د ایران د ملي امنیت شورا منشي محسن رضايي خبرداری ورکړی چې که امریکا جګړه پیل کړي د دغه هېواد له ویجاړونکي ځواب سره به مخ شي.
تسنیم خبري اژانس شنبه د نومبر پر ۷مه راپور ورکړی چې رضايي دا څرګندونې امریکا او د دغه هېواد ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په پیغام کړې دي.
رضايي په دغه پيغام کې ادعا کړې چې امریکا په جګړې او ټاکنو کې ماتې خوړلې او د دغه هېواد جګپوړي چارواکي د ماتې له پایلو سره مخ شوي دي.
نوموړي جيډي ونس، مارکو روبیو، پېټ هېګسټ او د سېنټکام قوماندان ته اشاره او د امریکا سیاسي او نظامي وضعیت په اړه یې څرګندونې کړې دي.
دغه ایراني چارواکي په دې پوښتنې چې د تهران پیغام به څوک تر واشنګټنه ولېږدوي، ټينګار کړی چې که «جګړه پیل کړئ، له ویجاوړنکي ځواب سره مخ شئ.»





