۸صبح، پنجشیر: په پنجشیر کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو په عبدالله خېل دره کې پر رواني ناروغۍ اخته یو ځوان ویشتلی دی.
سرچینو شنبه د لړم پر ۱۶مه ۸صبح ورځپاڼې ته وویل چې دا ځوان مستري نومېده، د عبدالله خېل درې د «منجنستو» سیمې اوسېدونکی او ۲۷ کلن و.
د سرچینو په خبره، دا ځوان شاوخوا یوه اوونۍ مخکې لادرکه شوی و او جسد یې نن په زرسنګ سیمه کې موندل شوی دی.
د دغه ځوان خپلوانو ویلي چې نوموړي د رواني ستونزو له کبله درمل کارول او کله چې یو غره کې ناست و، پرې ډزې شوې دي.
سرچینې وايي چې طالبانو دا ځوان له دې مخکې هم یو وار د یوې چاودنې له کبله نیولی و.





