۸صبح، کابل: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر یا اوچا وايي چې د هرات له زلزلې یو کال وروسته او د ژمي په رانږدې کېدو سره لاهم ۲۵ زره زیانمنې شوې کورنۍ له مناسبې سرپناه بېبرخې دي.
یاد دفتر چهارشنبه د لړم پر ۳۰مه په یو راپور کې پر دغه وضعیت اندېښنه ښودلې ده.
د راپور له مخې، په تېر یو کال کې بېلابېلو سازمانونو له زلزلهځپلو سره مرسته وکړه او بېړنۍ حالت یې کابو کړ؛ خو لاهم په ژمي کې بېړنۍ اړتیا پرځای ده.
اوچا له دې وړاندې هم ویلي و چې تېر کال د هرات له ۲۷۵ زرو زلزلهځپلو سره مرستې شوې دي.
اخوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یوناما ویلي چې د هرات له زلزلهځپلو سره د نړیوالو مرستو سربېره، بیا هم زلزلهځپلي بشرپالو مرستو ته اړتیا لري.
د راپورونو په حواله، په هرات کې د پروسږنې زلزلې په پاېله کې څه باندې دوه زره او ۵۰۰ کسان مړه او نږدې ۱۰ زره کسان ټپيان شوي وو.





