چې په پېښه کې پنځه کسان وژل شوي، خو پولیسو ویلي چې د قربانیانو شمېر شپږو ته پورته شوی.
پولیسو د بریدګر په موټر کې نورې وسلې او مهمات هم نیولي دي.





