د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي چې د سولې په بهیرونو کې د ښځو ماناداره حضور، د سولې او ثبات له دوام سره مرسته کوي او ټولنې د کړکېچونو پر وړاندې ځواکمنې کوي.
ګوتېرېش چهارشنبه د اکتوبر پر ۲۸مه په اېکس پاڼه کې لیکلي چې د سولې په بهیرونو کې دې د ښځو ګډون سیمبولیکه بڼه ونه لري.
نوموړي ټينګار کړی چې سوله هغه مهال احتمالي دوام کولی شي چې ښځې پکې ماناداره ګډون ولري.
د ملګرو ملتونو سرمنشي زیاته کړې چې ثبات هغه مهال په اسانۍ ټينګېږي چې ښځې د راتلونکي په جوړولو کې د رول لوبولو لپاره له برابرو فرصتونو برخمنې وي.
ګوتېرېش ویلي، هغه ټولنې به پیاوړې او د ستونزو پر وړاندې ډېرې مقاومې وي چې ښځې او نجونې پکې وکړای شي له وېرې او تاوتریخوالي پرته ژوند وکړي.





