په اسپانیا کې د دوو اورګاډو د ټکر په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمېر ۶۴ او د ټپيانو ۱۸۰ ته لوړ شوی دی.
ټاس خبري اژانس چهارشنبه د اکتوبر پر ۲۸مه راپور ورکړی چې دا پېښه په ځايي وخت د سهار په ۹:۰۰ بجو شوې ده.
د راپورونو له مخې، دوه مساپر وړونکي اورګاډو ټکر کړی چې له کبله یې د یوه اورګاډي دوه واګونونه له پټلۍ وتلي دي.
په دواړو اورګاډو کې ټول ۵۴۴ کسان سپاره و.
له ټکر وروسته ډاکټران، د اور وژنې او ژغورنې ډلې د پېښې ځای ته لېږل شوې او ټپیانو او زیانمنو ته د مرستې عملیات لا روان دي.
د اسپانیا لومړي وزیر پدرو سانچز هم ویلي چې د ژغورنې ډلې د پېښې په ځای کې دي او د اړوندو ادارو په همغږۍ له قربانیانو سره مرستې کوي او د خوندیتوب هڅې یې دوام لري.





