پر اوکراین د برید لپاره د روسیې له حکم وروسته، د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له دغه هېواده غوښتي، چې د انساني مسایلو له امله، له اوکراینه خپل ځواکونه وباسي.
روسیې د چهارشنبې پر شپه پر اوکراین د پوځي برید حکم کړی دی.
انتونیو ګوتريش په یوه تویټ کې ویلي، چې هغه باید د روسیې له خوا پر اوکراین د برید لپاره له سره د غور کولو غوښتنه بدله کړي.
د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي له روسيې غوښتي: «د انسانیت په نوم، خپل ځواکونه روسیې ته ستانه کړه.» هغه زیاته کړې، چې دا نښتې باید همدا اوس ودرول شي.
داسې راپورونه ورکړل شوي، چې پر اوکراین د پوځي برید لپاره د پوتین له حکم وروسته، روسیې په عملي ډول د اوکراین پر خلاف جګړه پیل کړې ده.
اوکرایني وګړو هم تایید کړې، چې د توپونو ډزې یې اورېدلې دي.