د یو شمېر هغو خصوصي پوهنتونونو محصلان چې فعالیت یې د طالبانو له لوري درول شوی، د خپلو تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې له ځنډ او ستونزو شکایت کوي. دوی وايي، د فراغت سندونو او نورو تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره له ګڼو ستونزو سره مخ دي. دغه محصلان اندېښنه څرګندوي او زیاتوي چې د زدهکړو محدودیتونه او محرومیتونه ورځ تر بلې ډېرېږي او د دوی تحصیلي فرصتونه له ننګونو سره مخ کوي.
د یوه خصوصي پوهنتون محصل داریوش (مستعار نوم) د رامنځته شوي وضعیت په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وايي، د دې پر ځای چې د زدهکړو زمینه ورته برابره شي، هره ورځ له لا ډېرو محدودیتونو او محرومیتونو سره مخ کېږي. د هغه په وینا، په داسې یوه هېواد کې چې تر بل هر وخت ډېر علم، پوهې او مسلکي کادرونو ته اړتیا لري، د ښوونیزو او تحصیلي مرکزونو دروازې یو په بل پسې د ځوانانو پر مخ تړل کېږي.
دغه محصل وايي: «موږ څه ګناه کړې ده چې غواړو زدهکړې وکړو، تخصص ترلاسه کړو او د خپل ځان او هېواد د راتلونکي لپاره یو کار وکړو؟ ولې د زدهکړو د زمینې د برابرولو پر ځای، هره ورځ له لا ډېرو محدودیتونو او محرومیتونو سره مخ کېږو؟»
داریوش زیاتوي: «د پوهنتونونو تړل یوازې د ښوونیزو مرکزونو د فعالیت درول نه دي، بلکې سلګونه محصلان سرګردانه کوي او د هغو ځوانانو راتلونکی له نامعلوم برخلیک سره مخ کوي چې په زرګونو هیلو او ارمانونو یې زدهکړې کړې دي. له طالبانو پوښتم: ایا د یوه هېواد د پرمختګ لاره د زدهکړو په محدودولو او د پوهنتونونو په تړلو کې ده؟ که د کوم پوهنتون د تړلو پرېکړه کېږي، ولې له هرې پرېکړې مخکې د محصلانو برخلیک، د هغوی د کلونو هڅې او هغه لګښتونه په پام کې نه نیول کېږي چې د زدهکړو لپاره یې کړي دي؟»
دغه محصل وايي: «اوس ان د خپلو تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو په برخه کې هم له ستونزو سره مخ یوو او نه پوهېږو چې څنګه خپلې څو کلنې هڅې وساتو او په نورو ښوونیزو مرکزونو کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړو.»
د یوه خصوصي پوهنتون محصله خورشیده (مستعار نوم) چې د تحصیلي بورس د ترلاسه کولو له امله غواړي خپلې زدهکړې په بهر کې روانې وساتي، وايي، له څو میاشتو تېرېدو سره سره لا هم نه ده توانېدلې چې له هغه پوهنتونه خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي چې هلته یې زدهکړې کړې دي. هغه زیاتوي چې په دې موده کې یې د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره څو ځله پوهنتون ته مراجعه کړې، خو هر ځل د پوهنتون د مسوولانو له بېلابېلو ځوابونو او پلمو سره مخ شوې ده.
دغه محصله زیاتوي: «زه تحصیلي بورس لرم او غواړم د زدهکړو د دوام لپاره بهر ته ولاړه شم؛ خو د طالبانو لهخوا د پوهنتون له تړل کېدو وروسته، څو میاشتې کېږي چې د خپلو تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره لالهانده یم. موږ د زدهکړو لپاره کلونه وخت تېر کړی، لګښت او هڅې مو کړې دي؛ له یوې خوا په هېواد کې د زدهکړو زمینه رانه اخیستل شوې او له بلې خوا اوس چې غواړو د درنو لګښتونو په ګاللو سره په بهر کې خپلو زدهکړو ته دوام ورکړو، ان خپل تحصیلي اسناد هم نه شو ترلاسه کولای.»
خورشیده وايي: «موږ څو ځله د خپلو تحصیلي اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د پوهنتون مسوولانو ته مراجعه کړې، خو له بده مرغه هر ځل له بېلابېلو پلمو سره مخ شوي یوو او تر اوسه زموږ اسناد نه دي را سپارل شوي.»
دغه محصله د زدهکړو او لوړو زدهکړو په اړه پر هغه څه چې نوموړې یې د طالبانو سلیقوي تګلارې بولي، نیوکه کوي او وايي: «موږ محصلان باید د هغو پرېکړو او سیاستونو قرباني نه شو چې هېڅ رول پکې نه لرو. اوس د دغو پرېکړو لګښت او پایلې موږ د خپل تحصیلي راتلونکي په بیه پرې کوو. د پوهنتون له مسوولانو غواړو چې نور د محصلانو راتلونکي ته بېپامي ونه کړي. تحصیلي اسناد زموږ قانوني حق دی، نه کومه مهرباني او امتیاز چې پوهنتون یې هر وخت وغواړي، زموږ په واک کې راکړي.»
یو بل محصل جاوید (مستعار نوم) هم ورته اندېښنه لري. هغه وايي: «د پوهنتون له تړل کېدو وروسته اوس نه پوهېږم چې له خپل تحصیلي برخلیک سره څه وکړم. موږ په زرګونو هیلو او ارمانونو زدهکړې وکړې او ډېر وخت او پیسې مو ولګولې او هڅې مو وکړې، څو د ځان لپاره ښه راتلونکی جوړ کړو؛ خو نن نه په خپل پخواني پوهنتون کې د زدهکړو د دوام امکان لرو او نه خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کولای شو. څو ځله مې د خپلو اسنادو د ترلاسه کولو لپاره د پوهنتون مسوولانو ته مراجعه کړې، څو وکړای شم په بل پوهنتون کې خپلې زدهکړې پیل کړم؛ خو له بده مرغه تر اوسه مې اسناد نه دي را سپارل شوي.»
دغه محصل زیاتوي: «د پوهنتون له مسوولانو غواړم چې لږ تر لږه د محصلانو حقونو ته درناوی وکړي او زموږ تحصیلي اسناد زموږ په واک کې راکړي. موږ د پوهنتون په تړل کېدو کې هېڅ رول نه درلود او باید د دې وضعیت پایلې ونه ګالو.»
زهرا (مستعار نوم) وايي: «ما تر شپږم سمستر پورې زدهکړې وکړې، خو تر هغې وروسته چې طالبانو نجونې پوهنتون ته له تګه منع کړې، ونه توانېدم خپلې زدهکړې بشپړې کړم. اوس راته په بهر کې د زدهکړو د دوام زمینه برابره شوې او غواړم هلته خپلو زدهکړو ته دوام ورکړم؛ خو اوس چې خپلو تحصیلي اسنادو ته اړتیا لرم، د پوهنتون د تړل کېدو له امله د هغو په ترلاسه کولو کې له ستونزې سره مخ شوې یم. پوهنتون ته له څو ځله ورتګ سره سره، تر اوسه نه یم توانېدلې خپل اسناد ترلاسه کړم.»
دا په داسې حال کې ده چې د وږي میاشتې په وروستیو کې سرچینو له ۸صبح ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي وو چې طالبانو د خاتمالنبیین پوهنتون تړلی او محصلانو ته یې ویلي وو چې نور دې دې پوهنتون ته نه ورځي او د خپلو زدهکړو د دوام لپاره دې بل پوهنتون پیدا کړي.
د خاتمالنبیین خصوصي پوهنتون امتیاز خاوند محمدجواد محسني ویلي وو چې د دغه پوهنتون د فعالیت جواز، له نږدې دوو لسیزو فعالیت وروسته، د طالبانو د عدلیې وزارت د فشارونو او د «مذهبي او توکمیزو» لاملونو له امله لغوه شوی دی.
په کابل کې د دعوت خصوصي پوهنتون مسوولانو هم د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت لهخوا د پوهنتون د نوې رهبرۍ د پلاوي د ټاکلو په اعتراض کې د وږي پر ۲۸مه دغه پوهنتون وتاړه.
دعوت پوهنتون ویلي وو چې دغه پلاوی د پوهنتون د ادارې او بنسټګرو له هوکړې پرته ګومارل شوی او د دغه ښوونیز بنسټ له نظره مشروعیت نه لري.
د دغه پوهنتون په اعلامیه کې راغلي وو چې طالبانو «له کوم شرعي، قانوني او اداري موجه دلیل وړاندې کولو پرته» او د پوهنتون د ادارې او بنسټګرو له رضایت پرته، دغه پوهنتون نیولی او د رهبرۍ نوی پلاوی یې ګومارلی دی.





