۸صبح، کابل: د اوکراین په ختیځ دونباس سیمه کې د روسیې له خوا د ځانګړو عملیاتو له پيلولو وروسته، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د دغه هېواد وګړو ته په خطاب کې وویل، چې په ټول اوکراین کې پوځي حکومت اعلانوي.
هغه په یوه ویډیو کې چې پر خپلې فېسبوکپاڼې یې خپره کړې، ویلی چې د پوتین له اعلان وروسته، روسیې د اوکراین پر بېخ بنسټونو او سرحدي ځواکونو برید کړی دی.
د نوموړي په وینا، د اوکراین له ډېرو ښارونو د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.
زلنسکي زیاته کړه: «موږ د خپل هېواد په ټولو سیمو کې پوځي حکومت اعلانوو، لږ مخکې مې له ولسمشر بایډن سره خبرې وکړې، امریکا په اوسني وخت کې د نړیوال ملاتړ بهیر پيل کړی دی. نن له هر یوه د ارامۍ تمه لرو، د امکان تر بریده په کورونو کې پاتې شئ، موږ کار کوو، پوځيان کار کوي، د اوکراین په ټولو امنیتي برخو فعالیت لري.»
تر دې مخکې د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د اوکراین پر خلاف د روسیې پراخ برید پیل شوی او نړۍ باید د پوتین مخه ونیسي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي، چې په دقیقو وسلو سره د اوکراین پوځي مرکزونه په نښه کوي.
له اوکراینه خپرو شویو تصویرونو کې د دغه هېواد په ځینو برخو کې لوګي او د اور لمبې ښکاري.