• 8AM.MEDIA
  • ویب‌سایت فارسی
  • English Website
  • اۉزبېکچه ویب‌سایت
۲۲ تله ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶
۸صبح ورځپاڼه
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل
No Result
View All Result
۸صبح ورځپاڼه
No Result
View All Result

ۤد افغانستان په رسنیو کې د تصویر زوال

۸صبح ۸صبح
۱۰ لړم/عقرب ۱۴۰۳ - ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۴ [t_time:1730365059]

د طالبانو ډلې پر رسنیو د لا ډېرو محدودیتونو په لګولو سره په تېره بیا په ځینو ولایتونو کې د تصویري خپرونو په بندولو سره د خبري او مطبوعاتي فعالیتونو لپاره فضا تر پخوا ډېره تنګه کړې ده او د رسنیزو بنسټونو لاس او پښې یې تړلي دي. په افغانستان کې د رسنیو کار له هغو شېبو چې طالبان کابل ته دننه شول، له سقوط سره مخ شو او ورځ تر بلې له ډېرو ستونزو سره مخ شو. خو د دې ډلې د امر بالمعروف وزارت په نویو فرمانونو او په ځینو ولایتونو کې د دغو فرمانونو په پلي کولو سره د خبریالانو لپاره کار لا ستونزمن شوی دی او په افغانستان کې د دغه مسلک راتلونکی له جدي ابهام سره مخ دی.

له تصویر سره د طالبانو مخالفت نوی نه دی. په افغانستان کې د دې ډلې د لومړني واکمنۍ پر مهال د هنري شیانو لکه تصویر او فلم او د رسنیزو کارونو چې عکسونه پکې شامل وو، مخالفت د دې ډلې د پالیسیو ثابته برخه وه، چې ان له هغو ورځو چې یوازې پر کندهار واکمن وو، پیل شو. په دې برخه کې د دې ډلې سخت دریځ دومره جدي و، چې د موسیقۍ د کیسټونو ماتول، د تلویزیون لمنځه وړل، د ویډیو پلې کولو د دستګاوو ضبطول او د دې برخې د اړوند وسایلو د کارولو پر سر خلکو ته سزا ورکول د طالبانو پر  هویت بدل شوي وو. د دې ډلې مشرانو داسې ګڼله چې د هنري شیانو او عصري رسنیزو محصولاتو پر وړاندې هر ډول نرمښت د خپلو اصولو او آرمانونو پرېښودل ګڼل کېږي او دا یې مشروعیت ته زیان رسوي.

د طالبانو په څېر د بنسټپالو ډلو مشروعیت په نننۍ نړۍ کې له عام پیژندل شوي مشروعیت سره بېل مفهوم لري. نن په نړۍ کې د سیاسي رژیمونو مشروعیت په لومړي ګام کې د خلکو په ارادې او ټاکنې ولاړ دی او په دویم ګام کې د قانون پر حاکمیت او په وروستي ګام کې پر دې ولاړ دی چې حکومت خلکو ته څومره خدمتونه وړاندې کوي او د دوی د ژوند له ښه کېدو سره څومره مرسته کوي. د افراطي او بنسټپالو ډلو په لیدلوري کې مشروعیت له دغو مسایلو سره هېڅ تړاو نه لري او د خلکو رضايت او د هغوی رایې او غوښتنو ته پام داسې کوم شی نه دی چې د دغو ډلو په سیاسي قاموس کې ځای ولري. قانون لکه چې په نننۍ نړۍ کې پېژندل کېږي او د مقننه قوې محصول ګڼل کېږي، د دې ډلو له لید لوري سره هېڅ تړاو نه لري، بلکې ځای یې ایډیالوژیک نظریاتو نیولی دی. د دې لپاره چې هغه ډلې چې د وسلې په زور او وژنو خلک تر خپلې واکمنۍ لاندې راولي، خدمتونه هېڅ اهمیت نه لري.

بنسټپالې ډلې خپل مشروعیت په اېډیالوژیکو بنسټونو بنا کوي او یوازې همغو اصولو ته ژمنتیا لري. طالبانو په افغانستان کې د مخکیني دولت پر وړاندې د خپلې جګړې د مشروعیت لپاره ادعا کوله چې په هېواد کې واکمن نظام د اسلام له اصولو سره سمون نه لري او شریعت په سمه توګه نه پلی کیږي او ټولنه د دې ډلې د تعریف له مخې له دیني ارزښتونو سره برابره نه ده. د دې ډلې ادعا دا وه چې له دغه نظام سره جګړه شرعي جهاد دی او تر را پرځېدو پورې یې باید دوام ومومي او یو داسې رژیم یې ځای ناستی شي چې د شرعي احکامو تطبیق خپله دنده وګڼي. کله چې دا ډله پر افغانستان واکمنه شوه، نو وار د هغو ژمنو عملي کولو ته رسېدلی و چې خپلو جنګیالیو او خپلو افراطي ملاتړو ډلو ته یې ورکړې وې.

طالبانو هېڅکله له خلکو سره دا ژمنه نه وه کړې چې هغوی ته به ښه ژوند برابروي، د هېواد اقتصاد به ښه کوي، د افغانستان لپاره به زیاتې زیربناوې جوړوي، ماشومانو ته به یې پرمختللی تعلیمي نظام برابروي، یا به د داخلي تولیداتو ښه کولو لپاره فابریکې جوړوي. دغې ډلې هېڅکله داسې ژمنه نه وه کړې چې د وارداتو او صادراتو وضعیت به ښه تنظیم کړي، د بهرنۍ پانګونې جلب لپاره به زیاتې زمینې برابروي، د افغانستان بهرنۍ اړیکې به پراخوي او د نړۍ په کچه به د افغانستان ځای لوړوي. دا ژمنې چې نور حکومتونه او عادي سیاسي ګوندونه خپلو ملتونو ته ورکوي، د دې ډلې په نوملړ کې نه وې.

طالبان یو عادي ګوند نه دی او ژمنې یې له لویه سره د خلکو په اړه نه وې او له همدې کبله د دې ډلې په محاسباتو کې د خلکو ځای او د هغوی رضايت هېڅ په پام کې نه و نیول شوی. د بنسټپالو وسلوالو ډلو لپاره هغه څه چې اهمیت لري، د جګړې ځواک او د ایډیالوژیکو ملاتړو شتوالی دی. طالبانو په دغو ټولو کلونو کې د ځوانانو پر مغز مینځلو، د عامه افکارو پر مسمومولو او د القاعدې او ورته ډلو د ملاتړ پر خپلولو تمرکز درلود او ژمنې یې یوازې یوازې ځانګړو مخاطبینو ته وې. دغو مخاطبینو ته ژمنه شوې وه چې که بریالي شي، خلک به د دې ډلې له تفسیر سره سم د شریعت تطبیق ته اړ کړي، هغه څه به له منځه یوسي چې د دې ډلې په نظر د فسق او فجور مظاهر  بلل کیږي، ښځې به له ټولنیزو فعالیتونو منع کړي، سیاسي ګوندونه او مدني بنسټونه به له فعالیتونو محروم کړي، ازادې رسنۍ به له ازادۍ راوګرځوي او ټولنیزې اغېزناکې څېرې به خنثا او بې ‌اغېزې کړي.

د رسنیو پر وړاندې د طالبانو اوسنۍ پالیسي د دې ډلې د خلکو د حقونو او اساسي ازادۍ پر وړاندې د سترې پالیسي یوه برخه ده، او په رسنیو باندې محدودیتونه د دې ډلې د ایډیالوژیکو ژمنو په لړ کې راځي. افغانستان د داسې واکمنۍ په دوام سره هره ورځ له مدني ژونده ډېر واټن اخلي او د بنسټپالو او افراطي عناصرو لپاره پر لوی ډګر بدلېږي. که پر دې ډله جدي فشارونه نه وي او مالي مرسته ورسره روانه وي، نو په منځنمهال کې به هر ډول ازاد او غیر دولتي فعالیتونه فلج کړي او په اوږدمهال کې به په افغانستان کې بشپړه ټولنیزه طراحي پلې کړي. په داسې یوه ټولنه کې چې په ایډیالوژیک ډول طراحي شوې ده، هنري فعالیتونو ته هېڅ ځای نشته، ازادو رسنیو ته د دوام دلیل نشته او د خلکو د حقونو د دفاع لپاره هېڅ معنا نه پاتې کېږي.

په طالباني افغانستان کې غږ او تصویر مخ په له منځه تلو دی او طبیعي ژوند د زوال په حال کې دی. هغه څه چې په دې برخه کې پېښېږي د یوې اوږدې لارې پیل دی، نه پای. هغه کسان او ډلې چې د خلکو د حقونو د ترلاسه کولو په لټه کې دي، باید د اوږدمهاله او سختو هڅو لپاره ځانونه چمتو کړي چې ښايي کلونه او یا نسلونه وخت ونیسي. د لنډمهاله تاکتیکي ګامونو له لارې په دې ډلې کې بنسټیز بدلون نه راځي، او د خلکو د حقونو دفاع لپاره باید بنسټیزې لارې ولټول شي او د هغې د لګښتونو د ورکولو لپاره چمتووالی ونیول شي.

ShareTweetSendSendShare

ورته لیکنې

عربستان د حوثیانو پر وړاندې؛ پر امریکا د تکیې ازموینه
شننه

عربستان د حوثیانو پر وړاندې؛ پر امریکا د تکیې ازموینه

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791993882]
نتانیاهو: اسراییل د غزې د اشغال اراده نه لري
بهرني خبرونه

نتنیاهو: د اسراییلو له ټاکنو وړاندې پر ایران د بیا برید په لټه نه یو

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791992507]
متقي د هند سفارت له شارژدافیر سره د اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې
خبرونه

متقي د هند سفارت له شارژدافیر سره د اړیکو او اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې وکړې

۲۲ تله/میزان ۱۴۰۵ - ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۶ [t_time:1791986938]

وروستي مطالب

وروستي مطالب بارېږي...

تر ټولو ډېر کتل شوي مطالب

  • خلیلزاد: امریکا دې د افغانستان د پاشل کېدو د مخینوي په موخه له طالبانو سره تعامل وکړي

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سرچینو په لوګر کې د طالبانو د امنیې قوماندانۍ اړوند سیمه کې د چاودنې خبر ورکړی

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • روسیې په ناټو کې د اوکراین غړیتوب د نه منلو وړ وباله

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • د افغان کډوالو د اېستلو دوام؛ پرون نږدې ۱۰۰۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    0 shares
    Share 0 Tweet 0
  • سراج‌الدین حقاني په افغانستان کې د اروپايي ټولنې له شارژدافیر سره وکتل

    0 shares
    Share 0 Tweet 0

پادکست

8am Media | پادکست ۸صبح
8am Media | پادکست ۸صبح
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
ریزموج‌ها/11: گفت‌وگو با سلسله محبوب
۱۸ تله ۱۴۰۵ - ۱۰ اکتوبر ۲۰۲۶
سخن زن/60: از خاکسترهای کابل تا تیغه جراحی: روایت مقاومت و رویای ناتمام مریم
۲۹ وږی ۱۴۰۵ - ۲۰ سپتمبر ۲۰۲۶
سخن زن/59: وقتی رویاها از مرزها عبور می‌کنند؛ روایتی از ملالی، آسیه و فرنگیز
۹ وږی ۱۴۰۵ - ۳۱ اګست ۲۰۲۶
ریزموج‌ها/10: گفت‌وگو با عایشه نوری
۲۸ زمری ۱۴۰۵ - ۱۹ اګست ۲۰۲۶
سخن زن/58: مخرج مشترک زنده‌گی مادران و دختران؛ حسرت درس خواندن
۹ زمری ۱۴۰۵ - ۳۱ جولای ۲۰۲۶
Search Results placeholder
۸صبح ورځپاڼه

د امتياز څښتن: سنجر سهيل
اجرائیوي رئیس: پروېز کاوه
د کتونکې ډلې مشر: بهیر
پته: کابل، افغانستان

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.

No Result
View All Result
8AM.MEDIA
ویب‌سایت فارسی
English website
اۉزبېکچه ویب‌سایت
  • کورپاڼه
  • خبرونه
    • کورني خبرونه
    • بهرني خبرونه
  • راپورونه
    • ورځيني راپورونه
    • څېړنیز راپورونه
  • شننه
  • نظرونه او لیدلوری
    • سرکرښې
  • ټولنه
    • د خلکو کیسه
    • د ښځو او ماشومانو حقونه
    • چاپيريال ساتنه
  • د ښځې غږ
  • کلتور او هنر
    • ادبيات
    • داستان
    • سينما
    • ښکلي هنرونه
    • موسيقي
  • ګټه وټه
  • مرکه
  • ورزش
  • ځانګړې
    • د کډوالۍ ځانګړې پاڼه
    • د جمهوریت د پرځېدو د درېیم کال پوره کېدو ځانګړې پاڼه
    • د برابرۍ پر لور
    • د افغانستان سقوط
    • د هبت‌الله راپور ځانګړې پاڼه
    • د زده کړو لپاره مبارزه ځانګړې پاڼه
    • د طالبانو د ښوونیز نصاب ځانګړې پاڼه
    • د مارچ اتمه ځانګړې
    • د نوروز ځانګړې پاڼه
    • د اوکراین د تحولاتو ځانګړې پاڼه
  • له موږ سره اړيکه
    • له موږ سره اړيکه
    • د مقالې لېږل

© کاپي‌رايټ ۲۰۲۶؛ ټول حقوق د 8صبح لپاره خوندي‌ دي.